د پاچا خان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي لخوا د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي ته د ستاینې لوحه ورکړل شوه.

په هغو مراسموکې چې نن غرمه په همدې مناسبت په ارګ کې پرځای شول، د پاچاخان د پوهنتون رئیس ډاکتر فضل الرحیم مروټ په تېرو ۱۳کلونوکې په افغانستان کې د جمهوررئیس حامدکرزي د غوره خدمتونو څخه یادونه وکړه او د هغه د دغو خدمتونو د قدردانۍ په خاطر یې د پاچا خان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، استادانو او محصلینو په استازیتوب د ستاینې دغه لوحه هغه ته  ورکړله.

د پاچا خان د پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکتر فضل الرحیم مروټ وویل:” زه د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي څخه منندوی یم چې د پاچاخان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي دغه یادګاري ډالۍ یې په خوښۍ سره ومنله.”

د یادونې وړ ده چې د پاچاخان د پوهنتون رئیس ډاکتر فضل الرحیم مروټ او د ده ملګری پلاوی د پښتو ژبې د ستر شاعر عبدالغني خان د زیږیدنې د سلمې کالیزې د لمانځنې په دوه ورځني علمي سیمینارکې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.

2 thoughts on “د پاچا خان پوهنتون د رهبرۍ پلاوي ولسمشر کرزي ته د ستاینې لوحه ورکړه”
  1. یره زما خو تمه نه وه چې تاند غوندې ویب سایټ به د مروت پر ځای مروټ ولیکي. سپکاوی نه دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *