تاند- پاکستان وايي، ډیورنډ کرښې ته نژدې په قبایلي سیمو کې د دغه هیواد د پوځ په هوايي حمله کې لږترلږه ۶۵ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له یوې خبرپاڼې سره سم د شمالي وزیرستان په دوو سیمو کې په هوايي بریدونو کې ۵۰ وسله وال مخالفان ووژل شول او یو سلاکوټ یې ویجاړ شو. له بلې خوا په خیبر ایجنسۍ کې ۱۵ نور وسله وال مخالفان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه وسله والو طالبانو تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

د تېر کال په جون میاشت کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې پراخ عملیات وروسته له دې پیل کړل چې د ناټو جنګي ځواکونه له افغانستانه ووتل. پاکستان په دې عملیاتو اکثره بهرني سخت دریځي افغانستان ته راوشړل.

د وزیرستان او خیبر ایجنسۍ ننني عملیات یوه ورځ وروسته له دې وشول چې طالبانو په اټک کې د پنجاب صوبايي وزیر له ۱۶ تنو نورو سره په یوه ځانوژونکې حمله کې وواژه.

2 thoughts on “د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې ۶۵ طالبان ووژل شول”
  1. وژلي به ېې ښځې او ماشومان وی خو سبا ته به د کچکول سره امریکې ته ځي چې نور ډالر وغواړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *