تاند- په بریتانیا کې څېړونکو د پارسلونو د رسولو لپاره خورا دقیق ډرون یا بې پېلوټه الوتکې جوړې کړي دي.

دا الوتکې، پارسل خپل خاوند ته په مستقیم ډول رسوي او له هیڅ راز ستونزې سره نه مخامخ کېږي.

دا بې پېلوټه الوتکې (DelivAir) نومېږي او د جي پي ایس په وسیله د پارسل د ترلاسه کوونکي ادرس د هغه د موبایل ټېلفون له لارې مومي.

په حقیقت کې دا الوتکې د پارسل د ترلاسه کوونکي څرک د هغه د موبایل له لارې لګوي.

دا ډرون د درې بعدي یا 3D عکس اخیستلو په ټکنالوژۍ هم سمبال دی او په دې وسیله د پارسل د خاوند په هویت کې د شک ځای نه پرېږدي.

کله چې ډرون د پارسل د خاوند ځای ته ورسېږي، هغه ته پکار ده چې د خپل موبایل ایل اي ډي فلش د اسمان لور ته ونیسي چې ډرون یې وپېژني او پارسل وروسپاري.

دا الوتکه د کمبریج کنسلټنټس (Cambridge Consultants) انستیتیوت څېړونکو جوړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *