تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه : د پاکستان د پلان او پرمختیا وزیر مخدوم خسرو بختیار اعتراف کړی چې په افغانستان کې سوله ډېره اړینه ده ځکه د افغان جګړې له کبله پاکستان د پرمختګ ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
ښاغلي خسرو بختیار د ااسلام اباد د پالیسۍ څېړنیز انسټیټوټ ته په وینا کې ویلي، په افغانستان کې د جګړې سیاسي حل به د سیمې په کچه تر ډېره پرمختګونو ته لار خلاصه کړي.
په دې ناسته کې چې د عمران خان د مالي چارو ستر سلاکار عبدالحفیظ شیخ، د چین سفیر یاوژینګ او ګڼ نور بهرني میلمانه هم حاضر وو، ښاغلي خسرو ورته په وینا کې وویل، پاکستان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره مهم رول ادا کول غواړي.
دغه پاکستانی چارواکی په افغان جګړه کې د اقتصادي فرصتونو د له لاسه ورکولو اعتراف په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې یې پوځي چارواکو هم ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د کمزوري حکومت د رامنځته کولو لپاره تل د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.