په حدیث مباریک کښي راځي چي حیا د ایمان یوه شعبه او یوه برخه ده. یوه ورځ حضرت محمد ص داسي ناست ؤ چي پایځه یې لږ پورته وه او ساق یا پُنډۍ یې لږ معلومیدل، حضرت ابوبکر صدیق رض راغلي ور سره کښیناستۍ، وروسته عمر رض او علي رض راغلل خو په اخر کښي کله چي حضرت عثمان رض راغلي نو حضرت محمد ص خپل پایڅه کښته کړل، او سم دم سیده کښیناست، دا نورو اصحابوکرامو پوښتنه وکړل چي یا رسول الله  زموږ د راتګ په وخت کي دي ډډه وهلي ؤخو دحضرت عثمان په راتګ هم کښیناستۍ اوهم دی پایڅه راکښته کړل؟

حضرت محمد ص ورته وویل چي حضرت عثمان ډیرحیاء داره انسان دي د حضرت عثمان څخه  یوازی زه نه بلکي ملائیکې هم حیاء کوي نو ځکه مي پایڅه کښته کړل. حضرت عثمان رض تعالی عنه وایې زه چي کله غسل کوم او خپل کالي وکاږم نو د اسمان طرف ته وګوروم او خدای پاک ته وایم چي یا الله ته ماته عفه وکړه زه ډیر در څخه شرمیږم چي کالي مي کښلي وي خو بله چاره نه لرم باید غسل وکړم اوس او لمونځ وکړم.

څو ورځي مخکي پاکستاني فیلمي ستوري قندیل ویلي وه چي که پاکستان د هندوستان څخه د کریکټ لوبه وګټي نو دا به خپل ځان د خوشحالۍ څخه لڅ لغړ کړي. زه نه پوهیږم چي ته پدي کار سره څه لاسته راوړي ؟ ګراني فیلمي ستوري ! انسان چي لڅ لپړ ولاړ وي تر بل هر حیوان بد ښکاري په لباس کښي انسان ابرومنده وي، عزت او عیب يې خوندي وي، د لباسونو کمپنۍ یو د بل ترمنځ د ښه کالو جوړولورپرسرقابت کوي ترڅو ښه لباس جوړکړي. دانساني دورې په شروع کښي انسانانو د انسانیت دمحسوسولو لپاره خپل شرمګاوی د ونویا درختو په پاڼو پټولي، د مهاتما ګاندي څخه یو چا پوښتنه کړی وه چي تمدن څه ته وايې؟ ده په ځواب کی ویلي وه چي یو داسي حالت ته وايې چي د حیا په نوم سړي ته بي حیایې ورښيې. راځه داسي فرض کړو چي پاکستان لوبه وګټل او تا هم ځان بربنډ کړي نو یعني څه؟ پدي کارسره خو تا د پاکستان (۱۸۰) میلیونه ټول نفوس بي عزته کړي ځان دی بد نام کړي خلګ به وایې هغه قندیل چي سره ….. ولاړه وه هغه راښېي او دی به وایې چي هو، او هر کله چي پاکستان لوبه کوي د نړۍ ټول نفوس به وايې چي داد قندیل لغړی ټیم دي نور خو نو هیڅ ګټه نه در ته کوي ځکه ستا په څیر ډیرسره لغړ کسان د ځمکي پر مخ ګرځي دهیچا یې نوم لا نه دی زده.

5 thoughts on “ د پاکستانۍ قندیل جاني بربنډتوب او د حیاء تر منځ فاصله”
  1. تاسو لا ورته خفه کېږئ، دا ټول د فحش او فجور زېږنده ده، پرېږدئ چې خدای یې نور هم وشرموي.

  2. بی ادبی معاف وایی دمولانا فضل الرخمن ډیزلی لور ږږږو او بل ته نصخت کوی پاکستان خپله سه کوی او د هیرامنډی نسل بیا په افغانستان کی د جهاد دعوی کوی افغانانو نور دالله لپاره د پاکستان داهغه دومخی سیاست وپیزنی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *