تاریخ په فلسفه کې تېر مهال ته د ستنیدو لپاره ډېر عوامل ذکر شوي، یو لامل یې تېر مهال ته د ستنیدو دا هم ښودل شوی، چې په اوس وخت کې انسانان د یو لړ ستونزو سره مخ وي؛ نو ځکه تېر مهال ته ستنیږي، تر څو د اوسنیو ستونزو د حل لاره په خپل تېر تاریخ کې وپلټي.
موږ افغانان، چې نن د یو لړ زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان یو، موږ ته په کار دي، چې د اوسنیو ستونزو د حل لار په خپل تېر تاریخ کې وګورو، چې موږ ولې او څنګه یو وخت د هند او اصفهان پورې حکومت کړی؟ لویې لویې امپراتورې مو جوړې کړي، د نړۍ څو زبرځواکونو ته مو ماتې ورکړي، په ګونډو کړي مو دي، په سیمه کې مو سیال نه لیدل کیده، هر حکومت به موږ ته باج راکاوه او ولې؟؟؟ تل د تاریخ په اوږدو خپلواک او ازاد پاتې شوي وو.؟؟؟
مګر؛ نن په وچه کې په یو راګېر شوي هیواد کې ژوند کوو، نن د نورو لاس ته ناست یو، د هغو ګاونډیو چې یو وخت یې زموږ تر لاس لاندې ژوند کاوه، هغوی مو په خپلو لاس وهنو وطن وران کړ، همدوی مو یو په بل وژني، همدوی راته کندې وباسي او په خپله مو په کې اچوي، اقتصادي او ټولنیز حالت مو د بل هر وخت په پرتله خراب دی،….،….. دا ولې؟؟؟ ځکه موږ د خپل تېر تاریخ نه زده کړه نه ده کړې، موږ خپل تاریخ هېر کړی، موږ هغه څه هېر کړي، چې یو وخت زموږ د ځواکمنتیا او پیاوړتیا راز په کې نغښتی وه، هغه دومره دروند بار او بوج نه وه، چې پخوا مو وړلای شو او نن یې نشو وړلای، یا داسې څه وه، چې پخوا مو کولای شو او نن یې نشو کولای.
دلته د هغه راز په اړه دوه تاریخي پیښو ته په لنډ ډول اشاره کوم، د کوم راز په واسطه چې موږ د پاني پت په میدان کې په لومړي ځل ماتې؛ خو په دویم ځل مو بریالیتوب خپل کړ.
بابر په کال ۱۵۲۶ ز کې د هند په لور په خپلو یرغلونو کې د پښتنو(په هندکې) د لودي کورنۍ د وروستي واکمن سلطان ابراهیم لودي واکمنۍ ته د پای ټکی کیښود، هغه جګړه، چې د پاني پت په میدان کې وشوه، ابرهیم لودي په کې ماتې وخوړه او ووژل شو، ستر لامل یې دا وه، چې د بابر سره د ابراهیم خپل قومیان مل وه او د ابراهیم په مقابل کې یې د بابر ملاتړ کړی وه، پای د پښتون ابراهیم واکمني پای ته ورسیده او مغولي دور پیل شو. (کنه د بابر خپل فوځ دومره نه وه، چې هغه دې لودي واکمني پای ته ورسوي)
خو؛ په ۱۷۶۱ ز کال احمدشاه بابا په همدغه پاني پت کې هندي مرهټه قوم ته یوه قوي ماتې ورکړه، چې بیا یې سر راپورته نکړ، د احمد شاه بابا لښکر هم هغه لښکر وه، چې د ابراهیم په ضد یې د بابر سره ملګرتیا کړې وه، توپیر دا وه، چې بابر پښتون د پښتون په مقابل کې وجنګوه؛ خو احمدشاه بابا بیا د پښتون قوم په یووالي او راټولولو سره هندوانو ته ماتې ورکړه.
ښایي، د پاني پت په میدان کې د پښتون سلطان ابراهیم د ناکامۍ او هم په پاني پت د پښتون احمدشاه بابا د بریا په راز پوه شوي یاست.
که، پرون زموږ د کامیابۍ راز همغه وه، نن هم همغه دی او سبا به هم همغه وي؛ خو، که هغه د بریالیتوب راز په خپل لاس کې واخلو او خپل اختلافات شاته وغورځوو، نو بیا به هم نن د پرون په شان خپلواک شو، پرامن به شو، نور به مو د پرون په شان غلامان شي، ښوونه او روزنه به وي، پیاوړی اقتصاد به وي او هر هغه څه چې د نن د وخت د ځواکمنتیا او پیاوړتیا لپاره اړین دي، زموږ په لاس کې به شي او د نورې نړۍ سیال به شو.
او ډاکټر ګوستاولوبون ویلي دي، چې: د هغه ملت څخه تل د فداکارۍ تمه کیدای شي، چې د یووالي روح په کې نغښتی وي.
دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۳ په اپریل کې په تاند کې خپره شوې وه.