تاند: له پاكستانه رارسېدلي مؤثق راپورونه وايي چې دا مهال د پاكستان د په لاهور ښار كې ۴۴۵ فاحشه خانې د دولت په رسمي امر فعاليت كوي.

راپور وايي، دا مهال د لاهور په ماډل ټاون ډيويژن كې ۱۲۸، صدر ډيويژن كې ۹۶، سيتي ډيويژن كې ۷۵ ، اقبال ټاون كې ۵۳، سيول لاين ډيويژن كې ۵۲ او كينټ ديويژن كې ۴۲ فاحشه خانې د پنجاب د دولت لخوا اداره كېږي او هېڅوك ورته څه نه شي ويلى.

پاكستاني ازاد خبريالان وايي، دغو فاحشه خانو ته د پاكستان له ګوټ ګوټ څخه نجونې راتښتول كېږي او بيا دلته په پاكستاني سياستوالو له بكارت سره خرڅېږي او له هغې وروسته له ظلم و وحشت سره د نورو غېږې ته پرېوځي.

دا نوې نجونې د پاكستاني پوليس افسرانو په سرپرستۍ كې سياستوالو ته استول كېږي چې مهم مركزونه يې په ماډل ټاون فردوست ماريكټ ګلبرګ كې، ليبرتي ماركيټ ګلبرګ تهري كې، غالب ماركيټ، نصير اباد، غازي اباد كې په ښكاره پرانيستل شوي دي.

په سيټي ډويژن كې ټبۍ ښار، بوټاپارك شاهدره، رستم سهراب فيكټرۍ، يوسف پارك، بيګم كوټ، بهاټي ګېټ، نولكها ريل سټاپ سره جوخت داسې نجونې او فاحشې درېدلي وي چې ساده خلك د جنسي هوس په دام كې ګېر كړي، هوټلونو ته يې يوسي، بيا يې په پوليسو ونيسي او غير قانوني كارونه پرې ترسره كوي.

د پاكستان د حكومت تر نظارت او حفاظت لاندې نور د زنا مركزونه په راوي روډ، اسلام پوره، ريلوى سټيشن، بادامي باغ، اناركلي بازار او اكبري ګېټ كې پرانيستل شوي چې ازادانه په كې د جنسي هوس تږي ځانونه خړوبوي.

په كينټ دويژن كې جنوبي چوڼۍ، كچاكماهان روډ، پير كالونۍ، بټه چوك، حاجي پارك ته نږدې ګنده وياره، بيديان روډ، مكرم شاه، نادراباد، شمالي چوڼۍ، سك نهر، سور روډ، ډيفينس اى، ډيفينس بي، او ډيفينس سي، تاج پوره، غازي اباد، جلو پارك، باغبان پوره، هربنس پوره او نورې هغه سيمې ښودل شوي چې دلته نه يوازې جنسي ازادي او د جنس بازار ته خپلواكي حاصله ده بلكې دلته د اى ايس اى مركزونه هم فعاله دي تر څو ځوانان جنسي ټارچر كړي، له دې ځايه يې تر فشار لاندې ونيسي او خپل فعاليتونه پرې ترسره كړي.

په پاكستان كې د دنيا په نامه خبري سرچينه همدا راز په اقبال ټاون كې، همابلاك، نيلم بلاك، زينت بلاك، نرګس بلاك، سكيم موړ، مون ماركيټ، سانده، شبلي ټاون، راجګړ، نوانكوټ، مال منډوي، شيزان فابريكه، شيرراكوټ، سبزه زار، په سيول لاين ډيويژن كې لكشمي چوك، قلا ګوجرسينګ، شاهو ګړۍ چوك او شاوخوا سيمو كې د جوس او برګرو دوكانونه ټول د زنا رسمي مركزونه ښيي چې شپه و ورځ په كې د جنسي هوس تږي حاضر وي او دلالان يې درګرده پيسې ټولوي بيا يې له پوليسو سره نيموي او حكومت ته هم ترې ټيكسونه وركوي، كله چې دلته ماشومان پيدا شي، دا بيا حكومت اخلي او خپلو مقصدونو ته يې لويوي.

راپور وايي، دا قحبه خانې زياتره د پاكستان د سياسي شخصيتونو اړوند دي چې له اى ايس اى سره كلك روابط پالي.
پاكستاني سياسي شخصيتونه دا كار په داسې حال كې كوي چې ځينې شخصيتونه يې عملا پخپله هم د نجونو په دامونو كې پراته دي او له شراب و شباب سره لوبېږي خو بيا هم په افغانستان كې د جهاد فتواى وركوي.

دا راپور په داسې حال كې د پاكستان د حكومت فحاشي ښكاره كوي چې تر دې وړاندې د د نواز شریفد حکومت پر مهال د تحريك انصاف او نورو ګوندونو په دوه مياشتني لاريون كې هم د فحشا تر ټولو لويې كيسې خپرې او راووتې.

One thought on “د پاکستان لاهور د ۴۵۵ فاحشه خانو مركز دی”
  1. که دا ارقام صحیح وی نو
    که هره مُرده ګو خانه یو یو مدیر ولری نو تعداد ئی د لاهور د ټولو مسجدونو تر امامانو ډیر دی او که ددی مُرده ګو خانو کارونه پاخه سی او رونق ونیسی نو مطمئناً چی د کارګرانو او مراجعینو تعداد به ئی د مسجدونو د مقتدیانو تر تعداد هم واوړی چی دا خیرنه منظره به هغه هیواد او د هغه هیواد د خلګو او حکومت لپاره یوه ننګینه کړنه او منظره وی کوم چی زموږ په هیواد کی د طالبی – اسلامی نظام د استحکام تلاښونه او ملاتړ کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *