د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو، له اوږده ځنډه وروسته، د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پیل شو.

دا خبره د پاکستان د حکومت یوې سرچینې په داسي حال کې وکړه چې د دغو خبرو د بریالیتوب د امکان په اړه شکونه مخ پر زیاتېدو دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پراساس پاکستاني طالبان د پاکستان د مرکزي حکومت د پرزولو او د شریعت د فافذولو لپاره جګړه کوي، خو صدراعظم نوازشریف باور لري چې طالبان اوس د جګړې پای ته رسولو او د خبرو له لارې د مسلې حل کولو ته تیار شوي دي.

د پاکستان د حکومت یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل:«دواړه خواوې په یوه ناڅرګند ځای کې خبرې کوي او د خبرو د پرمختګ په اړه به صدراعظم نوازشریف ته راپور وړاندې شي. »

اکثرو پاکستانیانو ته له طالبانو سره، چې تقریباً هره ورځ په دغه هیواد کې حملې کوي، خبرې بې نتیجې ښکاري.

د پاکستان د سیاسي او پوځي چارو کارپوه حسن عسکري هم یو له هغو کسانو څخه دی چې د خبرو بریالیتوب ته زیاته هیله نه لري.

ده وویل:«د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو پیلېدا یو ښه انکشاف دی خو په دې مرحله کې دا ډېره ګرانه ده چې څوک دې ووايي خبرې به خامخا بریالۍ کېږي ځکه چې د دواړو خواوو په دریځونو او څرګندونو کې، چې په رسنیو کې خپرې شوي دي، ډېر توپیر شته.»

په همدې حال کې داسي راپورونه هم شته چې وايي نوازشریف د سولې په خبرو کې پرمختګ ته هیله نه لري او غوره بولي چې د طالبانو پرضد له قوې څخه کار واخیستل شي.

د سې شنبې په ورځ د طالبانو او حکومتي کمېټو ترمنځ د خبرو هڅه هغه مهال ناکامه شوه چې حکومتي پلاوي د طالبانو د پلاوي د صلاحیت او د غړیو د ترکیب په اړه شکونه څرګند کړل.

د پاکستان ډان ورځپاڼې، د ځینو سرچینو په قول ویلي چې نننۍ خبرې په صادقانه چاپېریال کې ترسره شوې.

خو د دواړو خواوو مرکچیان نه دي حاضر شوي چې د خپلو خبرو په اړه نظر څرګند کړي.

تر دې مخکې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لپاره هلوځلو نتیجه نه ده ورکړې.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه شوکت خټک هم وايي چې د دې خبرو نتیجه به له تېرو خبرو سره، چې په نتیجه کې یې د لنډې مودې لپاره د پوځ او وسله والو طالبانو لپاره امن رامنځته شوی خو د خلکو کړاوونو دوام کړی، توپیر ونه لري.

طالبانو د روان میلادي کال له پیله حملې لا زیاتې کړي او له دې کبله د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات زیات کړي او په جنګي الوتکو او هیلي کوپترو یې پر دې سیمې بمبارۍ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *