تاند- په سوریه کې د اسلامي دولت د وحشي ډلې له لوري  د پارلمیرا ویجاړ شوي تاریخي ښار اثار په لندن کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د لرغوني پالمیرا، چې عربان یې تدمُر بولي، تاریخي محراب ټوټې له یوځای کېدو وروسته د لندن په ترافیلګر میدان کې نندارې ته اېښودل شوی دی.

Palmeraدا محراب لږترلږه ۲ زره کاله پخوا جوړ شوی او د یونسکو له لوري د نړۍ د کلتوري میراث په توګه ثبت شوی و.

د بریتانیا دیجټل ارکیالوجي انستیتیوت د دغه محراب له عکسونو او ۳ بعدي چاپ څخه په استفادې د مصر پر مرمرو ډبرو ترمیم کړی دی.

ټاکل شوې ده چې له لنده وروسته په څو نورو ښارونو کې هم دا ارزښتناک تاریخي اثر نندارې ته کېښودل شي.

د اسلامي دولت یا داعش په شان بدوي ډلې له لرغونو اثارو سره د دین دوستۍ په نوم دښمني کوي.

3دې مستحجرې ډلې د عراق او سوریې اکثره لرغوني اثار، چې د انساني تمدن نښې وې او په نړۍ کې یې ساری کم و، ونړول.

وسله والو طالبانو هم په ۲۰۰۱ م کال د بامیان د بودا تاریخي مجسمې او د کابل موزیم یو شمېر ارزښتناک اثار ویجاړ کړل.

پالمیرا ښار، چې د تېر کال په مې میاشت کي داعشي وحشیانو ونیوه، سوري پوځیانو تېره مارچ میاشت بېرته له دې ډلې پاک کړ.

5 thoughts on “د پالمیرا تاریخي محراب په لندن کې نندارې ته اېښودل شوی”
  1. تاند- په سوریه کې د اسلامي دولت د وحشي ډلې له لوري د پارلمیرا د تاریخي ښار اثار په لندن کې نندارې ته وړاندې شوي دي.؟؟؟؟؟

  2. دا متن یو ځل بیا وګورئ، چي څه ډول امکان لري چي د داعش ځواکونه دي د سورې آثار په لندن کي نندارې ته وړاندي کړي؟

  3. اوس مو اصلاح کړ، خو پوښتني ته مو ځواب ویل شوی ليکن له منځه مو یو وړ..

    او بله خبره دا چي وايي د افغانستان رسنۍ تر ګاونډيو ښې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *