تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، ځینې وکیلان بهرنیانو ته د تېلو رسولو له فساده ډکو قراردادونو ک لاس لري او دوی یې په اړه پلټنې روانې کړې دي.

 وکیلان وايي، ځینې د ولسي جرګې همکاران داسې دي چې د ورځې زرګونه لیټره تېل د بهرنیو ځواکونو د قرارداد په نوم بې ګمرکه هېواد ته راننباسي او بیا یې په ازاد بازار کې پلوري.

 د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي همدا خبره کوي او وايي، ګڼ شرکتونه داسې دي چې د نړیوالو ځواکونو، ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په نوم تېل في لیټر په ۲۴ افغانیو واردوي: (( بهرنیانو ته د تېلو په وارداتو ګمرکي مالیه نشته، له همدې ځایه فساد پيلېږي او له ملي بودیجې څخه پيسې شخصي جیبونو ته ځي، په دې کې ځینې وکیلان او حکومتي چارواکي لاس لري.))

 ښاغلی اصولي پر نورو وکیلانو غږ کوي چې د وکیلانو نوم دې بدنامۍ ته نه پرېږدي او په دې اړه دې پلټنې وکړي.

د ولسي جرګې بل غړی ګل رحمان همدرد هم وايي، چې له ۱۸ کلونو راهیسې یو شمېر مافیاوي کړۍ د بهرنیو ځواکونو په نوم له ګمرکي مالیې پرته تېل واردوي او عام بازار کې یې پلوري: (( زه یې نوم نه اخلم خو دا مافیا په ولسي جرګې کې دننه ده.))

 د ولسي جرګې بل غړی ضیاالرحمن کشمیر وايي، هره ورځ ۵۰ زره لیټره تېل هېواد ته بې ګمرکه جواز لري، خو مافیاوي کړۍ ۱۰۰ زره لیټره تېل راوړي او عام بازار ته یې وړاندې کوي: (( مافیاوي کړۍ له دې لارې هره ورځ ملیاردونه افغانۍ غیر قانوني ګټه وړي.))

یاد وکیلان وايي، دا موضوع یې تېره ورځ په ولسي جرګه کې هم مطرح کړې ده، چې د ولسي جرګې د مشر میررحمان رحماني لخوا اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې تر څو د جرګې د دویم مرستیال احمدشا رمضان په مشرۍ دا موضوع وڅېړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *