د استاد عبدالرحمن خان بابي، بريالي خان بابي، غرڅني خان بابي، شهيد عبدالهادي خان بابي او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د مخکښيني رئيس شهيد عبدالمجيد خان بابي او د پښتو د خواخوږي او زړۀ سواند ليکوال، شاعر او سندرغاړي لطيف جان بابي د مور د مړيني له کبله دوستانو ته خبر ورکول کيږي چي جنازه د دوشنبې په ورځ د ١٣٩٣لمريز کال د وري د مياشتي پر ١١ نېټه د کندهار د بابيابو په پلارنۍ هديره کښي خاورو ته سپارل کيږي او پاتا يې په درو شنبې(سه شنبې) د ١٣٩٣ لمريز کال د وري د مياشتي پر دوولسمه نېټه د کندهار ښار په موى مبارک جامت (مسجد) کښي د سهار له لسو بجو څخه د ماپښين تر دوو بجو پوري اخيستله کيږي.

 د اړيکو شمېري په کندهار کښى 93 700 325 684 استاد عبدالرحمن خان بابى 93 700 325 243 بريالى خان بابى برېښناليک [email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *