د غويي، ثور  ۲۷  مه  ۱۳۹۸

رفيع الله  مندوخېل،  اسلام اباد 

  په بلوچستان کې امنيتي ځواکونه ادعا کوي، چې د دغه ايالت په ناامنه مستونګ سيمه کې يې نهه ترويستان وژلي دي. مستونګ د کوټې او کراچۍ پر لويه  لاره  پرته  بلوڅ مېشته سيمه  ده.

د پنجشنبې په شپه  ناوخته  د تروريزم  ضد د ادارې سي ټي ډي چارواکیو ويلي، چې د ښار په  قابومهران سيمه کې امنيتي سرتېرو د استخباراتي مالوماتو پر اساس عمليات کړي، چې په نتيجه کې يې نهه  وسله وال وژل شوي دي. د عملياتو په ترڅ کې د ځوابي ډزو په  پايله  کې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي ديچې روغتون  ته  د درملنې په  موخه  وړل شوي دي.

چارواکي زياتوي، چې د وژل شويو سپکه  او درنه  وسله هم ترلاسه شوې او په  خبره يې وژل شوي وسله وال د ناقانونه  ګرځول شوي وسله وال سازمان غړي دي، چې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.

مستونګ  د بلوچستان يوه  له ناامنه سیمو څخه  ده، چې په کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کېږي. خو ترټولو خونړۍ پېښه د تېرکال د عمومي ټولټاکنو د کمپاين پر مهال انتحاري  برید وو. د تېرمېلادي کال په  جولايي مياشت  کې  د مستونګ په درينګړ نومي سیمه کې  د ځانمرګي بريد په  نتيجه  کې ايالتي اسمبلۍ ته  کانديد او د پخواني  اعلی وزير  اسلم  رئيساني د ورور ميرسراج  رئيساني په  شمول يوسل اته  ويشت تنه  وژل شوي وو.  د بريد مسووليت  اسلامي دولت وسله  واله  ډلې منلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *