څلور ورځې مخکې ناڅاپه په خواله رسنیو (ټولنیزه رسنیو) کې، د لوګر ولایت له ازرۍ ولسوالۍ څخه داسې یو خبر خپور شو چې کومې بهرنۍ چورلکې هلته بېړنۍ ناسته کړې. په هغه لومړنیو شېبو کې داسې اټکل کېده چې دا به د هغه قراردادیانو الوتکه وي چې د افغانستان د دفاع وزارت او یا ناتو او امریکایي ځواکونو د اکمالاتو له پاره په کرایه نیول شوې؛ خو لږ وروسته ښکاره شوه چې دا یوه پاکستانۍ M17 (روسي) چورلکه وه چې په یوه غرنۍ سیمه کې لوېدلې او عمله یې د طالبانو لاس ته ورغلې.
ښاغلی ارینزی
ښاغلی ارینزی

اوس چې د سیمې د خلکو، د ولایتي او ولسي جرګو استازو او د افغانستان او پاکستان د دولتي ویندویانو او رسنیو د ویناوو پر بنسټ، په دې خبره کې لږ وضاحت شوی، دا الوتکه د پنجاب په حکومت پورې اړه لري او د دوی په وینا چې د ترمیم له پاره د افغانستان له لارې ازبکستان او یا احتمالاً روسیې ته روانه وه.

په رسنیو کې راغلي چې دا پنجابي الوتکه له پېښور څخه الوتلې وه. که څه هم چې له پېښور څخه ازبکستان ته لنډه لار د افغانستان په بدخشان (پامیر) او تاجکستان تېرېږي؛ خو راځي دا ومنو چې الوتکې تخنیکي ستونزې درلودې او د پامیر په هسکو نه شوای الوتلای او د لوګرکابل، سالنګ او شمال مسیر یې ټاکلی و.
دا مسیر خو مطلقاً مشابه شرایط لري! دا سمه ده چې چورلکه به د لوګر او کابل په اوارو سیمو تېره شوی وای؛ خو سالنګ همدومره جګ او سوړ دی لکه پامیر چې دی. له 4000m لوړ!!
دویمه خبره دا ده چې پاکستان د دې الوتکې د تګ له پاره ولې د افغانستان ملکي هوایي چلند ته مراجعه کړې؟ دا خو پوځي الوتکه وه. د امنیت شوری یا د ملي دفاع وزارت باید دا اجازه ورکړی او شرایط پوره روښانه کړی وای!
که چېرته یوه پاکستاني ملکي الوتکه ازبکستان  ته ځی، له پېښور څخه به پورته شې او په تاشکند کې به کینی؛ خو د پوځي چورلکې تګ ځانګړي شرایط لري. دا چورلکه له دیورند څخه تر حیرتان پورې په 800km اوږده لار کې هر ځای کوزیدای شي، عکاسي کولای شي اواو که کومه خبره هم پېښه شي، بیا وېل کېدای شي چې تخنیکي ستونزې مو درلودې او مخکې مو تاسو ته خبر درکړی و!
درېیمه خبره دا ده چې هغه الوتکه چې تخنیکي ستونزي ولري، د پنجاب او ماسکو تر منځ څه باندې 12400km اوږده لار په خیر او سلامت نه شي وهلای! پېښور به هم همدومره (لږډېر) واټن ولري. هغه چورلکې چې تخنیکي ستونزې ولري او یا اساسي ترمیماتو ته اړتیا ولري، د بلې الوتکې په وسیله تر ورکشاپ پورې رسول کېږي!!
څلورمه خبره دا ده چې ویل کېږي دې الوتکې په ازره کې د طالبانو په یوه پوسته د توغندي ډز کړی او بیا چې چورلکه
له ستونزو سره مخامخ شوې؛ نو طالبانو له غوسې نه سېځلې او اووه کسان یې له ځان سره بیولي!
اوس بیا پوښتنه پیدا کېږي چې که دا چورلکه  ترمیم ته روانه وه، نو توغندي یې څه کول؟ دا خو د جګړې ډګر ته نه وه روانه!
په ډېری رسنیو کې دا هم ویل شوي چې په چورلکه کې پوځي جامې، تلیفونونه یا مخابرې، جي پي ایس  او ډالر هم وو! که طالبان همت وکړي او د چورلکې د محتویاتو په هکله رښتیا ووایي،  نړیوال به په دې پوه شي چې د پنجاب چورلکه ترمیم ته نه وه روانه او څه نور وظایف یې درلودل!!
شپږمه خبره دا چې که دا الوتکه ترمیم ته روانه وه؛ نو نیم درجن پوځیانو په دې څه کول؟ ځینې اوازې داسې دي چې په دې الوتکه کې د راحیل شریف  زوم او دوهدرې متقاعد یا برحاله پوځیان هم سپاره وو. هغه چې د کابل په پل خشتي جومات کې یې د تهجد او شکرانې لمنځونو خوبونه لیدل!
منطق خو داسې وایي هغه چورلکه چې د تخنیکي ستونزو له امله، ترمیم ته روانه وي، باید په خلکو ډکه نه شي؛ خو په دې الوتکه کې د پوځیانو شتوالی داسې شکونه پیدا کوي چې دا الوتکه به د ازبکستان په  نامه  همدې ازرې یا د افغانستان کوم بل ځای ته روانه وه او که داسې وي، بیا د پوځیانو، پوځي جامو، ډالرو او مخابرو ټوله خبره رښتیا کېږي. پاکستان به تمه درلوده چې د دې ډرامې له لارې نړیوالو ته ووایي چې وګورۍ طالبانو زموږ الوتکه وسېځله او عمله یی بندیان  کړل. مانا دا چې هغوی خپلواکه دي او موږ اغېز پرې نه لرو!
او دا کار به ځکه کوي چې امریکا او نړۍ یې دوه مخي سیاست ته متوجه شوي او پوهېږي چې پاکستان هم په نعل وهي هم په میخ! له امریکا څخه د ترهګرۍ ضد بودجه اخلي؛ خو دا پیسې عملاً د ترهګرو په روزلو، تجهیز، تسلیح او جګړو لګوي!
یا کېدای شي پاکستان اوس داسې فکر کړي وي چې د یو  شمېر بندي طالب مشرانو خلاصون ته اړتیا ډېره شوې؛ نو د دې توطیې له مخې به د خپلو اوو پوځیانو په بدل کې یو شمېر طالب بندیان خلاص کړي. هم لعل به دست آید و هم دل یار نرنجد!
بله خبره دا وه چې په دې چورلکه کې روسي پیلوټ، لارښود، کشاف یا انجنیر او یا جنرال څه کول؟
که دا روسی چی تیانوف نومی، د دې چورلکې د بېولو له پاره راغلی او مسلکي سړی وي؛ نو پاکستان  د اجازې د اخستلو په وخت کې باید افغان حکومت (امنیت شوری یا دفاع وزرات) ته ویلي وای چې په دې الوتکه کې به یو یا دوه روسي اتباع هم شته.
خیر په هر صورت د الوتکې له لوېدو وروسته د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال راحیل شریف لومړی په افغانستان کې د امریکا او ناتو پوځونو مشر جنرال نیکولسن او بیا ولسمشر اشرف غني ته تلفونونه وکړل او د پاکستانی پوځیانو د خلاصون په برخه کې یې د دوی مرسته وغوښته!
جنرال راحیل شریف په دې هم ښه پوهېږي چې د افغانستان اصلي واکمن جنرال نیکولسن دی او باید لومړی د هغه مرسته وغوښتل شي؛ خو زموږ ولسمشر داکتر اشرف غنی باید دا موضوع ډېرهډېرهډېره جدي ونیسي، د ملي امنیت مشاور ښاغلی اتمر باید دا وخت تهران ته نه وای تللی، د افغانستان په چارو کی د پاکستان د څلوېښت کلنی علني او بربنډې مداخلې د ښکاره ثبوت وخت راغلی.
دولت (د امنیت شوري، د امنیت ریاست او د ملي دفاع او داخله وزارتونه) باید دا موضوع په همغه لومړي ورځ حل کړې وای. دولت باید د مولوي شیرین یا هغه قوماندان چې په ازره کې یې اوه پاکستانیان یرغمل کړي، د اخستلو یا قانع کولو له لارې، د چورلکې پاکستاني پوځیان او احتمالاً د راحیل شریف زوم لاس ته راوړي  چې نړۍ ته نوره هم بربنډه شوی وای،  چې پاکستان په افغانستان کې عملاً په جګړه بوخت دی.
طالبان هم باید د لومړی ځل له پاره په دې موضوع کې خپل سیاسي بصیرت وښیي. داسې خبرونه شته چې طالبان په دې پوه شوی و چې پاکستانۍ چورلکه ازرې ته راغلې وه چې داعش ته پیسې، وسلې، مخابرې او نور امکانات راوړي او د طالبانو او دولت په ضد د جګړو یوه بله جبهه پرانیزي! خو دوی وار ړومبی کړ او سزا یې ورکړه! داسې هم ویل کېږي چې د ازرې طالب قوماندان مولوی شیرین یو وخت حکومت پاکستان په پېښور کې بندي کړی و او د پاکستان په ضد عقدې لري او کېدای شي چې ښه مرسته وکړي شي. بله خوا د پاکستان تحریک طالبان هم وایی چې دا اووه کسان له دوی سره دي او که دا خبره سمه وي د پاکستان دولت به دروند پور پرې کړي!
په هر صورت خبره ډېره جدي او مهمه ده هیله ده چې د افغانستان امنیتي ادارې ژر تر ژره وړ ګامونه پورته او له ممکنه چانسونو څخه ښه ګټه پورته واخلي.
———
One thought on “د پاکستانۍ چورلکې معما !/ احسان الله ارینزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *