پاکستان چې د ۲۰۱۴م کال په انتظار یې په جنوبی وزیرستان کې په زرګونه نړیوال ترهګر ساتلي دی د نړیوالي ټولني له لوري تر سخت اقتصادي او سیاسي فشار لاندی دی، زرداري ځیني اقتصادي پریکړی وکړی چې د پاکستان په غاړه کې یې مار ور غورځولی دی چې پاکستان یوي خوا تری نشی تللای.

یو هم د ایران سره ګازو دنل لیکي قرارداد وو چې هند یې ملاتړ کاوه خو چې کله قرار داد ووشو هند تري څنډ ته شو او پاکستان یې د غربی نړۍ و اعتراضاتو ته یواځی پریښود.

نوازشریف خپله کلنی بودیجه ۳۶میلیارده ډالر اعلان کړه چې تقریبآ سم نیمایې یې شتون نه درلود او په دی تمه و ټاکل شوه چې نوازشریف به ېې ګواکی له خپلو عربي ملګرو او چین نه پلاس راوړي….

کله چې نواز شریف عربستان ته سفر وکړ او د اقتصادي کومک غوښتونکی شو نو عربانو ددی غوسی اظهار وکړ چې ولی یې دشیعه ایران سره اقتصادی تړون کړی دی، او دسعودی هغه کلنی یو میلیاردی کومک چې دنفتو تیلو په برخه کې یې پاکستان ته ورکاوه هم وځنډاوه.

سعودی دا هم ورته ویلې چې کومک یې ددی لپاره وو چې پاکستان د سنی مذهبو ډلو ټپلو ننګه وکړی چې پر شیعه ایران فشار زیات کړی ولې اوس پاکستان په لوي لاس ایران ته اقتصادي فرصتونه پلاس ورکړي دی.

دوهم سفر د نواز شریف او ورور یې د چین پر لور وو، چین هم ورته د نقدی مرستو ورکولو نه ډډه وکړه ولی له خپلو یې دری پراجکټونه ورکړل چې چین کولای شی پکې سرمایه کاري وکړی ولی له پاکستان نه یې د امنیت ډاډ او تضمین
وغوښت چې پاکستان قناعت ورنکړی شو.

بل دریم امید د نوازشریف له هند نه وو چې ښه تجارتي روابط به ورسره جوړوي، ولې هند خپل روابط له افغانستان سره د پاکستان په اړیکو سره مشروط کړل.

پاکستان اوس نا امیده او په اقتصادي توګه لوڅ لپړ ولاړ دی، د زرګونو کسانو سرمایه دارو له جملی څخه یو څو سوه ټیکس ورکوي چې د نړیوال بانک او ای ایم ایف غوښتنه ده چې د ټیکس شرح زیات او پراخه کړی، پاکستان د
زورواکو پر وړاندی کمزوری دی او که له زوره کار اخلی سرمایه دار نوری نړۍ ته د خپلو سرمایو د انتقال ګواښ ورته کوي.

او س د پاکستان خزانه له ډالرو خالی ده او تیره ورځ یواځی ای ایم ایف ۴،۵میلیونه ډالر ورکړل چې ورسره یې له سود سره د بیرته اخستنی پر میکانزم او دپاکستان پر وړتیا اندیښنه هم څرګنده کړه.

پاکستان له افغانستان نه لاس اخستلو ته تیار نه دی او د ۲۰۱۴د افغانستان د سقوط په امید شپه او ورځ شماری چې افغانستان ټول وخوری او ګیډه پری ډکه کړی. ولې دا ارمان یې هم اوس له ناهیلیو سره مل دې چې امریکا وپتیله چې دغه خوبونه دې پنجاب اوبو او یا د محمد علی جناح قبر ته ووایی.

د نواز شریف د حکومت په لومړی سر کې ای ایم ایف وړاندوینه کړیوه چې پاکستان به د تیرو پنځو کالو د کلنی پرمختګ (شرح نمو) له ۳٪څخه لوړه بوځی او امکان شته چې دغه کچه ۴،۵ته لوړه شی، ولی د پاکستان د مسلسل اقتصادي انزوا پر لور روان شو چی تیره ورځ ای ایم ایف د راتلونکو دوو کلونو دپاره د پرمختګ کچه تر ۳درجو هم کمه اټکل کړه چې امکان لری ۲،۵پاتی شی.

دا په داسی حال کې ده چې ډالر په پاکستانیو روپو تر ۱۰۵هم اوښتی دی.

3 thoughts on “د پاکستان اقتصادي سقوط/ حلیم شملزی”
  1. سلامونه اونیکی هیلی
    الله ج دی حال تردی هم بد تر کړی چی موږیی دشر څخ خلاص شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *