د بریتانیا پارلمان

پارلمان دفرانسوي کلیمي د Parler څخه څخه اخیستل شوي چې مانا یې To talk یعنې خبرې کول دي، پارلمان د ملت یا خلکو لخوا انتخاب شوي نمایندګان دي چې د یو معین وخت لپاره ټاکل کیږي، او په حکومت کې دمقننې قوې په حیث دنده اجرا کوي، پارلمان د لومړي ځل لپاره په ۹۳۰ کال په ایسلنډ کې رامنځته شو.

په افغانستان کې دوه مقننه مجلسونه( ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د قانون جوړونې تر ټولو لوړ ارګانونه دي چې د ولس د ارادو څرګندوونکي او دغه شان د ټول ملت استازي دي.

داساسي قانون (۸۱ ماده ). د ۲۰۰۴کال داساسي قانون پربنسټ ملي شورا یا پارلمان له دوو مجلسونو څخه جوړ دی یعنې مشرانو جرګه او ولسي جرګه، ملي شورا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۵کال په ډسمبر کې دانتخاباتو په پایله کې خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړه.

د ولسي جرګې غړي د پنځو کالونو لپاره د ازادو، نیغو او پټو رایو اچونې له لارې دولایتونو په ټاکنیزو حوزو کې ټاکل کیږي، ولسي جرګه ۲۴۹ څوکۍ لري او څوکۍ د ولایتونو ترمنځ دنفوس په اساس ویشل شویدي، د ملي شورا غړي باید افغاني تابعیت ولري او یا تر نوماند کیدو، ټاکل کیدو یا مقرریدو لس کاله وړاندې یې د افغانستان تابعیت ترلاسه کړی وي.
په یو وخت کې ددواړو مجلسونو ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیتوب ناشونی دی، او د ملي شورا غړي دجرمونو له قانوني تعقیب څخه خوندي ندي.

دقوانینو او پالیسو مسوده د ولسمشر ددفتر، وزارتونو او یا ملي شورا له لاري ترتیبیږي او ددواړو مجلسونو له تصویب اود ولسمشر له توشیح وروسته دقانون په توګه منل کیږي.

داساسي قانون له ۹۰مي مادې سره سم ملي شورا لاندې دندې لري:

۱ – دتقنیني فرمانونو او قوانینو لغوه، تصویب او یا تعدیل.
۲ – داقتصادي، کلتوري، ټولنیزو، تکنالوژیکي او پراختیایي پلانونو تاییدول.
۳ – ددولتي بودیجې تایید او د پورونو دبښلو یا ورکولو اجازه.
۴ – د اداري واحدونو رامنځته کول، لغوه کول او یا تعدیلول.
۵ – د نړیوالو معاهداتو منل اوله نړیوالو معاهدو سره دافغانستان پیوسته کیدل یا د پیوسته کیدو له فسخه کیدو سره موافقه.
۶ – نور په اساسي قانون کې مندرج واکونه او صلاحیتونه.

ـ که ولسمشر د ملي شورا له مصوبي سره موافق نه وي، کولی شي دغه مصوبه د تقدیم له نیټې وروسته د پنځلسو ورځو په ترڅ کې د موجه دلایلو له یادولو سره ولسي جرګې ته بیرته رد کړي.

– ددغه مودې په سرته رسیدو سره اویا هغه وخت چې ولسي جرګه دغه مصوبه دوهم ځل د ټولو غړو دوو ثلثو اراو باندې تصویب کړي مصوبه توشیح شوی بلل کیږي او نافذه ده.

د پارلمان وکیل یوازې د هغو خلکو وکیل ندی چې دته یې رایه ورکړيده، بلکې د ټولو افغانانو وکیل او نماینده ده، خو بدبختانه چې دلته وکیل صاحبان یوازې هغو خلکو سفارش او کار کړي چې دده نږدې انډیوالان او یا دده سره یې په انتخاباتو کې منډې ترړې کړي وي، دلته معیار دادی چې ښه وکیل او تکړه وکیل هغه څوګ دی چې په تلویزیون او مطبوعاتو کې ښې خبرې وکړی شي، په وزارتونو کې دخلکو غیر قانوني کارونه د څو ورځو په ځای په څو ساعتونو کې خلاص کړي، اګر که د قوانینو تصویب، دبودیجي تایید… او نورو مهمو پریکړو کې شتون ونلري او په دوبی، هندوستان….. او یوروپ کې په چکرو بوخت وي.
عبدالروف عارف

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *