د ټي اس ایلیټ پوره نوم ټامس سټیرنس ایلیټ دۍ . دی د ۱۸۸۸ ع کال د دسمبر په ۲۶ د مرګزي امریکا د سینټ لویس په یوه صنعتي سیمه کې په یوې سوداګرې کورنۍ کې زیږېدلی دی.
په ۱۸۶۸ ع کال د ایلیټ نیکه له بریتانیا څخه امریکا ته راغۍ او همدلته مېشت شو. د ټی اس ایلیټ نیکه یوه کلیسا جوړه کړه، او د دې ځای بنسټګر شو.
د ایلیټ پلار هنري ایلیټ له ادب او مذهب نه لرې یو سوداګر وو. خو د ایلیټ مور شارلټ سټرنس یوه یوه مشهوره پنځوونکې ، ټولنیزه کارکوونکې او یوه شاعره وه. نو په همدې خاطر ټی اس ایلیټ ته شاعرانه طبع له موره، د سوداګرۍ فکر له پلاره او د مذهب سره مینه له نیکه ورپاتې وه.
ټي اس ایلیټ په لومړني ښوونځي کې په ۸ کلنۍ کې یوه ادبي مجله جوړه کړه چې د (اور اړخ) یا fire side نومېده . ددې مجلې په دوهم مخ کې د تشبیه او کیسو په اړه معلومات ورکړل شوي وو، همدا شان ددې مجلې په بله برخه کې د جورج واشنګټن په اړه لیکلې وه، چې پکې د جورج واشنګټن لنډه پېژندنه وه او ایلیټ پکې یو انځور هم جوړ کړۍ وو.
ایلیټ په ۱۲ کلنۍ کې په کال ۱۹۰۰ ع په لاتیني ژبې د بر لاسۍ له امله د سینټ لویس ښوونځي نه د سرو زرو مډال وګاټه. په ۱۹۰۵ ع کال یې شاعري پېل کړه.
د ایلیټ لومړنۍ کلام د فټر جیرالډ ترجمعه شوي رباعیات وو، خو په هماغه وختونو کې د ایلیټ لومړنۍ نظم د بن جانسن تر اغېز لاندې په سمیت اکیډمۍ ریکارډ او نشر شوۍ و.
په ۱۹۰۵ ع کال له ۱۰ صنف څخه فارغ شو، او په ۱۹۰۶ ع کال د هارورډ په پوهنتون کې شامل شو . ده الماني ، فرانسوي او انګلیسي ادبیات غوره کړل . دده استادان ارونګ بییت او جارج سنتیانا وو. په پوهنتون کې له ۱۹۰۶ نه تر ۱۹۱۰ ع پورې ایلیټ ګڼ شمېر شعرونه ولیکل.
وروسته یې د هارورډ پوهنتون په ادبي مجله (هارورډ ایډوکیټ) کې کار پېل کړ. کله چې په ۱۹۰۸ ع کال ده د ارتر سایمن کتاب، The symbolist movement in literature ولوست نو له فرانسوي پوهانو په تېره له بودلییر او لافورګ نه ډېر متاثره شو. په همدې وختونو کې د ایلیټ د ورور یوه ملګري چې تامس نومېده په هارورډ اېډوکېټ کې یې د ایلیټ څو شعرونه ولیدل، نو له کیمرج نه یې دده د تشویق لپاره یو لیک راولیږه چې دۍ یې پکې ډېر ستایلۍ و.
د ایلیټ یو ډېر مخکینۍ ملګرۍ او د هارورډ اېډوکېټ مدیر کانرډ اېکن چې په ۱۹۰۹ ع کال لندن ته ولاړ؛ نو د ایلیټ څو شعرونه یې اېزرا پاونډ ته وروښودل چې دۍ مشهور شي. خو اېزرا پاونډ دا شعرونه سرسري وکتل او بېرته یې کانرډ اېکن ته ورکړل . کله چې ایلیټ دده له دې عمل نه خبر شو ؛ نو خوخواشینۍ شو او خپل یوه ملګري ډبلیو اې ټنکم فرناندس ته یې یو لیک ولیکه چې د پاونډ لومړنۍ شاعري یې د ژړا ډکه بللې وه.
ایلیټ په کال ۱۰۱۰ ع کې له هارورډ پوهنتون څخه فارغ شو . وروسته فرانسې ته د سوربون پوهنتون ته ولاړ ، او پوره یو کال یې معاصر شعرا مطالعه کړل.
ایلیټ خپله د فرانسې د پاڅون کال یو خیالي کال وباله ځکه چې ده دا هوډ وکړ چې ډېر نظمونه به لیکی، او همدلته په (پاریس) کې به پاتې کېژي . تر دې چې د خپل اظهار ژبه به همدا فرانسوي ټاکي .
د فرانسې په دې خیالي کال ده بودلییر ، مېلارمې او لافورګ ښه مطالعه کړل. او دې نتیچې ته ورسېد ماته چې څرنګه شاعري پکار ده او هغه طرز چې ما بریالې کولۍ شي هغه انګلیسي نه بلکې همدا فرانسوي ده.
په ۱۹۱۱ ع کال هارورډ ته او په ۱۹۱۲ ع کال بویریا جرمني ته لاړ، نو پانلرنه یې ختیځې فلسفې او سانسکرېت ته شوه. پدې وختونو کې دۍ د اکسفورډ پوهنتون محصل و.
د لومړي نړیوال جنګ له پېل سره په ۱۰۱۴ ع کال کې دۍ له جرمني نه انګلستان ته لاړ . دا دایلیټ د ژوند هیښنده کال و، ځکه ده دا احساس کړه چې د ډېرې ارامتیا له امله وچ شوۍ او ډېره موده وشوه چې یوه کرښه یې هم نده لیکلې. له دې نه داسې اټکلکیږي چې دۍ له یوې پېښې سره مخ کیږي چې له امله یې ددده په شاعرۍ کې لحنیه او طنزیه برخه هم پیدا کیږي . ددې زمانې نه یې درې او ځینې مشهور شعرونه پاتې دي . له دې پرته ده د یوه فرانسوي شاعر پېچلۍ نظم په ډیر ښه شکل په انګلیسي ژباړلی دی . ایلیټ دا هر څه په لندن کې د خپل یوه فرانسوي ملګري اېډمنډ دوک په مشوره وکړ د ۱۹۱۴ ع کال په پسرلي کې ایلیټ د خپل مخکیني ملګري کانرډ اېکن سره کنګسټن ته ولاړ او د اېزرا پاونډ سره یې ملاقات وکړ ، خو دا ځل د پاونډ چلند بدل و.
ده په ډېره خوښۍ د ایلیټ شعرونه ولوستل او دی یې ډېر وستایه، ایلیټ یې څلوریځو لیکلو ته وهڅاوه او ورته یې وویل چې تیو فایل ګاتیر مطالعه کړي .
وروسته له دې به ایلیټ هر وخت له پاونډ سره سلا کوله دا هغه وخت وو چې ده له ډبلیو بي ییټس سره ولیدل. د اکسفورد پوهنتون نه ، په ادبیاتو کې تر ماسترۍ وروسته ده د ډاکټرۍ لپاره داخله واخیسته.
په ۱۹۱۵ ع کال ایلیټ د پي- اچ – ډي مقاله لیکلو وخت کې د ویلیم جیمز پروا هم ونکړه او د اېف اچ اې بربډلي فلسفانه افکار یې خپله موضوع کړه. البته بربډلي د ویلیم جیمز هغه افکار په ښکاره ډول رد کړل. دا بیا بېله کیسه ده چې د پي ایچ ډي د ډیزرټیشن وروسته ایلیټ د خپل دیپلوم اخیستلو لپاره اکسفورډ پوهنتون ته هیڅکله لاړ نه شو.
په ۱۹۱۵ ع کال دده مشهورد جي الفرډ پروفراک نظم چې مطلع یې د مینې نغمه وه په پویټري نامې مجله کې د امریکا په شیکاګو کې چاپ شو.
ده په همدې کال له یوې بریتانیوي نژادې نجلۍ سره چې ویون هایې نومېده واده وکړ.
او تر واده وروسته د ۱۹۱۵ ع کال د جولای په ۱۵ مه د تل لپاره په بریتانیا کې مېشت شو. هلته په تلو سره دۍ په مکتب کې ښوونکۍ شو او په لایټډ بانک کې یې په کار پیل وکړ. ده د خپل ژوند ډېر وخت د بلومز بري ګروپ له اې اېم فورسټر، ورجینا وولف، لیونارډ وولف، اېزرا پاونډ، جیمز جوایس، او وهاندم لویس سره تېر کړل او ډزر نظمونه یې ولیکل. په ۱۹۱۷ ع کال د ورلن ، میلارمې او لافورګ د اثارو تر لوستلو وروسته یې لومړۍ شعري ټولګه Prufrock and other observation په نامه چاپ شوه. چې بیا ډیره مشهوره شوه. پدې ټولګه کې لاندني شعرونه خورا مشهور دي :
۱- د جي الفرډ پروفراک د مینې نغمه The love song of J.alferd Prufrock
۲- د یوې مېرمنې انځور Portrait of a lady
۳- د بوسټون د ماښام خبرتیا The Boston evening transcript
۴- سرودونه (سندرې) the Preludes
۵- د یوې توپاني شپې ستاینه Rhapsody on a windy night
۶- ښاغلۍ اپولو نیکس Mr . apollinax
له ۱۹۰۹ نه تر ۱۹۱۲ ع په نظمونو کې یې د ورلن او مېلارمې د سبک نښې او د لافورګ د سپوږمۍ سمبول او طنز هم لیدل کیږي. له ۱۰۱۷ ع نه تر ۱۹ ۱۹ ع ټي اس ایلیټ د Egoist مجلې د مرستیال په توګه د مډلټن مري سره کار وکړ چې د شاعرۍ تر څنګ یې تنقیدي لېکنې هم چاپېدې.
د همدې وختونو یوه لیکنه پر اېزرا پاونډ وه چې (His metric poetry) نومېده.
د دې وخت یادکاري نظمونه:
۱- اووم سویني Sweeney Erect)
۲- د مېنې پاڼه (Gerontion)
۳- پخه هګۍ A cooking Egg))
۴- بربېنګ د بیډکور ملګرۍ Burband with a Beadekar))
خو په ۱۹۱۹ ع کې ایلیټ د خپل وخت د کره کتنې تر جاج وروسته له ځانه سره دا فکر وکړ چې هره پیړۍ وروسته ادب یوه داسې ناقد ته اړ وي چې له سره د ماضي د ادبي معیارونو جاج واخلي . تر دې وروسته دده تنقیدي لیکنه، Tradition and individual talent) ) دود او فردي وړتیا خپره شوه چې انګازه یې جوړه کړه . دا لیکنه تر افلاطوني اغېز لاندې پر رومانتیسیزم یوه ټکه وه چې راپرېوته.
په ۱۹۲۰ ع کې یې لومړنۍ کره کتنیزه ټولګه The scared wood چاپ شوه او په همدې کال دۍ د اینګلو کاتولیک مذهب ته واوښت .
په ۱۹۲۲ ع د خپلو ادبي نظریو د دودولو لپاره یوه درې میاشتنۍ مجله (The Criterion) په نامه خپروله چې ۱۷ کاله یې وچلوله .
د همدې مجلې په لومړنۍ ګڼه کې د اېزرا پاونډ له مشورې سره سم دده شهکار نظم کنډواله (The Waste Land) نشر شو. چې د لومړۍ نړېوالې جکړې د تباهۍ او د شلمې پیړۍ د ذهني اضطراب په تړاو ددې شهکار نظم په اوه اقتصاد پوه جان اسټریچي ویلي :
د ټي اس ایلیټ کنډواله د یوه حساس طبیعت لپاره د ټولنې د زوال پر وړاندې د غبرګون بریالۍ نمونه ده .
خو په کال ۱۹۲۵ ع دده کتاب Homag to John Dryden انګازه جوړه کړه . په ۱۹۲۵ ع ایلیټ د تشهیر / اعلانونو په یوه نوې اداره Faber and Faber کې شاکل شو چې عین تر ډایریکټرۍ پورې ورسېد.
په ۱۹۲۵ ع کې Anrow Marvell او The Hallow Man په نامه نظمونه یې هم چاپ شول .
په دې وختونو کې ایلیټ د نظم په لیکلو کې ډول ډول موضوعي او تخنیکي تجربې وکړې . په دې نظمونو کې دده یو نوۍ اړخ بریښي . چې ددې خبرې تصدیق د مبارکه چهار شنبه یا Ash Wednesday نظم کړۍ. نو په لومړي ځل دده مذهبي شاعري پیلیږي.
د دې وختونو مشهورنظمونه :
۱- ایني میلا (Animila)
۲- د پارسایانو سفر (Journey of the Magi)
۳- مرینا ( Marina)
۴- د لویې تیږې ثنا ( Choruses from the rock )
۵- کوریولن ( Coriolon )
همدا شان مشهوره کتابونه :
۱- Thoughts after lambeth (۱۹۳۱) ع
۲- The verse of poetry and the verse of criticism (۱۹۳۳) ع د شاعرۍ او کرټیسیزم استعمال
۳- Essays , Ancient and Modern (۱۹۳۴) ع پخوانۍ او اوسنۍ لیکنې
۴- The rock a pageant play (۱۹۳۴) ع د پرښې ننداره
په ۱۹۲۷ ع کې ایلیټ اعلان وکړ چې زه رومن کیتولیک یم او دا یې وویل چې : په ادب کې زوړپاله ، په سیاست کې د شاهي نظام غوښتړنکۍ او په مذهب کې رومن کاتولیک یم . او تر اخره ایلیټ پخپله دې خبره ولاړ و . تر دې وروسته یې خپله منظومه ډرامه Murder in the Cathedral ( په کلیسا کې قتل ) په ۱۹۳۵ ع کې ولیکله . تر دې وروسته Four Quarters د (څلور څلوریزې ) لومړۍ برخه Burnt Norton په ۱۹۳۶ ع کې دده د مذهب ښکارندوی وې.
له دې امله کره کتونکو ۱۹۳۶ ع کال د ایلیټ د ناکامۍ کال وګاڼه . خو ده یې په ځواب کې داسې وویل: شاید خلکو زما د خبرو په اورېدو سره خپلو غوږونو کې ګوتې ورکړې وي . ما ټول عمر په همدې موضوع تېر کړل او د تجربې له خپرېدو سره به مې افکار بدلېدل رابدلېدل . دې هرې مرحلۍ ته په کتو سره به زه مجبورېدم چې د حالاتو جاج واخلم .
د ټي اس ایلیټ په مذهبي شاعرۍ کې تر ټولو مهم اړخ څلور څلوریځې یا the four Quarters دي . چې د ۱۹۳۶ ع نه تر ۱۹۴۲ ع تر منځ مشهور وو. چې مشهور نظمونه یې دا وو :
۱- په ۱۹۳۶ ع کې Burnt Norton برنټ نارټن
۲- په ۱۹۴۰ ع کې East Coker ایسټ کاکر
۳- په ۱۹۴۱ ع کې the dry Salvagas وچې پناګاوې
۴- په ۱۹۴۲ ع کې Little Giding
دا دې واضح وي چې د Burnt Norton مشهورتیا په ۱۹۳۶ ع کې وه او په همدې کال د ده دوېمه شعري ټولګه��Collected poems هم چاپ شوه . په ۱۹۳۹ ع کې د ایلیټ دوېیمه مشهوره منظومه ډرامه The Family reunion وه . او د کره کتنې کتاب یې The Idea of a cristian society وه. دا داسې وخت دۍ چې ایلیټ له شاعرۍ نه منظومو ډرامو ته مخه کړه . همدا لامل و چې د ایلیټ څو نظمونه همداسې نیمګړي پاتې شول. خو دۍ له نقد سره پاتې شو .
په ۱۹۱۷ ع کې دده مېرمنه وفات شوه په ۱۹۴۸ ع کې دۍ د نړۍ غوره شخصیت وبلل شو، خو په ۱۹۴۸ ع کې ورته د بریتانیا حکومت د (ډي ارډر آف میرټ) او د سویدن د ادبیاتو اکاډمۍ د نوبل ادبي ډالۍ ورکړه.
په ۱۹۴۸ ع کې دده یو مهم کتاب د کلتور په اړه Notes Towards of a Definition of a culture ولیکل شو.
په ۱۹۵۰ ع کال د ایلیټ شعري کلیات او دده منظومه ډرامه The cocktail party د کاکټېل بنډار ( کاکټېل هغو شرابو ته وایي چې له څو ډوله شرابو څخه جوړ وي ) چاپ شو . ایلیټ د خپلې دې منظومې ډرامې په اړه داسې ویلي :
زما ډرامه (د کاکټېل بنډار) کله چې په لومړي ځل په سټېج وړاندې شوه نو ما ته څو میاشتې لیکونه راتلل . چې پکې ددې ډرامې د نوم د رڼاوي لپاره ډول ډول لیکنې شوې له دې لیکونو نه ښکارېدل چې لیکونکو له دې معما نه شګایت درلود . په ۱۹۵۴ ع کې منظومه ډرامه د پټو رازونو لیکوونکۍ (the confidential clerck) او په ۱۹۵۷ ع کې د نقد ټولګه پر شاعرۍ او شاعرانو (On poetry and poets) چاپ شوه . په ۱۹۵۷ ع کې ایلیټ له والري فلېچر سره واده وکړ، چې د ژوند تر پایه ورسره و.
د ایلیټ د منظومو ډرامو وروستۍ کړۍ مشر وزیر (The eider Stateman) وه چې په ۱۹۵۹ ع کې وه . او د نقد وروستۍ ټولګه په ۱۹۶۵ ع کې کره کتونکۍ او کره کتنه (The criticise the critic) وه.
ایلیټ په ۱۹۶۴ ع کې ډېر ناروغ شو. د جنوري په ۴ په ۱۹۶۵ ع کال په لندن کې ومړ. تر مرګ وروسته یې له وصیت سره سم خلکو وسوځاوه ، او ایرې یې د انګلستان ایسټ کاکر سمرسټ په هغه سیمه کې ښخې شوې ، چې نیکه یې ترې په ۱۷ پیړۍ کې هجرت کړی و.