مایک پامپیو

ودان روښان   

ټاکل شوې د امریکا  بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روانې سپتمبر پر ۵ نیټه پاکستان ته سفر وکړي. دغه سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هروخته خورا زیاتې ترینګلې شوې دي. واک ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له رسېدو وروسته امریکایي چارواکو په تېره خپله ولسمشر ټرمپ پر پاکستان کلکې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد مبارزې په پلمه له امریکا څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره اخیستي خو به بدل کې یې یوازې امریکا ته دروغ ویلي او نه یوازې د ترهګرۍ پرضد یې مبارزه نه ده کړې بلکې د هغو ترهګرو ملاتړ یې هم کړی چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه او افغان پوځیان وژني.                 

    دغه راز، امریکا پر پاکستان څه باندې دوه میلیارده ډالره کلنۍ مرسته هم ځکه بنده کړې چې وایي پاکستاني چارواکي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتیني نه دي. اوس چې د عمران خان په مشري پاکستان کې نوی حکومت واک ته رسېدلی امریکا غواړي مالومه کړي چې دغه حکومت د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې کومه نوې خبره یا کړنلاره لري او که نه؟ نو ځکه خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر غواړي په دې اړه هغه د چا خبره د نویو واکمنو نبض وګوري.

 له امریکا سره د اړیکو رغاولو په موخه د پاکستاني چارواکو منډو ترړو او لابي سره سره د دواړو هېوادو ترمنځ اروړ ډېر ژور دی او ان ددغه سفر په درشل کې یو پر بل نیوکې او تورونه د رسنیو سرټکي جوړوي.

ددې نیوکو یو لامل واک ته د رسېدو په مناسبت له عمران خان سره د مایک پامپیو تلیفوني اړیکو په اړه د دواړو لورو دپیلوماتیک جنګ دی، هغه داسې چې له یادې اړیکې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیثرنویرت وویل چې ښاغلي پامپیو د پاکستان لومړي وزیر سره په اړیکه  کې له هغه غوښتي چې د ټولو هغو ترهګرو خلاف دې اقدام وکړي چې د پاکستان په خاورې کې فعالیت کوي.

خو پاکستاني چارواکي بیا وایي چې د پامپیو او عمران خان ترمنځ تلیفوني اړیکه کې  داسې کوم څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د پاکستان پارلمان ته ویلي: “غلطیانې کیږي او دا نوې خبره نه ده. موږ چې د خان او پمپیو د ټلیفوني خبرو په اړه څه ویلي دي، هغه ریښتیا دي. په کار ده چې موږ اوس پرمختگ وکړو. مایک پامپیو د سپتمبر پر ٥ پاکستان ته راځي او موږ ته په کار ده چې له امریکا سره د اړیکو سمولو له پاره نوي او ښه لاره وټاکو.”

ددغه سفر په درشل کې پاکستاني چارواکي اوتوبوتو سترڅنګ امریکانو ته غوړې خو تشې خبرې کوي خو ورسره د امریکایي چارواکو غولولو په موخه داسې تبلیغات هم کوي چې امریکایانو ته په زړه پورې وي. ناڅاپي نه ده چې په دې وروستیو کې ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو خپره کړه چې به بنګلادیش کې د القاعده جګړه مار ښیي چې راټول او به افغانستان کې د جګړې خبرې کو. ښکاره ده چې امریکایان د القاعدې په اړه حساس دي. په دې سره ای اس ای غواړي امریکا ته ووایي چې القاعده لاژوندۍ ده او که دهغې له شره ځانونه خلاصول غواړﺉ د دوی( ای اس ای)ملاتړ خپل کړﺉ.       

سره له دې چې تر بل هرچا امریکایان پردې ښه پوهېږي چې د پاکستان ملکي حکومت یوازې د خان د ناظر حیثیت لري او د بهرني سیاست په تېره له امریکا، افغانستان او هندوستان سره په اړه د کړنلارې او تګلارې واک له پوځ او د هغه څارګرې څانګې( ای اس ای) سره دی، ملکي چارواکي هسې د منشیانو رول لوبوي خو بیا هم امریکایي چارواکي کله ناکله له همدې لارې اصلي واکمنو(جنرالانو)سره اړیکه نیسي.   

څرنګه چې اوس پاکستان د امریکې تر زیات فشار لاندې دی نو ځکه خو په دوو جبهو کې هڅه کوي امریکایانو ته خپل پیغام ورسوي په دې مانا چې دیپلوماتیک اړخ کې یې خپل مرزایان( عمران خان او شامحمود قریشي) ورمخته کړي، خو له دې سره جوخت ښایي په افغانستان کې پر ځینو ښارونو لکه: کندوز، میمنې، فراه، غزني او ګردیز بریدونو ته طالبان توش کړي.

دا ځکه چې پاکستاني پوځیان طالبان د خپلو ملي ګټو له پاره د کارولو مهمه وسیله ګڼي(۱).

نو اوس هم لرې نه ده چې پاکستاني پوځیان د پامپیو د سفر په درشل کې یوځل بیا په افغانستان کې جګړه توده او امریکایانو ته وښیي چې د افغانستان د سولې کیلي له دوی(پاکستاني جنرالانو) سره ده او په دې توګه له امریکایانو امتیاز وغواړي.

اوس په کار ده چې افغان چارواکي، رسنۍ، څېړونکي او د نظر خاوندان پر خپل ټول توان له ترهګرۍ د پاکستاني جنرالانو هراړخیز ملاتړ په اړه لاسونوندونه وړاندې کړي. افغان دیپلوماتیک ، کشفي، استخباراتي، دفاعي او امنیتي بنسټونه له ترهګرو د پاکستان پوځ او دهغه څارګرې څانګې ملاتړ په اړه لاسوندونه نړیوالو ته وړاندې کړي.

په دې اړه ډېره مهمه مسله د غزني جګړه کې د پاکستاني پوځیانو ګډون او نورې ډېرې بېلګې دي چې باید په دغه وخت کې وړاندې شي. ډېره مهمه ده چې د پاکستان تر واکمني لاندې سیمو کې د ترهګرو پر پټنځایونو تمرکز وشي، په ترهګریزو پېښو کې د (ای اس ای) ښکیلتیا په اړه لاسوندونه او څېړنې وړاندې شي.

دغه راز، د پاکستاني پوځیانو او القاعدې، طالبانو، داعش، لښکر طیبه، لښکر جنګوي، جیش محمد او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ نږدې اړیکو  په اړه لاسوندونه او څړنیز مطالب خپاره شي.

په دې توګه دا مسله راپورته کول اړین دي چې د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې له اړتیا پرته لسګونه زره مدرسې د څه له پاره فعالیت کوي؟

دا هم اړینه چې په همدغو مدرسو کې روزل شوي افراطیون په افغانستان، سیمه او ټوله نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له پاره ګومارل کېږي.  

له هغه ځایه چې د پاکستان د پوځ ملکي ویاندویان(عمران خان او شامحمود قریشي) هڅه کوي د امریکایي چارواکو سترګو کې خاورې واچوي، اړینه ده چې افغان چارواکي، اړوند بنسټونه او څېړونکي پر ټول توان له ترهګرۍ د ملاتړ په اړه د پاکستان رول لا نور هم بربنډ کړي چې په دې توګه امریکایان د پاکستانیانو په غوړو ژمنو ونه غولېږي او پر هغوی فشار نور هم زیات او اړ یې کړي چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.         

  1. … د بن لادن په اړه د پاکستاني جنرالانو خبرې ګونګې وې، خو د طالبانو په اړه خبرې ډېر روښانه وې، امریکایانو دا خبرې اورېدلې وې:«موږ له طالبانو سره په اړیکو لرلو یا نه لرلو کې تاسې ته دروغ ویلي، ځکه طالبان زموږ د ملي ګټو له پاره حیاتي کردار لوبوي» . ستیو کول، د اس ریاست، ۵۷۸ مخ.
One thought on “د  پامپیو د سفر په درشل کې پر پاکستان د زیات فشار جدي اړتیا”
  1. Nothing will work better to change Pakistan’s political behavior than tightening the flow of economical and military aids to that country. But with China next door as economical back up, cutting aid alone may not be enough for Pakistan to hand off supporting fundamentalists. The US still may need to show the use of Pashtun and Baloch nationalism card as an additional option in order for Pakistan to comply.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *