تاند- افغان چارواکو پرون /سې شنبه/ وویل چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر په شمول ۴۰ داعشیان ووژل شول.

د راپورونو له مخې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د دوشنبې په شپه د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د داعش پر غړیو برید وکړ.

د پاکستاني طالبانو وژل شوی مشر غزنوي اورکزی نومېږي او ویل شوي چې له ده سره ۴۰ تنه نور په دوو جلا سیمو کې په جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

ویل شوي چې غزنوي، چې د پاکستاني طالبانو له موسسانو څخه و، د حافظ سعید د ډلې غړیتوب درلود.

تراوسه پوري پاکستاني طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *