د فرانسې پولیس

تاند – د فرانسې د پلازمېنې پاریس د مشهور موزیم لوور /Louvre/ مخې ته یوه کس چې غټه چړه ورسره وه په یوه پولیس حمله وکړه او سرسري یې ټپي کړ.

ویل کیږي چې ترهګر غوښتل موزیم ته دننه لاړ شي.

په مقابل کې بل پولیس په وسله وال ترهګر ۵ ډزې وکړې او له پښو یې وغورځاوه. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د فرانسوي چارواکو له قوله لیکي چې وسله وال د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.

د لوور موزیم مخه

د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي، یو بل کس یې هم له ترهګر سره د ارتباط په تور نیولی دی.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چې بریدګر د برید پر وخت د الله اکبر چیغه وکړه.

لوور د پاریس له مشهورو موزیمونو څخه دی چې د نړۍ یوه عجوبه/مونا لیزا/ هم په کې موجوده ده. ویل کیږي چې د حملې پر وخت خواوشا ۱۰۰۰ کسان په موزیم کې دننه د لرغونو شیانو په ننداره بوخت ول او نژدې ۲۵۰ کسان د موزیم بهر د سودا اخیستنې په هغه ځای کې موجود ول چې حمله په کې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *