تاند: د پاسپورټونو د ارزونې نړیوالې ادارې هینلی پاسپورټ انډیکس، سینګاپور او جاپان د پاسپورټونو له پلوه تر ټولو غښتلي هېوادونه اعلان کړل.
دا اداره هر کال د هغو هېوادونو لیست خپروي چې پاسپورټونه یې څومره هېوادونو له ویزې څخه معاف کړي دي.
سږ کال هم په دې لېست کې د سینګاپور لومړی درجه ښودل شوی خو ورسره جوخت د جاپان نوم هم په لومړۍ درجه کې راغلی دی.
د دواړو هېوادونو پاسپورټونه ۱۸۹ هیوادونو ته د وېزې اړتیا نه لري.
په دې لیسټ کې جرمني یوه درجه رالوېدلی او له فنلینډ او جنوبي کوریا سره په دویمه درجه کې یې نوم راغلی دی.
ډنمارک او ایټالیا په دریم نمبر دي، د فرانسې، هسپانیا او سویډن نومونه په څلورم نمبر کې راغلي دي.
دغه راز د هند نوم ۸۶ نمبر او د پاکستان ۱۰۶م نمبر دی چې په اخره کې ترې په ترتیب سره د سوریې، عراق او افغانستان نومونه هم راغلي دي.
د یادونې ده چې دغه اداره هر کال د هغو هیوادونو لیست جوړوي چې د پاسپورټ د اعتبار له پلوه څومره هېوادونو ته منلی وي او ویزه نه ترې غواړي.