لیکوال: جاویداحمد
ژباړن: حزبالله اتل
سرچینه: نېشنل انټرسټ
په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې د پښتنو لږهکیو د صحرایي توکمي وژنو او پوځي عملیاتو خلاف ډلهیز سولهییز حرکتونه پیل شوي دي. دغه بنسټیز حرکت د پاکستاني حکومت او په ځانګړي ډول د استخباراتي سازمان (ISI) پر خلاف پیل شوی دی.
د لسیزو لپاره، پاکستاني استخباراتي ډلې له امریکا سره د غښتلي همکار په توګه ګډ عملیات کوي او په ځانګړي ډول په افغانستان کې ورسره د ترهګرۍ جګړې خلاف همکاري لري. له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې روانه افغان جګړه له شک پرته د مایوسۍ تر کچې رسېدلې ده. دې ملاتړ په تدریجي ډول افغان جګړه د سیالۍ او نفوذ په یوه ډګر بدله کړې، چېرته چې د پاکستان استخباراتي اداره غواړي پرې خپل حاکمیت ولري. له شک پرته د (ISI) رول ددې لپاره دی، چې د هند خلاف د نیابتي جګړې شبکې کنټرول کړي. (ISI) کومه معمولي استخباراتي اداره نه ده. دا اداره د پاکستاني پوځيانو تر قوماندې لاندې په خورا پټ او خطرناک ډول، په سیاسي نفوذ او زغم فعالیت کوي او خپل مخالفین په خورا بې رحمۍ له مخې لرې کوي. برعکس ځینې راپورونه ښیي، چې له نظم او ډسپلین پرته (ISI) دومره هم کومه مغلقه اداره نه ده. دا اداره کوم ثابت تشکیلاتي جوړښت، یو چتر او بیروکراتیک شراکت نه لري، خو پهکې د نیمګړتیاوو راپورونه هم کم تر سترګو کېږي. قانون ته ژمنتیا نشته او فعالیتونه یې ټول له پاکستاني پوځي بنسټونو سره په همغږۍ رهنمایي کېږي. دا سازمان نږدې پنځه ویشت زره پرسونل لري، چې ګمارنې پهکې تر ډېره د پوځ له نژادي ورته والي او کچې سره سم ترسره کېږي. تر ټولو سخته خو دا ده، چې دغه سازمان تر دې فلسفې لاندې عملیات پرمخ وړي، چې دښمن باید یا د دوی تابع شي یا له منځه یوړل شي. دا پرانویا (د ارواپوهنې اصطلاح ده: د شدیدې بدګمانۍ رامنځته کولو لېونتوب) دوی ته اجازه ورکوي، چې په بنسټیز ډول وسلهوال ګروپونه او خیالي ګواښونه وروزي او پر هغوی خپل فعالیتونه پرمخ یوسي. ادعا کېږي، چې ددې اهدافو د ترسره کولو لپاره دا سازمان په نږدې سل زره وسله والو نفوذ لري.
په ټول پاکستان کې، (ISI) د حکومت په هسته کې قرار لري. دا په منظم ډول د عادي خلکو د حقونو او هغو کورنیو پروسو پر وړاندې لوی چلېنج دی، چې په سیستماتیک ډول د ورکو شویو خلکو د صحرایي محکمې پر وړاندې راپورته شوي دي. په دغو ورکو شویو کسانو کې سیاستمداران، فعالان، اکاډمیکې څېرې او د رسنیو کارکوونکي شامل دي. دوی له افراطي مذهبي ډلو سره د تړاو په جعلي ادعاوو نیول شوي او په دې ډول هڅه کېږي، چې سیاسي ډلې او خلک د حکومت تابع کړي.
بالاخره، (ISI) نوي تاکتیکونه له پخوانیو سره یو ځای کړي لکه، وېرول، په زور ورکول، استبدادي بند، ترور او سیاسي وژنې. ددې سازمان دایمي دندې دا دي، چې سیاسي فعالیتونه سبوتاژ کړي، رواني عملیات ترسره کړي او په عامه کمپاینونو خپل نفوذ غښتلی کړي. ډېره وېرونکې خو دا ده، چې له جهادي ډلو سره ددې سازمان اړیکو پر سازمان ناوړه اغېز کړی او هغه یې د افراطي ډلو په یوې څانګې بدل کړی دی.
په افغانستان کې، د (ISI) تر څار لاندې عملیات کم تر کمه په درېیو برخو کې پرمخ وړل کېږي:
S ریاست: دغه څانګه په افغانستان کې پټې جګړې مدیریت کوي او د دوی د فعالیتونو پر ضد پر افغان پالیسۍ څار کوي. دوی د خپلو عملیاتو لپاره وسله والو ډلو ته تجهیزات هم برابروي.
د ځانګړو خدمتونو ډله (SSG): دغه څانګه همدا راز په پاکستان کې د SS په نوم هم یادېږي. له کمونېستانو د ځان خوندیتوب لپاره دغه ډله د پاکستاني ځانګړو ځواکونو له لوري په ۱۹۵۰ کال کې تأسیس شوه. نن، د (ISI) د یوې دایمي څانګې په توګه، د ځانګړو خدمتونو ډلې یو شمېر غړي د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې جګړه پر مخ وړي. همدا راز، د ځانګړو خدمتونو ډله د طالبانو د لیکو مخکښان دي او له هغوی سره په عملیاتي لارښوونو، خدمتونو او د اهدافو په پېژندلو کې مرسته کوي. په واقعیت کې، په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ د (ISI) موجودیت اوس یوه عادي خبره ده او نور د افغان او امریکایي ځواکونو لپاره د حیرانتیا کومه موضوع نه ده.
افغان تدارکاتي حجره (Afghan Logistics Cell): په پاکستان کې ترانسپورټي شبکې د (ISI) تر مخامخ څار لاندې د سرحدي قول اردوګانو له لوري طالبانو ته لوجستیکي (تدارکاتي/ لېږد رالېږد) اسانتیاوې برابروي. دوی او د دوی د کورنیو ملاتړ کوي. په دغو اسانتیاوو کې مېشتځایونه، وسلې، وسایط، پټېدل، پیسې، پېژند کارتونه او خوندي لارې شاملې دي.
د (ISI) له لوري ټولې شبکې ددې لپاره رامنځته شوې دي، چې افغانستان پرې ټوټه، ټوټه کړي او پهکې خپل تابع حکومت واکمن کړي. دغه اهداف هغه مهال عملي کېدای شي، چې د افغانستان امنیت تر دې نور هم خراب شي. امنیتي کړکېچ به سیاسي کړکېچ ته لار هواره کړي او سیاسي کړکېچ به په افغانستان کې د سیاسي خلا لامل وګرځي. دا وضعیت به طالبانو او د هغوی ملاتړو ته د واکمنۍ زمینه برابره کړي. د ملاتړ دا اقدامات په څرګنده د وسله والو ډلو د غښتلي کېدو لامل ګرځېدلي دي. په هر حال، د پاکستان منتر دا دی، چې دوی له طالبانو سره غښتلې اړیکې لري، خو داسې ښیي، چې پرې هېڅ کنټرول نه لري.