محمد ایوب خان

تاند- له کلونو راهیسې په پاکستان کې د بلوڅانو ترڅنګ پښتانه په مرموز او ښکاره ډول تښتول کېږي او عموماً یې د مړ- ژوندي درک نه معلومېږي.

د بشري حقونو یوې مخکښې ادارې او دغه راز ملګرو ملتو بالاخره په پاکستان کې له پښتنو او بلوڅانو سره د دې زور زیاتیو په وړاندې غږ پورته کړ.

پاکستاني رسنۍ د دې ډول پېښو په اړه عموماً څه نه وايي خو نن /پنجشنبه/ ډیلي ټایمز ورځپاڼې د محمد ایوب خان کیسه خپره کړې چې یو وراره ورڅخه پوځیانو ۷ کاله پخوا په سوات کې وتښتاوه او بل یې اوس په کراچۍ کې وړی دی او د هیڅ یوه مرګ ژوندی نه دی څرګند. (تفصیل)

دا د زرګونو ورته پېښو یو مورد دی چې ورځپانې یې یادونه کړې ده.

م. م وايي د ۵۰۰ تنو شکایت ورته شوی او د زرګونو نورو د بې درکۍ شکایتونه حکومت ته شوي

د بخښنې نړیواله موسسه یا ایمنسټي انترنشنل وايي، ملګروملتو له پاکستان څخه د بې درکیو یا د هغو کسانو چې نیول شوي او مرګ – ژوندی یې معلوم نه دی، څه باندې ۷۰۰ راپورونه ترلاسه کړي او په سلګونو نور راپورونه د پاکستان حکومت ته وړاندې شوي دي.

دا اداره وايي چې له دې سره سره په پاکستان کې هیڅوک د بې درکه کړای شویو کسانو په خاطر مسوول نه دی بلل شوی.

د بخښنې نړیوالې موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي، د ملګروملتو د جبري بې درکیو کاري ډلې له پاکستان څخه د څه باندې ۷۰۰ تنو د بې درکه کېدو یا په زوره د بې درکه کېدو شکایتونه ورته شوي او پر دې سربېره په پاکستان کې د بې درکه شویو د تحقیقاتو کمیسیون ته د سلګونو نورو کسانو د بې درکۍ شکایتونه شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، په بې درکه شویو کسانو کې بلاګ لیکونکي، ژورنالیستان، زده کوونکي، محصلان، د سولې فعالان او د بشري حقونو فعالان، چې د بشري حقونو د شورا په شان ارزښتونو ته کار کوي، هم شامل دي.

د بخښنې نړیوالې موسسې اعلامیه وايي«تراوسه پورې هیڅوک د چا د بې درکه کولو په خاطر مسوول او ملامت نه دی ګڼل شوی.»

د بخښنې نړیوالې موسسې، چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې بې درکه شوي کسان شکنجه شوي او حتي وژل شوي دي.

له کلونو راهیسې په پاکستان کې دا تور لګول کېږي چې په زرګونو کسان د دغه هیواد امنیتي ادارو نیولي او مړ – ژوندی یې معلوم نه دی.

د بخښنې نړیوالې ادارې دا ډول اقدامات تروریستي حربه بللې ده.

دې ادارې پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په زوره د خلکو نیول او د هغو بې درکه کول د نړیوالو قوانینو پر اساس جرم دی او که په پراخه پیمانه او منظم ډول شوي وي، د بشریت پر ضد له جنایت سره برابر اقدام دی.

د بحښنې نړیواله اداره وايي، په پاکستان کې دا کسان په داسې حال کې بې درکه شوي چې د مدني ټولنې خلاف په پراخه پیمانه اقدامات روان دي.

د بخښنې نړیواله ټولنه وايي، په پاکستان کې د بیان انلاین ازادۍ جرم ګڼل کېږي، د بشري حقونو مدافعانو ته ګواښونه کېږي او پر ژورنالیستانو حملې کېږي. د مدني ټولنو پر ادارو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګول شوي او نړیوالې این جي او ګانې یا غیرحکومتي موسسې ایستل شوي دي.

دې ډلې په عین حال کې د پاکستان د حکومت له لوري د دې خبرې د منلو هرکلی کړی چې وايي په زوره د خلکو بې درکه کول به جرم اعلان کړي.

خو دې ډلې په دې اندېښنه ښکاره کړې چې د پاکستان حکومت د ګڼو سپارښتنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

دې ډلې ویلي چې د پاکستان حکومت په خپله د بې درکیو ناوړه سابقه لري او د بې درکه کېدو په وړاندې د ټولو خلکو د ساتنې نړیوال کنوانسیون یې نه دی لاسلیک کړی.

One thought on “د پاکستاني پوځیانو له لوري د زرګونو بېګناه خلکو تښتونو د پښتنو غوسه پارولې”
  1. پښتون پخپله ځان پړکړئ، لږ د ځان وخوځوه اې پښتونه، خوله دې خلاصه کړه اوخپل حق دې وغواړه۰ ترڅوبه هندوپنجابي اودیګان ته لالاوائي۰ همت وکړه« پښتونه» خپله خاوره، خپله ژبه، خپل نسل په خپله وګټه۰ د چا په تمه کیناستل ـ ورکیدل دي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *