موږ افغانان په هر څه کې افراط ته مخه کوو او زموږ د ټولو ستونزو یوازینی سبب هم کېدای شي همدا افراط وي.
د پوځ لوی درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي وايي، که پاکستان طالبانو ته ووايي له اورپکۍ لاس واخلي، په افغانستان كې به جګړه په اوونيو کې پای ته ورسېږي.
هغه بي بي سي ته ويلي، چې پاکستان پر طالب مشرانو ولکه لري او هم يې پنا ورکړې ده او په قصدي ډول اورپکو ته د دې لار پرانيزي چې افغانستان کې بريدونه وکړي.
جنرال کریمي دا هم ویلي، چې په پاکستان کې د مدرسو له بندېدو وروسته ټول طالبان افغانستان ته د جګړو لپاره راغلي او که پاکستان او امریکا له زړه وغواړي، په افغانستان ژر سوله راتلای شي.
د ښاغلي کریمي دا خبرې تر یوه حده په ځای دي. په دې کې شک نشته، چې پاکستان د طالبانو او لسګونو نورو وسله والو او تندلارو ډلو په رامنځته کېدو کې اساسي رول درلود. دغه راز یې په تېرو یوولسو کلونو کې هم له وسله والو طالبانو ملاتړ کاوه او لا هم له هغوی ملاتړ کوي.
له دې هم سترګې نشي پټېدای، چې پاکستان د افغان کشالې یوه برخه ده او د سولې په راوستو کې هم مهمه ونډه لوبولاى شي، ځکه په تېرو یوولسو کلونو کې له پاکستانه افغانستان ته وسله وال جګړه مار را اوښتي او په افغانستان کې یې بریدونه کړي، ملکي وګړي یې وژلي او نور ویجاړوونکي فعالیتونه یې تر سره کړي دي. کریمي وايي، طالبان په بشپړ ډول د پاکستان په واک کې دي او که پاکستان وغواړي په اونیو کې دننه دننه په افغانستان کې سوله راتلی شي.
پاکستان اوس مهال خپله د جګړو او ترهګرۍ قرباني دی، د هغه اور چې خپله یې په افغانستان کې بل كړى، پوکی ورته وهي خو د ده لمنه هم اوس سوځولې ده.
همدا اوس هره ورځ په پاکستان کې له افغانستان ډېر ترهګریز بريدونه کېږي. لکه څنګه چې اور او جګړه جغرافیه نه پېژني، دغه ډول په افغانستان کې د پاکستان په مرسته بل شوی اور اوس پاکستان ته هم غځېدلی، چې د هغوی له کنټروله وتلی او د بېرته وژلو واک یې نه لري.
پاکستان که طالبان په خپله ولکه کې درلودای او یا دومره ځواکمن وای، چې په افغانستان کې یې په څو اوونیو کې سوله راوستلای شوای، نو بیا خو که په اوونۍ کې نه وای په یوه میاشت دننه دننه خو یې په خپل کور کې هم امن راوستلی شو؛ خو تر ننه پاکستان په دې قادر نه شو.
پاکستان نه غواړي چې په پاکستان کې اور ولګېږي، خلک ووژل شي، چاودنې او بریدونه وشي او دومره ډېر لکه څومره چې نن یې موږ په پاکستان کې شاهدان یو. له دې ښکاري، چې په سیمه کې پیل شوې لوبه د پاکستان له ولکې وتلې ده.
که پاکستان په طالبانو ولکه درلودای، هېڅکله به ترې ملا اغاجان معتصم ژوندی نه وای وتلی، نه به د قطر دفتر پرانستل شوی وای او نه به په افغانستان کې دننه د پاکستان خلاف چا خوله پرانیستلای شوای.
له بده مرغه چې دا په افغانانو او په ځانګړي ډول افغان دولت کې یو بد دود دی چې په هر څه کې دومره افراط وکړي، چې هېښوونکي وي. دا سمه ده چې پاکستان په افغانستان کې د ستونزو یو مستقیم اړخ دی، خو د ستونزو په کابو کولو کې دومره صلاحیت نه لري، لکه څنګه یې چې افغان حکومت انګېري.
موږ څو کاله یوازې په دې تېر کړل، چې پاکستان له طالبانو سره اړیکي لري باید په افغانستان کې سوله راولي. پاکستان به هر ځل ژمنې وکړې، خو چې په افغانستان کې به يې د چارواکو او خلکو دومره مېلان خپل ځانته ولید، چې د ټولو ستونزو کلي یې د پاکستان په لاس کې ګڼله، له دې تريبیون نه په استفادې سره یې خپلې ډېرې غوښتنې په موږ ومنلې، وخت يې زموږ ضایع کړ او په پای کې يې هېڅ مرسته هم ونه کړه.
د اندېښنې وړ ده، چې اوس هم افغان حکومت او افغان چارواکي له پاکستانه دومره سترې تمې لري. که موږ شل کاله نور هم پاکستان ته په دې تمه کېنو، چې وسله وال به له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي، دا کار به ونه کړي او نه هم د دې کار وړتیا او صلاحیت لري.
په تېرو یوولسو کلونو کې سږنی لومړنی کال دی چې ولسمشر د پاکستان په نیت پوه شوی او پر وړاندې یې له احتیاطه کار اخلي. موږ فکر کاوه چې ټول حکومت کې به د پاکستان پر وړاندې دریځ بدل شوی وي؛ خو د ښاغلي لوی درستیز دې څرګندونو وښوده چې لا هم ځینې چارواکي د پیل په غوږ کې ویده دي.
اوس هم موږ په خپل پخواني دريځ یو، چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي، هغوی تجهیز کوي د افغانستان د سولې بهیر ته خنډ جوړول غواړي او د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او بله مهمه یې دا چې پاکستان د سولې په پروسه کې هم مهمه ونډه لري؛ خو دومره نه چې د ټولو ستونزو کلي پاکستان وګڼل شي. پاکستان دېرش کاله په افغانستان کې اور بلاوه او اوس د دې اور لمبې هغه هېواد ته هم رسېدلې دي او کله چې سپی لېونی شي په خپل خاوند هم خوله لګوي؛ مګر خاوند یې د کنټرولو وس نه لري.
په کار ده چې د پاکستان په اړه د افغان حکومت په دريځ له سره غور وشي، د قطر پروسه له امریکا سره په ګډه پر مخ یووړل شي او نور پاكستان په تمه كېناستلو وخت ضايع نه شي.
که چېرې خبرې د پاکستان له منګلو لرې او د افغان حکومت په مشرۍ تر سره شي، پایلې به یې ښې وي.
wo wla rishtia ham da ghasee da