خبریال: احمد رشاد –

له جنجالي توقیف خونې مانوس څخه به د توقیف شویو کسانو خارجول پیل شي او دغه توقیف خونه به وتړل شي.

مانوس په کوچني هیواد پاپوا نیو ګینې کې، چې په (PNG) هم مشهور دی، موقعیت لري.  دغلته د اسټرالیا په مالي ملاتړ توقیف خونه فعاله ده او هغه کسان پکې ساتل کیږي چې اسټرالیا ته د ناقانونه راتګ په مهال نیول شوي دي.

د ( د ګارډین ویبپاڼې) په حواله، له توقیف خونې څخه د خلکو شړل به د روانې میاشتې (اکتوبر) په پای کې پیل شي او بیا به د دې لړۍ تر بشپړیدو وروسته توقیف خونه هم وتړل شي.

 د پي ان جي سترې محکمې د اپریل په وروستیو کې مانوس توقیف خونه غیر قانوني ګڼلې وه او د بندیدو خبرداری یې ورکړی و.

د تیرې اونۍ په هغه ګډه ناسته کې چې د پي ان جي او اسټرالیايي چارواکيو پکې ګډون  کړی و، پرېکړه وشوه چې تر هغې به د توقیف خونې کسان نه شړل کیږي، تر څو چې یې قضیې نه وي څیړل شوي.

په دغه توقیف خونه کې له څه باندې درېیوو کلونو راهیسې خلک اوسیږي. دا د بیلابیلو هیوادونو وګړي دي چې غوښتل یې د بیړیو له لارې اسټرالیا ته لاړ شي او هلته د کډوالۍ او یا د پناه اخیستنې لپاره غوښتنه وکړي، خو د اسټرالیايي ځواکونو لخوا نیول شوي او دلته رالیږل شوي دي او له دې ځایه یې قضیې څیړل کیږي.

د شمیرنو له مخې په دغه توقیف خونه کې څه باندې (۸۵۰) کسان اوسیږي چې له نیمايي زیات یې ایرانیان دي.

که څه هم د پي ان جي سترې محکمې دغه توقیف خونه کابو پنځه میاشتې وړاندې غیر قانوني اعلان کړې وه، خو اوس هم فعالیت کوي او د اوسیدونکیو د پناه غوښتنې قضیې یې تر څیړنې لاندې دي.

مانوس ته بد زیری

د مانوس په اړه په دې تازه ناسته کې یوه مهمه خبره وشوه او دا خبره د توقیف خونې کسانو ته بد زیری دی. د توقیف خونې کسانو په دې هیله له شاخوا درېیوو کلونو راهیسې دغه ناوړه ژوند زغملی و چې ګوندې په اسټرالیا کې پناه ورکړل شي؛ خو داسې ونشول.

په مجلس کې پرېکړه وشوه چې که د کومو کسانو د پناه غوښتنې درخواستونه رد شي، نو مانوس کې نشي پاتې کیدای، باید بیرته خپلو وطنونو ته وګرځي! دا هغه پرېکړه ده چې عملي کیدل یې د ناقانونه سفر ټول کړاوونه او په توقیف خونه کې  د درې کلن تریخ انتظار او ناوړه ژوند خوارۍ په اوبو لاهو کوي.

د توقیف خونې د کسانو لپاره یو بل بد زیری دا دی چې اسټرالیا په ډاګه کړې چې له دغو کسانو  څخه به یوه ته هم پناه ورنکړي.

خپله په پي ان جي کې د پناه  اخیستنې لپاره څوک درخواست نکوي او دا ځکه چې د هغه ځای وضعیت ورته مناسب نه ښکاري. نو یوه لاره پاتې ده او هغه دا چې بیرته به پر هغه لاره ګامونه اخلي، پر کومه چې له وطنه ګامونه اخیستي وو.

دغه کوچنی هیواد چې په ټاپو کې پروت او  شاوخوا (اوه میلیونه) وګړي لري، په ۱۹۴۹ کې یې له اسټرالیا څخه ازادي اخیستې ده.

د پي ان جي حکومت، د مانوس توقیف خونې د خلکو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی. حکومت په ډاګه کړې چې دوی دومره ډیرو کسانو ته پناه نشي ورکولای. حکومت پر استرالیا او نورو دولتونو غږ کړی چې د توقیف خونې کسانو ته د اوسیدو ځایونه پیدا کړي. خو اسټرالیا دغه غږ ته د ( ښه ) ځواب نه دی ورکړی.

د ایرانیانو ستونزه:

د مانوس د توقیف خونې ستره برخه ایرانیان جوړوي. پي ان جي حکومت غواړي چې ایرانیان د توقیف خونې له تړل کیدو وروسته خپل وطن ته وشړي، خو ستونزه دا ده چې ایران هیڅ چمتو نه دی چې دغه شان کسان ومني.

د اسټرالیا حکومت بار بار ویلي چې هیواد به یې د ناقانونه کډوالو کوربه نشي. دوی پر خلکو غږ کړی چې قاچاقي سفرونو ته زړه مه ښه کوئ او پر انساني قاچاقبرو باور مکوئ؛ خو بیا هم له بیلابیلو هیوادونو ګڼ شمیر خلک اسټرالیا ته د بیړیو په ذریعه د ورتګ هڅه کوې.

اسټرالیا سمندري ځواکونه دغه شان بیړۍ نیسي او بیرته یې ګرځوي او یا یې سورلۍ خپلو اړوندو توقیف خونو ته لیږي. په توقیف خونو کې ژوند کول دومره له کړاوه ډک دی چې خلک یې په بیلابیلو رواني ناروغیو اخته کړي دي؛ حتی ځینو کسانو خو یې آن ځانوژنې کړي دي.

یوه اونۍ وړاندې مانوس توقیف خونه کې یوه سړي غوښتل چې ځان ته اور واچوي، خو نورو کسانو وژغوره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *