تاند- د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په یوه حمله کې ۳۲ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
د سیمه ییزو سرچینو وویل چې د پاکستان پوځیانو پنځه ویشت تنه په میرعلي کې پر یوه هوټل د حملې په ترڅ کې ووژل.
راپورونه وايي چې د دې ړندو حملو هدف په سیمه کې وسله وال مخالفان ول.
نور ملکیان هغه مهال ووژل شول چې پر یوه مارکیټ د پوځیانو د هاوان ګولۍ ولګېده.
په یوه بله پېښه کې د هاوان ګولۍ پر یوه کور ولګېده، یوه ښځه او د هغې درې ماشومان یې ووژل.
راپورونه وايي چې پاکستاني پوځیانو هر لور ته د درنو وسلو ګولۍ ویشتلې.
د پاکستان پوځ وروسته له دې د هاوان او نورو وسلو مرمۍ وویشتې چې یوه ځانوژونکي پرون /چهارشنبه/ ماښام په میرعلي کې د پوځ د یوې کلا په لور له چاودېدونکو موادو ډک موټر ورروان کړ.
په دې حمله کې لږترلږه څلور پوځیان ووژل شول.
د پاکستاني طالبانو له تحریک سره تړلې انصار الاسلام ډلې، چې ډېره مشهوره نه ده، د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.