تاند (کابل)- یوه پاکستاني الاصله امریکایي سړي چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې یې د ۲۰۰۸ کال د ترهګریزو حملو په پلانولو کې مرسته کړې وه د دوشنبې په ورځ یوې هندي محکمې ته وویل چې نوموړي د یادې پروسې په بهیر کې د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) له دوه روزونکیو سره لیدلي وو.‌

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې،‌ هند له ډېرې مودې راهیسې په دې لټه کې وو چې له دغه شخص، ډیویډ هیډلي، څخه چې اصل نوم یې داود ګېلاني دی،‌ داسې خبرې واخلي چې ووایي چې د پاکستان حکومت له یادې پېښې سره چې له ۱۶۳ تنو څخه ډېر کسان په کې ووژل شول نېغ په نېغه اړیکې لري.‌

د ممبۍ تاج محل پېلېس هوټل له ترهګریز برید څخه وروسته
د ممبۍ تاج محل پېلېس هوټل له ترهګریز برید څخه وروسته

ورځپاڼه لیکي چې،‌ ښاغلي هیډلي په امریکا کې له یوه نامعلوم ځای څخه چې نوموړی هلته د ۳۵ کالونو په مخه د زندان شپې ورځې تېروي د ټیلي کانفرانس له لارې په حملو کې د هغه د رول په هکله خبرې وکړې. له هیډلي څخه د هندوستان یوه حکومتي څارنوال اوجوال نیکام پوښتنې کولې. ویل کیږي چې دغه پوښتنې به په راتلونکیو ورځو کې هم دوام ومومي.‌

نیویارک ټایمز لیکي چې،‌ هندوستان هڅه کوي چې په دغې پېښې کې د پاکستان د رسمي ښکېلتیا په هکله شواهد ترلاسه کړي او بیا یې په یو ډول د دې له پاره د پاکستان له حکومت سره شریک کړي چې د توطیه جوړوونکیو پر ضد ګامونه واخلي. د لشکر طیبه یو مشر ذکی الرحمان لکهوي چې ویل کیږي چې د ممبۍ په حملو کې یې لاس درلود او د پاکستان د حکومت له خوا بندي کړای شوی وو د ۲۰۱۴ له ډسمبر راهیسې په ضمانت خوشې کړای شوی دی.

ذکی الرحمان د پېښور په حربي ښوونځي له یوه ترهګریز برید څخه، چې د پاکستان حکومت داسې ښودله چې ګواکې هند په کې لاس لري،‌ دوه ورځې وروسته خوشې کړای شو.

نیویارک ټایمز وړاندې د آی اېس آی چلوټه ښکاروي او لیکي چې، هیډلي په آی اېس آی کې مېجرعلي او مېجر اقبال د خپلو تماسي کسانو په توګه یاد کړي دي او مخکې یې ویلي وو چې یاده اداره د ممبۍ په حملو کې ښکېله وه.‌ نوموړي پخوا امریکایي څارنوالانو ته ویلي وو چې لشکر طیبه د آی اېس آی تر چتر لاندې کار کوي،‌ او دا چې د آی اېس آی یوه چارواکي نوموړي ته د ممبۍ له حملو څخه مخکې هند ته د اکتشافي معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره د سفر په موخه د تادیاتو وړاندیز کړی وو. هغه دې ته ورته خبرې له هغو هندي څېړونکیو سره په خبرو کې هم کړې وې چې په امریکا کې یې له هغه سره کتلي وو.

د هیډلي د دوشنبې د ورځې له خبرو څخه دا هم څرګنده شوه چې لشکر طیبه په ممبۍ ښار باندې له یادې حملې څخه مخکې هم دوه ځلې د حملو هڅې کړې وې.

تاج محل پېلېس هوټل په روغ حالت کې
تاج محل پېلېس هوټل په روغ حالت کې

هیډلي دا هم وویل چې هغه د دې له پاره چې لا ډېر امریکایي ښکاره شي د آی اېس آی تر چتر لاندې لشکر طیبه د چارواکو په وینا خپل نوم له داود ګېلاني څخه په هیډلي باندې واړاوه.‌ هغه په دې موخه هند ته اوه ځلې سفرونه وکړل او د یادو پاکستاني ادارو له پاره یې د ممبۍ ښار په ساعتونو ساعتونو ویډیوګانې جوړې کړې.‌

هیډلي ۵۵ کاله عمر لري او د یوه پاکستاني شاعر او ډپلوماټ سید سلیم ګېلاني او امریکایۍ مور سیریل هیډلي زوی دی چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې له حملې څخه وروسته یې د خپل ځان په برخه کې یوه دوه مخیزه لوبه لوبولې ده.‌ هغه د امریکا د نشه ییزو توکو پرضد ادارې سره هوکړه وکړه چې په ۲۰۰۲ کال پاکستان ته لاړ شي او د هیرویینو د قاچاق په هکله معلومات راټول کړي.

پاکستاني چارواکو نوموړی د هیرویینو د قاچاق په یوه شرکت کې ونیو او له ځان سره یې بوتلو او بیا یې له هغه سره د کار په هکله پرېکړه وکړه.‌

په ۲۰۰۲ کال کې په داسې حال کې چې هغه لا هم د امریکا د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ادارې سره کار کاوه له لشکر طیبه سره روزنه اخیستل پیل کړل. درې ښځو؛ یعنې د هغه دوه پخوانیو مېرمنو او یوې ملګرې امریکایي مقاماتو ته خبر ورکړ چې هغه له ترهګرو ډلو سره خواخوږي لري خو چا یې پاڼه وا نه ړوله.‌

هیډلي په ۲۰۰۹ کال کې هغه وخت ونیول شو چې هغه په یوه ډنمارکي اخبار باندې د یوې ترهګریزې حملې له پاره پلانونه جوړول.‌ له څېړونکیو سره د هغه د همکارۍ له امله، د امریکا حکومتي چارواکو په ۲۰۱۱ کال کې د هغه په محاکمه کې هغه د مرګ له سزا څخه وژغوره او د هغه د عمري حبس موده یې ۳۵ کلونو ته راټیټه کړه. له ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکو نوموړی د «خطرناک سړي» په توګه معرفي کړی دی.‌

د هیډلي په هکله د متحده ایالاتو له خوا په ګام اخیستنو کې ناکامۍ څو ځلې د نوي ډیلي او واشنګټن تر منځ په اړیکو کې خړوالی هم رامنځته کړی وو.‌

په وروستیو کلونو کې، آی اېس آی او د هغې تر چتر لاندې د پاکستان نورو ترهګرو ادارو په افغانستان کې هم په کابل سیرینا هوټل، کابل انټر کانټینینټل هوټل او ګڼو نورو لویو تاسیساتو باندې وخت په وخت حملې کړې دي او دا یې ثابته کړې ده چې یادې پاکستانۍ ادارې په سیمه کې د ترهګرو روزنې او پالنې ته دوام ورکوي.‌

2 thoughts on “د پاکستان استخباراتي ادارې د ممبۍ په حملو کې رول درلود”
  1. داترهګر چه دپاکستان آي اس آي سره تړاو لري دا واضع او هرچاته معلو مه ده مګر آي ايس آي د ام آي سکس او آمريکاه داسرايلو داستخباراتو يوه ښاخله ده او ددوئ په دستور کار کوي دا ددي معنئ لري چه دا ټوله ترهګر فعليتونه په جهان کي ددي تمويل او مخ ته ئې بيائې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *