ملا فضل الله

تاند – د پاکستاني طالبانو مشر په یوه ویډیو کې ویلي دي چې د ده ډله به تر هغو پورې جګړې ته دوام ورکوي چې اسلامي شریعت نه وي نافذ شوی.

په ویډیو کې مولانا فضل الله ښکارې چې شاوخوا یې په لسګونو کسان راغونډ شوې دي او دی وایي، موږ د خدای پاک احکام منلي دي، د پاکستان پوځ، استخبارات او حکومت یې هم باید ومني.

دا ویډیو د تحریک طالبان پاکستان له لورې د یکشنبې په ورځ خپره شوه او دا د ۲۰۱۳ کال له نومبر میاشتې راوروسته لومړی ځل دی چې مولانا فضل الله په یوه فلم کې ښکاري.

داسې معلومیږي چې مولانا فضل الله په یوې غرنۍ سیمه کې د طالبانو د پوځي روزنې کمپ ته راغلی وي. په ویډیو کې مولانا وایي، دغه جنګیالي چې له ما سره دي دوی خبر دي خو هغه کسان چې له ما سره اړیکي نه لري هغوی باید د خپلو سیمو له قوماندانانو سره ارتباط ونیسي. هر جنګیالی باید ځان د ټانک، توپ او پوځیانو برید ته چمتو کړي.

مولانا زیاته کړه چې د دوی جهاد به تر هغې شیبې دوام کوي چې شرعي قانون پلی شي او یا هم شهادت د دوی په نصیب شي.

مولانا فضل الله تیرکال د نومبر په میاشت کې وروسته تر هغه د پاکستان د تحریک طالبان مشر وټاکل شو چې حکیم الله مسید د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

د مولانا فضل الله له دغه نوي پیغام څخه دا معلومیږي چې له اسلام اباد سره د سولې خبرې چې د روان کال له فبروري میاشت څخه پیل شوې وې نورې ګټورې نه دی او هیله ورته نه شي کیدای. که څه هم دا خبرې له پیله څو ځله شروع شوې او بیا وځنډیدې خو د پاکستان د تحریک طالبان د مشر له وینا وروسته ښایي اسلام اباد ډیره هیله ورته ونه کړي، خو په ورته وخت کې پاکستاني چارواکي امید لري چې له ځینو طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي او په دې ډول هغه طالبان چې یوازې د شرعي نظام نافدیدل غواړي هغه تجرید کړي.

2 thoughts on “د پاکستاني طالبانو مشر د شرعي نظام تر نافذېدو پوري د جهاد د دوام ژمنه وکړه”
  1. ډیره د حیر خبره یې کړیده اوالله ج یې دی کامیاب کړي، ځکه پاکستان ځان ته اسلامي هیواد وایي او نور دشرعي نظام مخالف دی نو بیادپاکستان اسلامي جمهوریت په ځای د پاکستان جمهوري دولت نوم ورکړي چه ښه منافق خومعلوم شي، الله ج دهعه مجاهدینوته توفیق ورکړي چه په پاکستان کې جهادکوي اوجنګیږي او الله تعالی دپاکستان منافق اوانګریزي نظام له مینځه یوسي آمین یارب العلمین

  2. تحریک طالبان پاکستان یوه عفبه ده د پاکستانی سیکولر نظام او مرتد فوج په وړاندی انشاالله چی بری به د مجاهدینو په برخه وی ځکه د چټلیستان له لاسه په ټوله اسلامی نړۍ کی اور بل دی او مسلمانان پکی سوزی

    الله دی دا د پاکستان ملیشي هم په حقیقت پوه کړی څو په افغانستان کی د یرغلګرو سره د سپیڅلی جهاد ترڅنګ په پاکستان کی د تحریک طالبان پاکستان د مجاهدینو سره لاسونه یوځای کړی او د مرتد او سیکولر چټلیستان نقشه ددی دنیا د مخی صفاه کړی نو هله به په اسلامی نړی که امن راشی او د کفار دا خور شوی ټغر به هم ورټول کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *