تاند- په نړۍ کې مشهور انګلیسي سندرغاړی جورج مایکل په ۵۳ کلنۍ کې مړ شو.

د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې د جورج مایکل د پروګرامونو ترتیبوونکی وايي چې مایکل پرون /یکشنبه/ د ماسپښین په یوه نیمه بجه په خپل کور کې دومره ارامه سا ورکړه چې څوک پرې پوی نه شول.

جورج مایکل د انګلیستان د اکسفورډشایر په ګورینګ ښار کې اوسېده.

د پاپ موسیقۍ دغه ستوري په اتیایمه میلادی لسیزه کې د وم په نوم له ډلې سره کار پیل کړ او ډېر ژر مشهور شو. وروسته یې یوازې سندرې ویلې او بریالی شو چې د خپلو سندرو تر ۱۰۰ ملیونه زیاتې کاپۍ وپلوري.

ده د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې کنسرتونه ورکړل او په ملیونونو مینه وال لري.

د جورج مایکل کورنۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي«په ډېر افسوس د خپل زوی، ورور او ګران دوست جورج مایکل د مړینې اعلان کوو. دی په ډېر ارام حالت کې د کرسمیس په ورځ له موږ جلا شو.»

پولیس وايي چې تراوسه د جورج مایکل د مړینې طبي علت لا څرګند شوی نه دی خو په دې منځ کې داسي څه نه شته چې شک پرې وشي.

د جورج مایکل د مړینې علت به د عدلي طب له معاینې وروسته څرګند شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *