د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د پاکستان الف لوبډلې پر وړاندې د لوبیدونکې افغان الف لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي الف لوبډلې لپاره د نړیوالو پرمختیایي زمینو برابرولو په موخه د پاکستان ملي الف لوبډلې سره یوه شل اوریزه سیالي چې د روان زیږدیز کال نومبر په ۱۵ نیټه به په پاکستان کې په لاره واچول شي برابره کړې ده. دغه سیالي چې د افغانستان له لوري به د الف لوبډلې لوبغاړي پکې ونډه اخلي او د پاکستان له لوري به هم د شاهد افریدي په مشرۍ ددوی الف لوبډلې لوبغاړي پکې ونډه ولري، په پاکستان او افغانستان کې به د ځایي تلویزیوني چینلونو له لوري په ژوندۍ بڼه نشر شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د دغې سیالۍ په لاره اچول یو ګټور ګام بولي. نوموړی وایي چې ددغه سیالۍ په لاره اچول به د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ فضاء لوړولو ترڅنګ د ملي لوبغاړو پر وړتیا رغونې هم خورا مثبتې اغیزې ولري.
د مقابل لوري تيم مو نه دي اعلان كري او بل نجيب تركي دي نجيب ميره كي نه دي
صافی صاحب دا د کرکټ بورډ خبرتیا ده. دا نومونه کرکټ بورډ اعلان کړي ځکه د باور وړ دي