د جنګ په جهنم کې خو به غونډ افغانستان سوځي مګر سهیل لویدیځه حوزه او په خاصه توګه هلمند یې تر بل هر ځای ډېر لولپه کړی دی.
په دغه ولایت کې خو بېخې د جګړې تعریف ورک دی، څوک جنګ کوي؟ د څه لپاره یې کوي؟ په مشخص ډول هېڅوک دقیق جواب نه شي ویلای.
دلته جګړه داسې متناقض اړخونه لري چې د سړي عقل له سره ورته الوزي؛ وایي چې دلته د تاریاکو او قاچاکو نړیواله مافیا فعاله ده، د دې مافیا بلا له طالباني طرز تفکره هم تغذیه کېږي او د خارجي ځواکو د پوځي تحرکاتو له منطقه هم؛ د افغان امنیتي قوتو د وظیفوي اجراتو له چینې هم اوبېږي او د جنګسالارانو د غصب و غلاوو له جنایاتو هم؛ د ملکي ادارې له فساده هم تنفس کوي او د بهرنیو ترهګرو له یېدا ده هم؛ د مافیا دا بلا باندني پاکستاني، چیچنیايي، عربي او ازبکستاني جګړه ماران هم په اوږو کې ګرځوي او دا دی نن یې د اسلامي دولت نومي ډلې او پخواني داعش د لا مثاله وحشت شال هم پر سر ور غوړېدونکی ایسي.
ښایي دغه ټولې ادعاوې خپل د ضعف او قوت ټکي ولري مګر له دې قوې واقعیته هیڅوک مخ نه شي اړولای چې نن هلمند د جنګ، بحران، انساني فاجعې او له زغمه وتې غمیزې سره خپړې لګوي.
وایي: پلار دي سپرو مړ کئ که پلیو؟ وایي چې زما له ښې یې وایستی، نور یې سپاره و پلي څه کوم.
که د دې فاجعه زېږوونکې جګړې تشخیص هر ډول وي، عوامل یې هر څه وي، لوبغاړې او مدیران یې هر څوک وي، وي به خو د زیان زور یې مشخص دی چې د هلمند او هلمندیانو پر ځان او روان ور اووښتی دی، د تاوان تر لوی بار لاندې یې د هلمندي انسان ملا ماتېدونکې ده او د نقصان له دې درانه پېټي څخه باید د مظلوم هلمندې اوږې سپکې شي خو دا ستر انساني مسؤلیت به څوک اداء کوي؟ او څنګه به یې اداء کوي؟
پوښتنې ساده دي او جوابونه یې هم اسان و څرګند:
دا مسؤلیت به خپله هلمندي روشنفکره مېړني اداء کوي، په خپل مټ، خپله اراده، خپل ستراتيژیک تفکر او خپل ایمان به د خپل هر پروني او ننني زیان جبران ته ځان وقفوي ځکه د هلمند ښېرازۍ ته نه له بهره څوک تشریف راوړي او نه له آسمانه، له بهره د راغلو کمالات او کرامات مو هم ولیدل او د آسماني ادعاوو والا مو هم د وجود په ذره- ذره تجربه کړل چې څنګه یې د هرې نېکنامۍ له تاریخه فارغ او دهرې بدنامۍ و تاترین ته ور ټېله کړو؟ او دا چاره هغه غله، قاچاقبر، قاتلان او د ځمکو غاصبان هم نه شي سمبالولای چې د هلمند د استازو په نوم په دولتي دستګا کې فیټ شوي او له دغه واک و ځواکه د خپلو خېټو ډکولو لپاره نامشروع استفادې کوي.
دا مسؤلیت به هلمندی ژوندی ځوان او نوی ویښ نسل د عدم تشدد مبارزې د نړیوال نوم لرونکی قهرمان، د انسانیت د کلیمې په هغه ریښتینې مانا لوی انسان خان عبدالغفارخان پاچا خان د انساندوستانه، سوله ییز، آرام، زغم وړ او نه ماتېدونکي سیسټم په محدوده کې اداء کوي.
هلمند دا مهال تر بل هر ځای زیات د لوی پاچاخان د لویي ارادې زېږنده عالیشان طرزدید ته ضرورت لري؛ د بابا دا بشرپاله مفکوره عالمګیره ده، موثره ده او روشن ضمیره ده؛ هر څوک په هر وخت او هر ځای کې د خپل بشري جوهر او انساني خصایلو د بشپړتابه لپاره په هره پیمانه استفاده ځنې کولای شي خو هلمند تر هر چا ډېر ورته اړ دی او باید تر حد زیات کار ځنې واخلي ځکه په سیاسي ډګر کې تر دې ها خوا او له پاچاخاني ارمان پرته دم ګړی بل حیاتي ارزښت نشته او د نورو ټولو ارزښتو د تامین تضمین ټول په دغه ارزښت کې نغښتی دی.
یا الله خیر، روښانو هلمندیانو!
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۹) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۸\ ۱۳۹۳