تاند- د پاکستاني طالبانو یوې غښتلې ډلې اعلان وکړ چې نور به افغانستان ته جنګیالي نه لېږي او د دې پرځای به ټول وسایل او امکانات د وزیرستان دفاع ته متمرکز کوي.
د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا پر وزیرستان د پاکستان د پوځ له بې رحمانه بمباریو او د زرګونو خلکو له بې ځایه کېدو وروسته له خلکو وغوښتل چې د ضرورت په صورت کې افغانستان ته هجرت وکړي.
د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي:«د باوري معلوماتو له مخې حکومت د عملیاتو د کولو پرېکړه کړې ده. موږ پر تاسو خلکو د حکومت نور ظلم نه شو زغملی نو تاسو د وزیرستان خلک د جون تر لسمې مخکې د خپلو کورنیو غړي، ماشومان او ښځې خوندي ځایونو ته یوسئ ځکه چې (د پاکستان د پوځ) د عملیاتو په ترڅ کې خلکو کډې بار کړې، په یاد لرئ چې د حکومت له لوري د اغېزمن شویو کسانو لپاره جوړو شویو کمپونو ته د دې لپاره لاړ نه شئ چې هلته به مو نه دین ساتلی وي، نه ایمان، نه غیرت او نه عزت.»
د مجاهدینو شورا د وزیرستان له خلکو غوښتي چې د پاکستان د حکومت کمپونو ته د تګ پر ځای افغانستان ته لاړ شي.
«داسي لور ته لاړ شئ چې له هغه ځایه د اړتیا په صورت کې افغانستان ته هجرت اسانه وي لکه دته خېل.»
د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا، چې مشر یې پخوا د پاکستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړی و او د تحریک طالبان پاکستان د نورو ډلو په شان یې د حکومت پرضد فعالیت نه کاوه، په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له حکومت سره یې تړون پای ته رسېدلی دی.
د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا له خلکو غوښتي چې د وزیرستان د ننګ او غیرت لپاره له دوی سره لاس یوکړي او د جون تر لسمې پوري د دوی له لیکو سره یوځای شي.
دې ډلې ټینګار کړی چې له دې ایسته به افغانستان ته ځواکونه نه لېږي او خپل ټول قوت به د پاکستان د پوځ پر ضد کاروي.
وزيرستان مظلومه دافغانستان ولس ستاسي
راتگ ته انتظار دي تاسي زمونگ خپل مت او وزر يي
خپل افغان ورونه به لتاسو سره د خولي مري بيله كرو
پدي زانته هيس د شرم او پرديتوب احساس ونكري
ستاسو د راتگ په هيله
i love he ..the right person ..we all wazirastani will crushed this army
پخیر دی راشی مونږ ورته سترګې په لار یاستو څو د خپلو مهاجرینو ورڼو په ورین تندی پالنه وکړو. الله د ناپاک پوځ سره له خپلو ملیشو نیست او نابود کړی