د بدلون سرلیکنه –
تروریزم داسې یوه پدیده ده چې په مختلفو جغرافیو کې یې شکلونه بېل، آن په یوه واحده بشري فرهنګي سیمه کې یې هم بڼې متناقضې وي مګر ماهیت یې یو دی چې هغه ډار، وحشت، پرته له ښه و بده وهل- ټکول، مرګ- ژوبله او په یوه کلمه کې، پر انساني کرامت غوبل جوړول دي؛ دا هغه تجربه شوی، د درک وړ او هر د سترګو رپ تکرارېدونکی واقعیت دی چې د نړۍ د هر انسان مخ ته په عینې توګه پروت او د دنیا په هیڅ کونج کې یې انساني حواس له تراژیکې نندارې څخه عاجز نه دي.
د بې کتابه ترهګرۍ په کتاب کې هیڅ فرق نه کوي:
– که د نیویارک په تجارتي مرکز کې کافر یهود او عیسایي امریکایان قتل عامیږي یا د کابل په شاه شهید کې په خواږه خوب بیده او بې آزاره مسلمان افغانان!
– په فرانسه کې د نامسلمانو فرانسویانو ټولوژنه کيږي یا د پېښور په ښوونځي کې د معصومو شاګردانو او مهربانو استادانو!
– د هندوستان په پټانکوټ کې په هندي پوځیانو یو مخیز کشتار ګډیږي یا هم په چارسده کې د پاچاخان پوهنتون په نازنینو

محصلینو او درنو پروفیسرانو!
– د کابل په ابوالفضل زیارت کې د عاشورا په ورځ د غمجنو شیعه ګانو په منځ کې ځانمرګی برید کيږي یا هم د ننګرهار سني شینواري په ډله ییز ډول په ماینونو الوزول کيږي.
– د هند په ممبی کې له یوه مخه پر لویو و کوشنیو، نر و ښځو، غریبو و شتمنو هندیانو د محشر ساعت جوړیږي یا د ترکیې په استانبول کې پر سپینو مسلمانانو!
– او … او… او…..
دهشتګري داسي یو ناسوري مسلک دی چې له هر په مخه ور تلونکي روا و ناروا امکان څخه، د انساني حیثیت په لمن د اور پورې کولو لپاره کار اخلي.
ډار اچوونکي باید د خپل شریر قانون په حکم، هر هغه انسان، هر هغه انساني ارزښت او هر هغه انساني جریان وځپې چې بشري شان د شیطان له شره ژغورل غواړي؛ دوی چې توان پیدا کړي نو ډېر ښکلی ژوند ډېر بدرنګوي او چې نور وس یې ورسیږي نو ژوند ګرسره نېستوي.
د ترهګرو ترهه خو هله اوج ته رسیږي چې کله په خپلو کې پر یو بل مخونه سره را اړوي او پر یو بل د جنګ و جهاد فتواوې جاري کوي؛ ګوندې وي چې یو دوې- درې بېلګې یې د سد سوري را خلاص کاندي:
– کله چې په یوه کابل کې، د شوروي اتحاد سرې امپراتورۍ ته شکست ور کوونکي اسلامي تنظیمونه یو د بل په مقابل کې د قیامت تر ورځې جهاد ته د ادامې پولادي اراده کوي او په دې سلسله کې کابل او ټول افغانستان یو مخ ګړوبوي، په مادي- معنوي هستیو یې سور اور پوري کوي، په ناموسو او درنښتو لوټمار ګډوي، د تاریخ د پرتم څلي را نړوي، د فرهنګ د عظمت اسمان را نسکوروي او د دوو کالو په ترڅ کې، یوازې د کابل پنځه شپېته زره مسلمان افغانان وژني!
– کله چې په کندهار کې د طالبانو اسلامي امارت، د ټول افغانستان د پنځلس سوو جیدو علماوو په لاسلیک شوې شرعي فتوا سره، پر جهادي تنظیمو او اتلو غازیانو، د شرو فساد په تور، د برحق جهاد اعلان کوي!
– کله چې داعش پر اسلامي حزب او طالبانو د انحراف، ارتداد او تکفیر فتواوې ور کوي او له یوه سره یې واجب القتل ګڼي، دومره یې مردود او منفور ګڼي چې د محترم ګلبدین حکمتیار ملاتړ هم په خورا غرور سره ردوي او رټي.
او یو وګړی خو هله د حیرت د غره و سر ته خیژي چې:
– کله د یوه واحد اسلامي امارت په منځ کې، د ملا اختر محمد منصور ډله په زابل کې د ملا رسول په پلوي جنګېدونکي مجاهدین، چیچنیایان، ازبکستانیان او نور، له مشهور قومندان ملا داد الله منصور سره یو ځای، د هغوی د ښځو او کوشنیانو په شمول، له یوه مخه، د ځمکې له مخه، د مرګ په جارو جارو کوي او په مقابل کې یې ملا رسول هم په هرات او فراه کې د ورته عمل او انتقام تلاښ کوي.
نو: د دغو وقایعو، تناقضاتو او تضاداتو د تحلیل و تجزیې لپاره به د سلیم عقل استدلال او نتیجه ګیرې څه وي؟
هغه څه چې تروریزم سخت حساسیت ور سره لري، هغه سوله، امن، ثبات، عدم تشدد، وروري او انساني اټموسفېر دی؛ د ترهګرۍ اولین او سرسخترین غلیم، هغه څوک، هغه فکر او هغه بهیر دی چې دغسې انسانپالونکي هدفونه، پلانونه او تلاښونه لري؛ ترهګر نه یوازې پر دغسې بشرپالو مبارزانو وژونکي ګوزارونه کوي بلکې د هغو د نومو او مفکورو د محوه کولو ناکام لېونتوب هم کوي؛ د دوی دغه ډول ډاروونکې منډی- ترړې ځکه په حتمي ناکامۍ محکومې دي چې په وحشي ګوزارو سره، انسان- ساتونکي ايډیالونه، نه یوازې له منځه نه ځې او ځپل کیږي نه، بلکې لا ځلیږي، لا تعمیمیږي او لا زړو و ذهنو ته خپریږي.
یوه بېلګه:
تېره چارشنبه (۳۰/ جدې/ ۱۳۹۴) د خیبر- پښتونخوا په چارسده کې، پر پاچاخان پوهنتون په داسې حال کې ترهګریز برید وشو چې د عدم تشدد د پاچا د ۲۸- تم تلین یاد غونډې ته تابیا نیول شوې او په څو شېبو کې به شروع کېده.
تروریستان د ودانۍ د شا له خوا پوهنتون ته ور ننوتل او د الله اکبر په نارو سره یې په قتل عام لاس پورې کړ، له وسلوالو ساتونکو سره یې په ماشینګڼو جنګ کاوه خو چې په تولګیو، دهلېزو او کوټو ننوتل او بې وسلې و بې دفاع استادان و شاګردان په مخه ور تلل نو مرمۍ یې نه پر ضایع کولې او په چړو یې وهل.
دا چې په تاریخي کیسو او دیني روایاتو کې اورېدل کيږي نو د تکبیر ناره د کافر یرغلګر په مقابل کې وهل کيږي مګر دلته د الله اکبر چېغه د چا او څه پر ضد را پورته شوې وه؟ دا ډېره د غور وړ ده!
راځئ د دغې غونډې یو څو هغه عمده ارزښتونه سره وشمېرو چې پر ضد یې ترهګرو، د خدای په مدد، د نابودۍ لپاره جهاد کاوه:
«د قرآن تلاوت، پوهنتون، محصل، استاد، پروفیسور، صنف، کتاب، قلم، علم، تعلیم، تحصیل، تدریس، تحقیق، فکر، پاچاخان، عدم تشدد، سوله، امن، فرهنګ، ژورنالیزم، مجله، مکتب، تمدن، وروري، یووالی، غونډه، د انځورو نندارتون، لیکوال، شاعر، هنرمن، مشاعره، پوهان، مېلمانه، ویناوې، سټېج، هرکلی، اختتامیه دعا او….
تاسو فکر وکړئ چې په دغه، تر وحشتناک برید لاندې راغلي ماحول کې، تر دغو یادو پدیدې ها خوا نور څه ول؟ او آیا پر دغو اقدارو د تکبیر په نارو سره د تباهۍ چیغې وهل، حتا په وحشیترینو اصولو کې هم، کومه توجیه پیدا کېدای شي؟؟؟
پاچاخان مرحوم چې په خپل وخت کې کومه سولییزه مبارزه را پیل کړې وه نو هغه په خورا بېساري درایت سره خپل چاپېرچل، عام ذهنیت، سیاسي سیمه ییزي او نړیوالي لوبې او هر څه ژور پېژندلي، دقیق تشخیص کړي او د حل کافي و شافي نسخه یې ور ته کښلې وه؛ دغه د ټولنې ماهر ډاکتر په دې ډېر ښه پوهېدی چې جنګ او تشدد د ده ملت نور هم د وحشت، جهالت او ذلت ډنډ ته ور ټېل وهي او دا هغه تلاښ دی چې پایله یې بیرته د استعمار او ظالم په ګټه ده ځکه یې په سخترین، زیږ او متشدد پښتون ماحول کې، د زغم، خواخوږۍ، ورورولۍ، تعلیم او عدم تشدد مبارزې ته ملا وتړله او دا هغه انساني ترینه بریالۍ نسخه وه چې هغه وخت هم، نه یوازې د پښتون قوم بلکې ټول بشري جهان د عالي شان د نجات تضمین پکښې تسجیل وو او نن هم، نه یوازې له افغانستان او سیمې بلکې ټولې نړۍ څخه، د بدترینو بشري بحرانو د ورکاوي لپاره، یوازنی میتود په هماغه مجربه نسخه کې توشیح دی.
د دغې نسخې په تطبیق سره، که له یوې خوا بشري ټولنه ژغورل کیږي نو پر بل اړخ یې، په اتومات ډول نتیجه د تروریزم تباهي را وزي او په دغه فورموله د افراطیت سر هم خورا سم خلاص دی ځکه نو پاچاخان پوهنتون، د دغه لوی انسان د ۲۸- تم تلین او د هغه د انساني مفکورې د تبلیغ، ترویج او تعمیمم پر موکه، د خپل دهشت هدف ګرځوي، مګر دا یې هېر دي چې په نړیواله بشري جامعه کې افراطي او تروریستي کتلې په خورا کم اقلیت کې واقع دي او دوی نه شي کولای چې د دین و مذهب په درواغجنو شعارو سره، ټول انساني جهان د نیستۍ کندې ته ور وغورځوی؛ دوی چې څومره پر مدني- فرهنګي درنښتو سخت او دوامدار بریدونه کوي نو هغومره به سخت تجریدیږي، د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې به یې انسانپرست احساسات په وړاندې منسجم او همږغې کيږي او بالآخره به یې انجام د افراطیت د جنایت اختتام او د کورني، سیمه ییز او نړیوال امن و نظم استحکام وي.
ان شاء الله
————————–
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/ يوولسمه/ پرلپسي ۶۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۷/ ۱۳۹۴