تورګل داڼی 

د خوشالۍ خبر دا دی چې اوس زموږ پاسپورټ کمپیوتري شوی دی.لاندې سپارښتنې د سیستم لا ښه کولو له پاره دي او پلي کول یې  کوم ګران کار نه دی. که څه هم ځینې سپارښتنې د پاسپورټ ډیزان په اړوند دي او کیدای شي تغییرات په کې ژر را نه وړلی شي ځکه دا په هغه ډونرانو پورې هم اړه لري چې د پاسپورټ د پروژې له پاره يې فنډ ورکړی و. خو زه په دې اند یم که په قانع کونکی ډول له ډونرانو سره شریکې شي، نو کیدای شی دوي يې ومني او پاسپورټ په ډیزان کې به د تغیراتو له پاره فنډ ورکړي.

 ځینې سپارښتنې په ډونرانو پورې اړه نه لري او د پاسپورټ ریاست يې د کورنیو چارو وزارت سره په هم غږۍ په  اسانه ډول پلي کولای شي. دا سپارښتنې دي او نیوکې نه دي او په دې هیله يې شریکوم چې کیداي شي د پاسپورټ ریاست، د کورنیو چارو وزارت او اړونده چارواکي به پرې غور وکړي.

لومړۍ سپارښتنه:‎د پاسپورټ ریس د هر پاسپورټ په 47 پاڼه کې ټاپه لګوي او امضاء هم کوي. څرنګه چې 47  پاڼه د ویزې پاڼه ده، نو یوه پاڼه  هسې خرابوي. که بیا هم ټاپه  لګوي او امضاء  کوي، نو ددې له پاره سمه پاڼه د پاسپورټ دویمه پاڼه (د صدور مرجع) ده او نه 47 مه پاڼه.  بله دا چې کیدای شي ډیر هیوداونه  داسې ګمان وکړي چې دا د کوم یو هیواد ویزه ده او یا کیدای شي 47 مه پاڼه هیڅ و نه ګوري ځکه چې اړين مالومات باید د عکس د پاڼې (بایوپیج) چې (MRZ- Machine Readable Zone)هم لري کې وي او یا په دویمه پاڼه کې وي.  په کمپیوتري  پاسپورټ کې د ټاپې اړتیا نشته. او که بیا هم ریس امضاء او ټاپه لګوي نو کولا ي شي چې په ډیجټلې ډول يې وکړې.

دویمه سپارښتنه:د پاسپورټ څلورم مخ ته هیڅ اړتیا نشته. زه نه پوهیږم چې ددې پاڼې څه ګټه ده.د پاسپورټڅلورم مخد پاسپورټ تمدید له پاره ده. نو دا چې کمپیوتري پاسپورټ د پینځو کالو له پاره ده او هیڅ نه تمديږي نو ددې تمدید پاڼې ته څه اړتیا وه. هسې يې په پاسپورټ کې یوه پاڼه خرابه کړې ده چې هیڅ په کار نه راځي.بل دا چې د پینځو کلنو وروسته د پاسپورټ تمدید ځکه بیکاره ده چې اول خو د پاسپورټ پاڼې په دومره وخت کې خرابیږي او بل دا چې د پاسپورټ لرونکي په څیره کې په پینځو کلونو کې تغیر راځي او باید نوی عکس واخلي او هم نوی پاسپورټ. دا پاڼه به يې د ویزې پاڼه کړې وه. .

دریمه سپارښتنه: همدارنګه د پاسپورټ څلورمې او پینځمې پاڼې ته څه اړتیا وه. دا پاڼې له پخواني پاسپورټ نه راخیستل شوي دي او د فامیل غړو له پاره دي (په پخواني پاسپورټ کې ماشومان به د مور په پاسپورټ کي وو او یا به د سړي پاسپورټ کې د هغه د ښځي عکس و. فامیل کولای شول چې په يو پاسپورټ سفر وکړي)، نو اوس چې د یوې ورځې ماشوم هم وي نو باید ځان ته کمپیوتري پاسپورټ واخلي، نو د تمدید دې پاڼو ور زیاتولو څه ګټه وکړه؟ له دې امله د پاسپورټ دوه پاڼې بیکاره شوې.  که  بیا هم د پاسپورټ ریاست د فامیل له پاره یو کمپیوتريپاسپورټ (چې شونی نه ښکاري) جوړ کړي او دا پاڼې وکاروي، ډیرو هیوادونو ته دا کار د منلو وړ نه ده او هغوي د هر یو کس (که د یوې ورځې ماشوم هم وي) له پاره جلاپاسپورټ غواړي.

څلورمه سپارښتنه: ډیر خلک اړ دي چې کمیشن کارانو ته رشوت ورکړي چې پاسپورټژر تر لاسه کړي. ددې یو ښه حل به دا وي چې د پاسپورټ ریاست ددوچنده او ان درې چنده فیس په اخیستلو سره پاسپورټ عاجل ورکړي. د بیلګې په توګه که یو کس پاسپورټ په یوه ورځ (دا هسې یوه بیلګه ده او د پاسپورټ ریاست به د خپلې وړتیا سره سم د عاجل پاسپورټ وخت وټاکي) کې غواړي نو باید درې چنده فیس )‎16500)افغانۍ ورکړي او که په دوه یا دریو ورځو کې يې غواړي نو دوه چنده (11000) افغانۍ ورکړي. او څوک چې نورمال فیس 5500  افغانۍ ورکړي نو په عادي ډول یعنې چې په ټاکلي وخت (که یوه اونۍ وی او یا لس ورځې وي) ورکړي. د پاسپورټ په فورمه کې دې د عاجل فیس خانه ور زیاته کړي.

 د دې به درې ګټې وې. لومړی به پیسې د دولت خزانې ته ځي او نه کمیشن کارانو ته. ځکه چې خلکبهپه دې پوه وي چې کولای شي په دوه یا درې چندې فیس په ورکولو سره پاسپورټ ژر تر لاسه  کړي، نو کمیشن کارانو ته به رشوت نه ورکوي. دویم به دا کار په قانوني ډول وي.

دریم څوک به شکایت هم نه شي کولای چې ځینې کسان پاسپورټ ژر اخلي او ځینې ته ناوخته ورکول کیږې. د پاسپورټ ورکولو وخت به د فیس سره سم ټاکل کیږي او چې څومره فیس ډیر وي هغومره به پاسپورټ ژر ورکول کیږي. دا سیستم په ډیرو هیوادونو کې ده. ډیر داسې افغانان شته چې دوه/درې چندې فیس ورکولو ته به تیار وي ددې په ځای چې د پاسپورټ اخیستلو له پاره څو ورځې انتظار وکړي او یا په هوټلونو کې ورته شپې وکړې، په همغو پېسو به پاسپورټ تر لاسه کړي.

پینځمه سپارښتنه: زموږ پاسپورټ 48 پاڼې (یواځي 40 پاڼې يې د ويزې له پاره) لري خو ځینې داسې کسان شته چې ډیر زیات سفر کوي او د پاسپورټ د ختمیدو له نیټې مخکې يې د پاسپورټ پاڼې ډکې شی. نو د پاسپورټ اخیستلو وخت کې باید په فورمه کې دا لبکل شوي وي چې ایا د 48 او یا 96 پاڼو پاسپورټ غواړئ. د 96 پاڼو د پاسپورټ فیس به زیات وي او زه په دې ډاډه یم چې چاته په کار وي نو زیات فیس هم ورکولای شي

. که چیرته د 96 او زیاتو پاسپورټ امکان نه لري، نو که د چا د پاسپورټ پاڼې د پاسپورټ  وخت ختیمدو نه مخکې ډکې شي، نو باید د پاسپورټ ریاست نوي پاسپورټ پرته له کوم فیس اخیستلو ورکړي او د ختمیدو نیټه به يې همغه وي چې کومه يې په اولني پاسپورټ کې وي. د بیلګې په توګه یو کس د پینځو کالو پاسپورټ اخلي او د پاسپورټ د ویزې ټولې پاڼې په درې کالو کې ډکیږې، نو د پاسپورټ ریاست باید پرته له کوم فیس د پاتې وخت له پاره باید د  دوو کلنو له پاره پاسپورټ ورکړي ځکه چې اولنی پاسپورټ یې لا ختم شوی نه دی خو یواځې پاڼې يې ډکې شوي دي. دا د هغه کس ګناه نه ده چې ډیر سفر کوي. دا سیستم  په نورو هیوادونو کې هم شته.

شپږمه سپارښتنه: د زیږدنې نیټه په پاسپورټ کې ډیره مهمه ده. هغه کسان چې د زیږدنې نيټه ورته مالومه وي او یا زده کوونکي وي او یا په اسنادو کې يې د زیږدنې نيټه لیکل شوې وي، نو باید چې همغه نيټه ورته په پاسپورټ کې ولیکل شي. میلادي کال ډیر مهم دي که هجري شمسي که ورته هره نيټه لیکي خو باید چې د پیدا کیدو نيټه په عیسوي میلادي کال کې د پاسپورټ د عارض له غوښتنې سره سم ولیکي.

 ددې درې دلیلونه دي. لومړۍ پاسپورټ له هیواده د باندې پکاریږې او په نوره دنیا کې خلک میلادي کال ته ګوري او نه هجري شمسي ته.  دویم دا چې د پاسپورټ ریاست په ډیټابیس کې هجري شمسي کال میلادي کال ته بدلولو له پاره چې کوم سافټ ویر کاروي، کیدای شي هغه هم په سهي ډول نيټه  له هجري شمسي نه میلادي ته نیټه سمه بدله نه کړې. دریم دا چې په افغانستان کې تر څو کمپوتري تذکرې نه وي جوړې شوې نو په پاسپورټ کې د زیږدنې نیټه کې باید د پاسپورټ ریاست ګوزاره وکړي او که پاسپورټ اخیستونکي کوم سند ورته وښايې، نو باید د زیږدنې نيټه يې د هغه له مخې او یا د عارض په خوښه ولیکي.

اوومه سپارښتنه: که شوني وي نو په راتلونکې چاپ کې د پلار نوم د پاسپورټ د عکس په پاڼه کېور زیات کړای شي. که څه هم د ډیرو هیوادونو پاسپورټونو کې د پلار نوم نه لیکل کیږي، نو د افغانستان له پاره دا اړين ده.دبیلګې په توګه د متحده عرب امارات اوس په هغو پاسپورټونو ویزه نه ورکوي چې د پلار نوم په کې نه وي. او بل دا چې که یو افغان پلار او یا مور له ځانه سره  خپل ماشوم بل هیواد ته بیايي ، نو په پاسپورټ کې داسې څه ثبوت نشته چې وښايې د ماشوم پلار او یا مور څوک ده. تذکره يواځې د هیواد د ننه کارول کیږي او ډیر ماشومان شاید د زیږیدنې سند و نه لري.

 که څه هم د پاسپورټ ریاست اوس یوه جلا پاڼه په پاسپورټ کې زیاتوي چې د پلار نوم په لیکل شوي وي، خو دا کار ډیر منفي اړخونه لري. اول خو د ویزې یوه پاڼه له منځه ځي ځکه چې هغه ورقه د پاسپورټ د ویزې په پاڼه کې نښلوي او پاسپورټ لرونکي ته هسې په پاسپورټ کېد ویزې پاڼې کموي او د پاسپورټ لرونکي په دې هیڅ ګناه نشته. هغه پوره پیسې ورکوي او حال دا چې په پاسپورټ کې د ویزې پاڼې نورې هم کمیږي. دویم دا چې په هوايي میدانونو کې د امیګریشن مامورین کیدای شي د پاسپورټ لرونکي مالوتو له پاره یواځې د عکس ( biopage ) پاڼه وګوري او هلته به د پلار نوم نه وي او هغه پاڼه هيڅ و نه ګوري چې د پلار نوم په کې لیکل شوي ځکه په کمپوتري پاسپورټونو کې تر ټولو مهمه پاڼه د عکس  پاڼه چې  Machine Readable Zone  ده.

 دریم دا چې کیدای شي د نړیوالو هوايي میدانونو کارکوونکي دا ګومان وکړي چې دا به د کوم هیواد ویزه وي. څلورم دا پاڼه سپین رنګ لري او یو ډول بدله مالومیږي په تیره چې دوي دا وګوري چې په ځینو پاسپورټونو کې شته او په ځینو کې شته. پینځم په دغه پاڼه کې يې انګريزي هم سمه نه ده لیکلې او د شهرت ژباړه یې (fame یانې مشهوتیار) لیکلې چې د هغه شهرت (identification) چې دوي ترې مراد دی، نه دی. دا نور شک زیاتوې چې په یو رسمي سند یانې پاسپورټ کې دا ډول غټه تیروتنه شوې. دا په یو پاسپورټ کې نه ده بلکې په مسلسل ډول روانه ده. دا چې د پاسپورټ ریاست دا مالومات په یوه عادي پاڼه کې پرنټ کوي، نو کیدای شي دا سم کړي.

 که څه هم دا پاسپورټ ورته  د استرلیا دولت ډیزاین کړي و، خو دا چې په پاسپورټ کې څه څه شامل وي ، دا د هغهې ډلې کار و چې د افغانستان دولت لخوا ورته معرفي شوي او له پاسپورټ نه داسې مالومیږي چې د افغانستان له خوا معرفي شوي ډیرې کسانکیدای شي یا به پوره مسلکي نه وواو یا بې پروا چې ډیرو وړو وړو ټکو ته يې پام نه دی شوي او په هغه کي یو په پاسپورټ کې د پلار نوم دی. که دوي په دې اند وي چې د پاسپورټ د عکس په پاڼه کې د پلار نوم له پاره ځای نشته، نو کولای شول چې ځینې نور مالومات چې اړین نه دي (د بیلګې په توګه تابعیت) د هغو پر ځای يې د پلار نوم لیکلی وی او که دا دلیل یې و چې د نوروه هیوادنو پاسپورټونو کې د پلار نوم نشته، نو د هم سم دلیل نه ده ځکه موږ له پاره د پلار نوم مهم دي. ان دا چې د پاکستان په کمپیوتري پاسپورټ کې هم د پلار نوم شته او دا په ګوته کوي چې د پلار نوم په پاسپورټ کې ډیر ځینې هیوادونو له پاره ډیر مهم ده.

پینځم دا چې يوه غټه ستونزه دا ده چې کله د پاسپورټ ریاست یا بل کوم ریاست او یا کوم سفارت د افغانستان پاسپورټونه توزیع کوي، نو د پاسپورټ لرونکي نوم په زوره اخلي او څرنګه چې په پاسپورټ کې د پلار نوم نشته، نو که د څو کسانو نومونه یو شان وي، نو کیدای شي دوي ټول به ور لاړشي. یوه ورځ په کابل کې په یو سفارت کې وم او چې کله پاسپورټونه يې توزیع کول نو هغه کس به وویل چې (میرویس)، نو هر هغه کس چې نوم به يې میرویس و، را ولاړ به شول او بیا به پاسپورټ توزیع کونکي ورته پاسپورټ ښکاره کړ او د عکس له مخې به د پاسپورټ اصلي خاوند پاسپورټ واخیست. که څه هم په پاسپورټ د کورنۍ نوم شته، خو کیدای شي ډیر خلک همغه نوم ولري ( دبیلګې په توګه احمدزی، پوپل، حیدری)، خو داسې به ډیر کم کسان وي چې د دوي نوم او د پلار نوم هم یو شان وي.

اتمه سپارښتنه: د پاسپورټ ریاست د کورنۍ نوم (Surname) باید هغه وخت ولیکل شي که څوک کورنۍ نوم لري. که یو کس غواړي چې د نوم یوه برخه يې په نوم (Given name) او یوه برخه يې د کورنۍ نوم کې ولیکلشي، د پاسپورټ ریاست خلکو ته واي چې نه شی کولای په تذکره کې نیم نوم د نوم (Given name)په ځای کې او نیم د کورنۍ نوم کې ولیکی.

 دا درې ستونزې پیدا کوي. لومړی دا چې په تذکره کې د کورنۍ نوم نه لیکي او پاسپورټ پرته له کورنۍ نوم نه ورکوي. په دې ډول په تذکره او پاسپورټ کې نوم بیا یو شان ته نه وي. دویمه ستونزه دا وي چې هغه کسان چې د زده کړې اسناد لري نو هغه يې د تذکري له مخې جوړ شوي او (یا د پخواني پاسپورټ له مخې چې په هغه کې که څه هم د کورنۍ نوم و، خو د هغه په ځای به يې د پلار نوم لیکلو) په هغو کې کورنۍ نوم نه وي او حال دا چې په پاسپورټ کې د کورنۍ نوم وي.

 دریمه ستونزه دا ده چې که چا پخواني په قلم لیکل شوي پاسپورټ درلود او پر هغه يې سفر کړي وي، نو اوس که نوي کمپوتري پاسپورټ واخلي نو نوم به يې بدل وي ځکه چې په پخوانیو پاسپورټونو کې يې د کورنۍ نوم په ځای د پلار نوم لیکلو او په اوسني پاسپورټونو کې د پلار نوم نه لیکي او د کورنۍ نوم لیکي. دا نور شک زیاتوي او که نوموړي کس د کوم سفارت نه پخوا ویزه اخیستي وی نو د هغوي په سیستم که به يې په پاسپورټ کې اوسنی د کورنۍ نوم د پخواني نوم سره توپیر ولري. او ددې له پاره کوم قانع کونکي ځواب هم ونه لرو.

 يواځې هغه ښځې به ځواب ولري چې د پخواني پاسپورټ نه وروسته یې واده کړي او دوی به دا دلیل وړاندې کړي چې له واده وروسته یې د کورنۍ نوم بدل شو. خو هغه واړه ماشومان او ناوده کړي به څه قانع کونکي ځواب ورکړي؟  بله ستونزه دا ده چې ډیرې کورنۍ په افغانستان کې ښايې د کورنۍ نوم (Surname) یو شان ته ونه لري او که د يوې کورنۍ په پاسپورټونو کې د کورنۍ نوم یو شان نه وي نو د ا به د ویزې اخیستلو او ان د سفر کولو وخت کې ډیرې ستونزې پیدا کړې.

 حل يې دا ده چې د تذکرې نوم دې دوه ځایه کړي او نیم نوم دې د نوم په خانه کې او نیم دې د کورنۍ نوم په خانه کې ولیکي. او که د چا نوم (د بیلګې په توګه د زمري نوم) دوه ځایه نه کیږي، نو په پاسپورټ کې د کورنۍ نوم خالي پریږدي او یا دې دوه وارې (زمری)ولیکي.

نهمه سپارښتنه:کله چې‎ یوه کورنۍ د ماشومانو له پاره پاسپورټ اخلي نو د پاسپورټ ریاست کارکوونکي د پاسپورټ اخیستونکي (یانې د ماشوم) امضاء دوي په خپله کوي او دامضاء په ځای د ماشوم نوم لیکي. دا ډیرې ستونزي لري ځکه چې اول خو هغه امضاء د هغه ماشوم خپله نه ده او بله دا چې که دا ماشوم غټ هم شي کیدای شي په هغه ډول امضاء ونه کړي. بله دا چې هغه څوک چې په دري او يا پښتو نه پوهیږي هغه به ګومان کوي چې یا دا ماشوم امضاء کړې ده او یا د ماشوم پلار یا مور او یا قانوني وکیل. ښه به دا وي چې له د ماشومانو په ځای د هغوي پلار او یا موراو یا ولي امضاء وکړي او یا د ماشوم ګوته ولګوي او یا هغه خانه بیخي خالي پریږدي.

لسمه سپارښتنه: د افغانستان د هرعادي پاسپورټ د ګڼې په سر کې د انګریزي توری(O) راځي چې د (Ordinary) یانې عادي مانه ورکوي. دا (O) باید غټ (Uppercase) ولیکل شي، حال دا چې د پاسپورټ د عکس په پاڼه کې چې تر ټولو مهمه پاڼه ده په وړو تور لیکل شوي او په پاتې نورو پاڼو کې غټ لیکل شوی ده. د پاسپورټ ګڼې چې ډیری وخت(Alphanumeric) یانې توري او عددونه لري، نو باید توري یې د انګریزي په غټو تورو ولیکل شي او نه په وړو.

 که د ډیزاین په وخت کې افغاني ډلې دلیل دا و چې باید د(O) توري په وړو تورو ولیکل شي چې له صفر سره یې توپیر وشي ځکه چې له ده توري وروسته کیدای شي صفر راشي، نو دا هم یو قانع کونکي دلیل نه دی ځکه چې په چاپ کې د (O)   توری او د صفر ( 0 ) توپیر له لرې مالومیږي. که څه هم دا یوه وړه نقطه ده، خو د یو رسمي سند لکه پاسپورټ له پاره دا مهمه ده چې وړو ټکو ته باید پام وکړي.

یوولسمه سپارښتنه: دا یو تخنیکي موضوع ده. زموږ په پاسپورټ کې تابعیت افغان لیکل شوی ده چې زما په اند په پاسپورټ کې د تابعیت لیکلو ته هیڅ اړتیا نه وه. لکه چې ما مخکې وویل د تابعیت خانې په ځای به يې د پلار نوم لیکلی و. که بیا هم په راتلونکي وخت کې دوي په ډیزاین کې د پلار نوم او تابعیت ته ځای ورکولی شي، نو ښه خبره ده. دا یوه تخنیکي موضوع ده او د احساساتو نه ده. دلایل يې دادي:

 لومړې د هر هیواد د پاسپورټ په پوښ یې د هغه هیواد نوم لیکلی وي او پاسپورټ یوازې هغه چاته ورکول کیږي چې د هغه هیواد تابعیت ولري. پاسپورټ په خپله د تابعیت سند ده او په نړيوال ډګر کې له پاسپورټ قوی سند نه شته. نو دا چې افغانستان د پاسپورټ په پوښ یې لیکلی دي چې (د افغانستان اسلامي جمهوریت پاسپورټ) نو دا کافي ده چې د پاسپورټ لرونکي تابعیت افغان دی. که پاسپورټ لرونکی دا نه مني چې دی افغان دی، په نړیوال هواي میدانونو کې ورته افغان ولیکل کیږي. دویم دلیل دا دی چې افغان پاسپورټ هغه چاته ورکول کیږي چې هغه افغان وي نو بیا د تابعیت لیکلو ته څه اړتیا شوه.

 دریم دلیل دا دې چې پاسپورټ له هیواد څخه د باندي پکاریږي او نه د هیواد د ننه. نو په خپله یواځې پاسپورټ او دا چې په پاسپورټ ستا د هیواد نوم لیکل شوی دی، دا کفایت کوی او ستا د تابعیت نماینده ګي کوي. څلورم دلیل دا دی چې ګمان نه کوم چې پرته له افغانسان څخه د کوم بل هیواد په پاسپورټ کې دې تابعیت لیکلی وي.

دولسمه سپارښتنه: پاسپورټ د پینځو کلنو له پاره ورکول کیږي. که چیرې یو کس ډیر سفرونه کوي او غواړي چې داسې پاسپورټ واخلي چې د لسو کلنو له پاره د اعتبار وړ وي، نو باید وريې کړې او د پاسپورټ غوښتونکي بايد دا ثابته کړي چې ده ته د لسو کلنو اړتیا ده. د لس کلنو پاسپورټ فیس به د عادي پاسپورټ نه زیات وي.

 زه په دې اړوند مالومات نه لرم خو یو ملګري راته وویل چې اوس د لسو کلنو له پاره پاسپورټ ورکوي. چې دا د خوښۍ خبره ده. خو باید څو ټکې په پام کې ونیول شي. لومړی باید د لسو کلنو پاسپورټ ماشومانو ته (یانې چې عمرونه يې له اتلس کلنوکم وي) ته يې باید ورنه کړی ځکه که نهه کلن ماشوم ته د لسو کلنو پاسپورټ ورکي، نو نهه کاله وروسته به هغه سړی وي او په ظاهري څیره کې به يې هم ډیر تغیر راغلی وي او کیدای شي هغه عکس چې په پاسپورټ کي نهه کاله پخوا و، کیدای شي هیڅ د پیژندلو نه وي. دویم د افغان پاسپورټ د کاغذ کیفیت دومره ښه نه دی چې ترلسو کلنو به يې دوام وکړي او په عمومي ډول موږ افغانان کاغذي نوټونه او پاسپورټونه سم نه ساتي.

One thought on “د پاسپورټ ریاست/د کورنیو چارو وزارت ته د کمپوتري پاسپورټ اړوند ځینې سپارښتنې”
  1. څومره چې د پلار نوم ضروري دې د هغې نه د قومیت نوم چې افغان دې ډېر ضروري دې دلته په پېښور کښې د پنجابي پښتنو سره اکثره زمونږ لفظي شخړې په دې خبره راځي چې زما په شان خلق په خپل افغان قومیت لکه زما ګران داد او بابا وياړ کوو او خپل ځان د ستر افغان ملت یوه نه بېلودونکې برخه ګڼو ــ عرفان خان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *