د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې غونډي ته د افغانستان د جمهور رییس ډاکټـر محمد اشرف غني له هـر اړخېـزې وینا وروسته که له یوې خوا د نظام او اولس پر وړاندې د دښمن واضیح تعریف وشو او په دې اړه د ملي یووالي حکومت عمومي پالیسي څرګنده شوه ، له بلې خوایي پاکستان له سیاسي وارخطايي سره مخ کړ .
د جمهور ریيس غني له وینا یوه ورځ وروسته پاکستان یو ځل بیا خپله دروغجنه چیغه پورته کړه چې موږ د سولي په پروسه کې له افغان دولت سره مرسته کوو . پاکستاني رسنیو د ای ، ایس ، ای په غوښتنه خبر ورکړ چې په قطر کې د افغان طالبانو دسیاسي هیت غړي پاکستان ته راستانه شول او د سولي په اړه به له سره خبرې پیل شي .
د خندا خبره خو داده چې د طالبانو استازې ولي له پاکستان څخه قطر، ترکې او ایران ته سفـر وکړي او بېـرته ولي پاکستان ته راشي . پوښتنه پیداکېـږي چې طالبان ولي په پاکستان باور کوي او پاکستان د کوم قانوني صلاحیت او کوم نړیوال نورم او معیار له مخې د یوه پردي هېواد اتباع چې د خپل هېواد له سیاسي نظام سره په جګړه بوخت دي په خپلو هوایي ډګرونو کې ښکته پورته کوي او د سفر امکانات ورته برابروي . دا د یو هېواد په چارو کې څرګنده مداخله نه ده ؟
د شاعر خبره ده چې ((هم مې ووژني په خپله هم په ما باندې ژړا کړي )) ، هم بمونه او ورانکار رالېـږي او هم په سوله کې مرسته راسره کوي .
څوارلس کاله یې پخواني جمهور رییس حامد کرزي ته دروغ وویل اوس غواړي اوسني افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني ته فریب ورکړي خو لکه چې په دې چال کې ناکامه شول ، نور نو د عمل وخت را رسېـدلی ، وعدې او پلمې نورې نه چلېـږي ، بې ځایه سفرونه او غونډې نور زموږ درد ته نشي دوا کېدلی.
داسلام اباد په (G.H.Q ( کې ناستو نظامي پالیسۍ جوړوونکو وبایلله ، نور نو د جادو او سحر دوران پای ته ورسېـده ، یا خو د ترهګـرو په وړاندې عملیات وکړه او یایې افغانستان ته تسلیم کړه . دا یوازې د افغان ولسمشر غوښتنه نه ده بلکې دا د ټول افغان ملت غوښتنه ده ، دا په یوشتمه پېـړۍ کې د هر مـتمـدن او ژوند خوښوونکي انسان غوښتنه ده چې نظامونه او هېوادونه دې د نورو په چارو کې له مداخلې او جګړیزو فعالیتونو لاس واخلي او په ځای دې د متقابل احترام او اقتصادي همکارۍ لاره غوره کړي .
د طالبانو یو پخواني چارواکي محترم نظرمحمد مطمین د ۱۳۹۵لمریز کال د ثور په اتمه نېټه رسنیو ته وویل (( له قطر څخه پاکستان ته د طالبانو د سیاسي هیت راتګ کومه نوې او مهمه خبره نه ده ، دا یو عادي سفـر دی او د سولې په پروسه کې څه ګټه نشي رسولی )) . پاکستان غواړې له دې خبرې لویه ډرامه جوړه کړي او یو ځل بیا وخت واخلي .
پاکستان اوس ځان ته د خټو پوزه جوړوي او غواړي افغان حکومت په دې خبرو مصروف وساتي . پاکستان سیل بین دی ، یوازې زموږ د بربادۍ او وژلو ننداره کوي . اوس نو موږ ته په کار دی چې د خپل اولسمشر د پرېـکـړې داسې حمایت وکړو چې خبره او اراده یې نوره هم قوي کړو .
تر څو چې د پاکستان د نظامیانو له سترګو سره سترګې و نه جنګوو په زاریو او خیرات غوښتلو سوله نه راځي . ترڅو چې نړیوال د پاکستان په دوه مخې سیاست او خونړۍ پالیسۍ نور هم خبر نه کړو ، پاکستان نه اصلاح کېـږي . د افغان اولسمشر یوې خبرې د ملي امنیتي ځواکونو هوډ نور هم وسپـنيـز کړ او د هېواد ساتنې روحیه یې ورغښتلې او قهـرمانه کړه ، هغه دا چې ده په خپلو امنیتي ځواکونو باور وکړ چې له خپل هېواد څخه پوره ساتنه کولی شي .
اولسمشر د پارلمان او مشرانو جرګې له غـړو او ټول ملت څخه هیله وکړه چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي . ترڅو چې زموږ موقیف او اراده مضبوطه وي په هغه اندازه به مو ژوند خوندي او د ګاوڼدیانو له ګواښونو په امن کې یوو.
څوک چې راسره سوله کوي سوله ورسره کوو او څوک چې مو د نابودۍ پلانونه جوړوي داسې ورسره جنګېـږو لکه دوه نیمې لسيـزې وړاندې چې په جلال اباد کې له پاکستاني قول اردو ګانو سره وجنګېـدو او ماتې مو ورکړه .