نصیراحمد مصلح

پارلمان یا ملي شورا د مقننه قوې یا قانون جوړوونکې قوې په نامه یادېږي او د دولت له درېیو اساسي رکنونو څخه چې عبارت دي له (قضایه قوه، آجراییه قوه او مقننه قوه) یو رکن تشکېلوي.


د پارلمان دنده د قوانینو وضعه کول او تصویبول دي. پارلمان په اصل کې هغه ځای ته ویل کېږي چې هلته د ملت (خلکو) استازي یا وکیلان راغونډ شوي وي او د ټول هېواد په سطحه تصمیمونه نېسي. پارلمان د قانون جوړوونکې قوې په توگه په پرمختللي نظامونو کې د ډیموکراسۍ یو اساسي رکن دی. په لغوي لحاظ، د پارلمان – Parliament کلمه اصلأ یوه فرانسوي کلمه ده او هغه ځای ته ویل کېږي چې هلته د خلکو استازي پر ملي موضوعاتو خبرې، بحث او مشورې کوې او قوانین تصوېبوي.

د افغانستان د ۱۳۸۲ل کال د اساسي قانون د ۸۱مې مادې لومړۍ فقره ملي شورا یا پارلمان داسې تعریفوي: (د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورا د ستر تقنیني اورگان په توگه د افغانستان د خلکو د ارادې ښکارندویه ده او د ټول ملت نمایندگي کوي)

د افغانستان ملي شورا یا پارلمان له دوو جرګو (ولسي او مشرانو) څخه جوړ شوی دی. همدا راز پارلمان د ملت کور په نامه هم یادېږي، ځکه چې دلته ټول استازي د ملت نمایندگان وي او پر هغه موضوعاتو باندې بحث او خبرې کوې، چې ملي او د ټول ملت پورې اړه ولري.

د اساسي قانون د څلورمې مادې په اساس په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چې په مستقیم ډول یې په خپله یا یې د خپلو استازیو له لارې عملي کوي. د افغانستان خلک ملي حاکمیت له دوه لارو څخه عملي کوي، یو په مستقیمه توگه د جمهور رئیس په ټاکلو سره او بل په غیر مستقیمه توگه، د خپلو استازو په ټاکلو سره په ملي شورا کې، چې دلته ملي شورا یا پارلمان د ملت د ملي حاکمیت په نامه هم یادېږي.

پارلمان د لومړي ځل لپاره له نن څخه کابو ۹۰۰ کلونه پخوا په برېټانیا کې رامنځته شوو، چې د باچا د خبرو او مشورو ځای وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *