Visa, Pakistani visa

پاکستان له خپلو ویزو د فشار د آلې استفاده کوي او تل په حساسو وختونو کې په افغانستان کې د ویزو وېش بندوي، چې خلک د افغان حکومت ضد بغاوت ته راوپاروي.

د ننګرهار کونسلګرۍ هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته ویزې ورکوي او په کابل کې تر دولسو بجو بیا شاوخوا زرو کسانو ته ویزې ورکول کېږي، خو په کتارونو کې سلګونه کسان ولاړ وي.

د ویزو په وېش کې فساد د پاکستان په کونسلګرۍ او سفارت کې دننه او بهر د یوې فعالې شبکې له لوري مدیریت کېږي، چې په ورځني ډول ترې لکونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي او دغه شبکه د استخباراتي اهدافو لپاره هم زمینه سازي کوي.

په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ او په کابل کې د پاکستان د سفارت مخ ته هره ورځ سلګونه کسان په کتارونو کې ولاړ وي، چې ویزه ترلاسه کړي. ډېری دغه ویزې د ناروغانو په نوم وېشل کېږي او په خېبر پښتونخوا کې پرې د پاکستاني روغتونونو، ډاکترانو او هوټلونو کاروبار روان دی.

پاکستان په دواړو حالتونو کې خپل اهداف ترلاسه کوي. که یې کونسلګرۍ او سفارت خلکو ته ویزې ووېشلې، نو د ویزې له ترلاسه کولو بیا بېرته افغانستان ته تر راګرځېدو پورې د مسافرینو په ټولو مصارفو د پاکستان د اقتصاد یو اړخ وڅرخېد، خو ځینې وخت د سیاسي، پوځي او استخباراتي اهدافو لپاره د ویزو د محدودیتونو ښکاره ګټه یې دا ده چې د بې نظمۍ له امله قهرېدلي افغانان بېرته د حکومت پر ضد بغاوت ته راوپاروي. د خلکو لاریونونه، په حکومتي سیستم بې باوري او د تاوتریخوالي تر کچې انتقادونه ددې اهدافو بېلګې دي.

هر ځل په حساس وضعیت کې پاکستان د خپل ګیم یوه برخه عملي کوي او په افغانستان کې د ویزو په وېش تازه محدودیت یې داسې مهال دی، چې د یکشنبې په ورځ رسماً په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاینونه پیل شول او نوماندان د سیالۍ ډګر ته ووتل. د پاکستان سفارت اعلامیه خپره کړې، چې تر سفارت بهر د بې نظمۍ او مداخلې له وجې په افغانستان کې د خپلو ویزو وېش محدودوي.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له بحراني تاریخ څخه هم پاکستان د فشار د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي او د ولسمشریزو ټاکنو په تازه څپه کې دوی تمه لري، چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به بیا بحراني شي او د خلکو لوی کاروان به دوی ته د پناه لپاره د ویزو غوښتنه وکړي، نو ځکه یې له وړاندې دغه بهیر محدود کړ. په دې زماني مقطع کې له عام قشر پرته ښایي نور خلک د ویزو ترلاسه کولو ته ډېره لېوالتیا ونه لري، خو پر افغانانو د ذهني فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.

هره ورځ له درېیو زرو د زیاتو ویزو په وېش کې ایله اته سوه تر زرو پورې یې په نظم او د سیستم پر اساس ووېشل شي، پاتې نورې ټولې ویزې د مافیایي سیستم عمده برخه ده، چې کړاو او زیان یې افغانان پرې کوي، خو ګټه یې د پاکستان اقتصاد او په سفارت کې فعالې شبکې ته رسېږي.

تر اقتصادي ګټو هاخوا ددې شبکې عمده فعالیت استخباراتي دی او د ویزو اخیستو پر مهال ټول هغه کسان په نښه کېږي چې په افغانستان کې د پاکستاني سیاستونو منتقدین دي.

معلومات ښیي، چې په تور بازار کې پاکستاني ویزې له درې زرو تر شل زرو کلدارو او له درې زره افغانیو تر درې سوه ډالرو قېمت لري، چې عواید یې د پاکستان په سفارت کې دننه او بهر یوې فعالې شبکې ته ټولېږي.

سرچینه وایي، په دغه شبکه کې د پاکستان د ویزو د برخې له لوړ رتبه مامورینو نیولې، د سفارت بهر افغان سمبالوونکي، پولیس او سیاحتي شرکتونه شامل دي: ((که په یوه ویزه درې زره افغانۍ ورکړې، نو لومړني معامله کوونکي ته ایله پنځه سوه افغانۍ پاتې شي، په زنځیري ډول د پنځه سوه افغانیو سر په سفارت کې د ویزې کارکوونکو ته رسېږي.))

پر ویزو د پاکستان محدودیت د اقتصادي، سیاسي او استخباراتي عواملو له وجې دی، نه د بې نظمۍ او ګډوډۍ. سفارتونه د ویزو د وېش لپاره خپل سیستمونه لري، خو په افغانستان کې د پاکستان سفارت د ویزو د وېش دغه سیستم لاسي د همدې لپاره غیر منظم ساتلی، چې په مقابل کې یې وخت ناوخت پر افغان حکومت د فشار د یوې آلې په توګه استفاده کړي.

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *