تاند- افغانستان نن /پنجشنبه/ د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د پاکستاني پوځیانو له لوري يې پر افغانستان د ډزو له کبله احتجاج وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین خپل دفتر ته له وربللو وروسته د د دیورند کرښې له پوري غاړې څخه د افغانستان لوري ته د هاوان او توپونو د ګولیو پر ویشتلو د احتجاج ترڅنګ ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
ښاغلي حکمت کرزي ابرار حسین ته وویل چې پاکستاني پوځیانو په وروستیو څو ورځو کې د کونړ او ننګرهار څو ولسوالیو ته د درنو وسلو ۵۳ ګولۍ ویشتي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ سپین ژۍ، دوه خوله، چونچوړو تنګي، او کمري لکړ سیمې او د کونړ د ناړۍ او شیګل ولسوالیو بتاش، ډولۍ خوړ او چوګام سیمې ویشتي دي.
په دې توغندويي بریدونو کې د یوې ښځې په ګډون درې ملکیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پاکستان سفیر ته وویل:«د داسي حملو دوام د ښه ګاونډیتوب د اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف دی او د دوو هیوادونو دوستانه اړیکې زیانمنولی شي.»
ده د پاکستان بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه وبلله او د هغو د سمدستي بندېدا غوښتونکی شو.
حکمت خلیل کرزي دا هم وویل چې دا ډول حملې نه یوازې د افغانانو سرومال ته د تاوان اړوي بلکې د افغانستان او پاکستان اړیکې هم خرابوي.
وروسته له دې چې د محمد اشرف غني په مشرۍ په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو، پاکستان د افغانستان پر سرحدي ولایتونو بریدونه ودرول. خو اوس داسي ښکاري چې یو وار بیا یې حملو ته زور ورکړی دی.
پاکستاني پوځیانو په وروستیو کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو کې د خپلو پوستو د رامخکې کولو هڅې وکړې چې په پایله کې یې د دواړو خواوو ترمنځ وړې نښتې وشوې.
په دغو نښتو کې د افغانستان یو پوله ساتی نجیب الله سر ورکړ.
راپورونه وايي چې لا هم پاکستاني پوځیان د پکتیکا په شکین ولسوالۍ کې پوستې او نور تاسیسات جوړوي.