تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان طالبان له پاکستاني پلوه قبایلي لښکر او ملېشه ځواک سره په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو پرضد د جګړې لپاره میدان ته راوتلي دي.

پاکستاني طالبان وايي چې د افغان طالبانو مشرانو ته یې خبر ورکړی چې خپل کسان د پاکستاني طالبانو پرضد له جګړې راوګرځوي.

یوه پاکستاني خبریال جیونیوز تلویزیون ته وویل چې ممکن نورو کسانو د افغان طالبانو له بیرغ او نومه استفاده کړې وي.

خو پاکستاني طالبان وايي چې د افغان طالبانو له مشرانو سره یې تماسونه نیولي او هغوی یې د دې مسلې پر عواقبو خبر کړي دي.

که دا خبره تایید شي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو پرضد جګړې ته داخل شوي دا به د دواړو خواوو ترمنځ لومړنۍ نښته وي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان د خپلو تحریک پرضد د یو شمېر ځواکونو د یوځای کېدو خبره تایید کړه، ویې ویل چې لشکر طیبه، انصارالاسلام او مومند فورس د دوی پرضد جګړې ته تیاري نیولې ده خو ده د افغان طالبانو په اړه له څه ویلو ډډه وکړ.

احسان الله احسان وویل چې د حمله کوونکو په وړاندې به د ځان دفاع وکړي.

د افغان طالبانو په اړه ویل کېږي چې پاکستان یې د افغانستان پرضد استعمالوي او د پاکستاني طالبانو په اړه ویل کېږي چې اوس یې د افغانستان حکومت د پاکستان پرضد استعمالوي. خو د دواړو په جګړه کې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې په ملیونونو پښتانه زیانمن شوي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *