بشیر ساپی ، ۲۵ جنوري ۲۰۱۵ ، کابل

که څه هم په افغانستان کې د اشرف غني د ادارې په منځته راتګ د پاکستان سره د اړیکو یوه نوې دروازه پرانستل شوه، مونږ پوهیږو چې دې اړیکو په پاکستان کې د ملکي حکومت پرځای پوځ او استخباراتي تاسیسات انتخاب کړل، دا په ډاګه ده چې هلته د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسي ټول کارونه پوځ پر مخ وړي. خو په ورته وخت کې د پاکستاني پوځ یوه سپین سترګي هم وه چې په کابل کې به یې د ملکي چارواکو سره لیده کاته کول، چې دا د افغان حکومت مجبوریت او هم یوه هیله وه چې تر څو د لومړي لاس خلکو سره خبرې وکړي، که څه هم د اصولو او ډپلوماتیکو اخلاقو له پلوه سم کار نه وو. خو اوس افغانستان هم د خبرو چینل د خپل پوځ له لارې کوي چې په تیره لنډه موده کې یې مونږ شاهدان وو.

روان کال د جنوري په څلورمه نیټه د آر-ایس ماموریت (پخوانی نوم یې آیساف) عمومي قومندان جنرال جان کمپبیل، د افغان پوځ ستر درستیز جنرال شیرمحمد کریمي ، د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال ایوب سالنګي، په ختیځ کې د روزنې او همکارئ قومندانۍ مشر ډګر جنرال بینټلي او نور نړیوال مشاورین په تورخم کې راټول شوي وو، او غوښتل یې چې په تورخم کې د سرحدي شخړو د هواري او همغږۍ مرکز بیرته فعال کړي.
هغه څه چې امریکا ته ډیر سخت وو او اوس هم ورته ډیر ضرورت لري هغه د افغان حکومت یا پوځ او د پاکستان پوځ تر منځ د همغږۍ او اعتماد فضاء رامنځته کول دي، دوی کوښښ کوي چې د اوچتې سطحې دغه سلسله لاندې راکوزه کړي تر څو د پریکړو او هدفونو په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخ نشي. د دولتونو څخه د نظامي قول اردوګانو ته د ناستو او کتنو د زمینو برابرول د لمړي ځل لپاره د جنوري په ۱۸ مه نیټه په جلال آباد هوايي ډګر کې تر سره شول. د افغان پوځ د ۲۰۱ او ۲۰۳ قول اردوګانو قومندانان ، د افغان سرحدي پولیسو د ۳۰۱ او ۴۰۲ زونونو مشران  او همدارنګه د پاکستان پوځ د ۱۱مې قل اردو یا د پیښور د قل اردو قومندان برید جنرال هدایت الرحمن سربیره د  پاکستان په لویدیځ کې د سرحدي قومندانۍ مشر، د خیبر کمیسار او یو شمیر نور پوځي مشران راغلي وو. د غونډې مشري په ختیځ کې د روزنې، مرستې او مشورې قومنداني قومندان جنرال کریسټوپر بینټلي کوله او لمړنې هدف یې د دواړو خواوو د پوځي رهبرۍ تر منځ په استخباراتي او سرحدي امورو د همغږۍ رامنځته کول وو. په دې غونډو کې هدف ممکن د پاکستان پوځ نه وي ځکه هغوی تل د هر کار دپیل څخه مخکې په جریان کې اچول کیږي او افغان پوځ په ناخبرۍ یو نوې صحنې ته ننوځي.

جنرال بینټلي د غونډې ګډونوالو ته ویلي وو چې دا قل اردوګانو په سطحه په تیرو کلونو کې دا لمړۍ غونډه ده او هدف یې په راتلونکو کې د عملیاتو لپاره د دواړو لوریو یو بل سره د استخباراتي معلوماتو شریکول او د ترورزیم په وړاندې د دوی شریکه همکاري او د شریکو ګټو لپاره کار کول دي.

په دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ د پیښور قل اردو قمندان قومندان وویل ممکن بله غونډه په راتلونکې میاشت کې ولري خو هغې وویل که دغه ناستې د لوا ګانو او کنډکونو تر سطحې راټیټې شي او د سرحد په دواړو لوریو کې د تروریستي تاسیساتو پیژندګلوي وشي او بیا یې پر ضد ګډ عملیات وشي ښه پایله به ولري.

همدارنګه د همدې غونډې یوه ورځ وروسته د کندهار په هوايي ډګر مې د قول اردوګانو په سطحه د دواړو لورو تر منځ ناستې تر سره شوې.

مرکزونه چیرته وو؟

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد په اوږدو کې دوه سرحدي همنګې مرکزونه فعال وو، لمړی هغه یې د کندهار په سپین بولدک او دویم مرکز یې د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې موقیت لري، تر یوه وخته پورې ډیر فعال وو خو کله چې نړیوالو ځواکونو په باجوړ کې د سلالې په پوسته برید وکړ تر هغې راوروسته دغه مرکزونه وتړل شول، که څه هم د یوې مودې وروسته بیرته فعال شول خو یواځې سمبولیکه بڼه یې لرله چې په ۲۰۱۳ کال بیرته وتړل شول.

دغه مرکزونه چې تر اوسه یې مشري نړیوالو ځواکونو کوله د پاکستان او افغانستان تر منځ په ۲۵۰۰ شاوخوا کیلو مترۍ کې چې د جنوبي عملیاتي زون، د ختیځ عملیاتي زون او جنوب ختیځ عملیاتي زون د نظامي چارو اوعملیاتو همغږي رامنځته کوله.

تر اوسه چې دغه مرکزونه چې لمړی یې د (خیبر جواینټ بارډر کوارډینیشن سنټر) او دویم یې د (سپین بولدک بارډر کوارډینیشن سنټر) مرکزونه وو تر دې وروسته به د اف-پاک بارډر کوارډینیشن سنټر ، یا د افغانستان او پاکستان د همغږۍ مرکزونو په نامه ونومول شي. اود افغان پوځ، سرحدي پولیسو نماینده ګانو، د پاکستان د پوځ او سرحدي ملیشو استازي به ماموریت پر مخ بوځي، او د نړیوالو ځواکونو به یو څو استازي د مشاورینو په حیث کار کوي.

وروستیو ناستو او لیدنو نقده ګټه څه وه؟

که څه هم د پاک-افغان پوځي تاسیساتو ترمنځ د تیرو درو میاشتو راهیسې لنډې او متواترې لیدنې دا ګټه ولیدل شوه چې د دواړو خواوو کې د پړې اچولو لوبه یا (بلیم ګیم) مخه تر ډیره حده ډب کړه.  په همدې درې میاشتو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا اي-ایس-ايي مشر درې ځله کابل ته راغلی دی او د افغان مشرانو سره یې کتنې کړي دي، ممکن ځان ورته ډیر ژمن وښايي یا د کوم بل هدف لپاره همدومره سوال زاریو او سخت کار ته اړتیا وي دا هغه څه دي چې وخت به د پاکستان د پوځ د پردې تر مخ او شا اهداف روښانه کړي.

افغانانو ته ولې شک پیدا کیږي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ټینګه وینا یې د پاکستانۍ سخت دریځې ډلې جماعت الدعوه په تور لیست کې واچوله، خو هغوی ته یې د خیریه کارونو یو نوې جواز ورکړ او مشر یې حافظ سعید د ۲۰۰ کمانډويي ځواکونو په منځ کې ساتل کیږي، همدارنګه د ځینو طالب مشرانو په پاکستاني پاسپورټونو نورو هیوادونو ته تګ راتګ، په کویټه کې د طالبانو د هوساینې ځایونه او همدارنګه د ښه او بدو طالبانو مبهم تعریف هغه دي جې افغانان یې په شک کې اچولي او ډیره سخته ده چې په لنډ وخت کې دغه اندیښنې لرې شي.

همدارنګه د نظامي او پوځي ادارو سربیره امریکا کوښښ کوي چې یو ځانګړې بودیجه د دواړو هیوادونو د کلتوري تبادلې پروګرامونو ته هم ځانګړې کړي. د مثال په ډول په تیره میاشت کې اسلام اباد ته د افغان پارلماني ډلګۍ ورتګ، د مدني ټولنو د استازو تر منځ تبادلوي پروګرامونه، او همدارنګه د سیمه ایزو مشرانو سفرونه او لیدنې.

پاکستان ته کوم ماموریت ورسپارل شوی؟

په نوي ماموریت کې باید پاکستان ټول هغه طالبان چې د القاعده سره اړیکې نلري یا یې ورسره اړیکې تازه پریښې وي باید د افغان سولې پروګرام سره یوځای کړي، تاو تریخوالي ته پای کیږدي او هغوی باید د افغانستان اساسي قانون ومني.

داعش؟

ټول هغه وسله وال حرکتونه چې پاکستان ورباندې ونه توانیږي چې د سولې میز ته یې راکش کړي ممکن د داعش په تبلیغاتي بڼه د طالبانو نوم ختم کړي. داعش ممکن په افغانستان کې یوه تبلیغاتي خبره وي چې تر څو د طالبانو صفحه ورباندې وتړي. که چیرې تبلیغاتي بڼه نلري ممکن حقیقي وي خو د افغانستان لپاره به کوم ګواښ نه پیښوي او یواځې د ضرورت په اساس به د منطقې د هیوادونو د مهارولو لپاره یوه وسیله وي خو دا به راتلونکی وخت وښايي او زه به هم پرې یوه څیړنه ولرم.

ستونزې او خنډونه څه دي؟

پخواني ولسمشر حامد کرزی له ډیره وخته د امریکا په پالیسیو نیوکه لرله خو دا یې بیخي هیره وه خپله یې هم کومه رغنده تګلاره او بهرنۍ پالیسي نلرله د ګاونډیو پر وړاندې د یې ملي امنیت ستراتیژي د منطقې د سیالۍ او اړتیاو ته ځواب ورکوونکې نه وه. که څه هم د ماموریت وروستۍ میاشتې یې وې ممکن غوښتل یې په تبلیغاتي شکل د افغانانو زړونه را خپل کړي، هغه یې وکړل خو هغه څه چې هیواد ترې غوښتل په دومره امکاناتو یې سرته ونشو کړای چې بریالی شي.

کرزی ولی د امریکا په پالیسیو نیوکه کوي؟

پخوانی ولسمشر کرزی اوس غواړي په سیمه کې نوي ورورګلوي وپالي، یو امریکا ضد بلاک جوړ کړي او یا هم ویلای شم هغه څه کوي چې افغانستان ته کومه ګټه نه رسیږي خو منطقوی قدرتونو ته یې ډیره ګټه ورسیږي. نو له همدې امله هغه اوس ممکن دومره ځای ونلري. افغان سیاستوال یوه لویه نیمګرتیا لري چې په تاریخ کې یې په تکراري ډول ترسره کړیده هغه داده چې خپلې اوږدمهالې ګټې بیخي په نظر کې نه نیسي او یواځې د خپل جغرافیاوي او ستراتیژیک موقیت لویې ګټې یې د سیمو قدرتونو ته رسیږي. او دا هغه څه دي چې کرزی غواړي د منطقوي ځواکونو سره یې یو ځل بیا وکړي.

کرزی د امریکا ولی بد راځي؟

کله چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشرتابه د داعش د شتون خبره کوي، هغه ډلې چې په پاکستان کې شتون لري هغوی هم د داعش څخه خپل ملاتړ اعلانوي. د افغان حکومت مشرانو په لمړیو کې ردوله خو هغوی یې هم اوس تایدوي یا ځان غلی نیسي، همدارنګه د افغان امنیتي ادارو یو شمیر ځايي قومندانان هم دا خبر تایدوي، نو ولی یې کرزی مخالفت کوي؟

کرزي تر اوسه وسله والو طالبانو ته د خپلو خفه یا ناراضي ورونو خطاب کاوه نو بیا د داعش ولی دومره تردید کوي؟ د محتوا له مخې دواړه ډلې یو شان کارونه کوي، نو بیا ولې کرزی د داعش خبره ډیره تروشه ایسي او د طالبانو نه؟ دا یوه ډله ممکن د کرزي د نوو ملګرو لپاره ګواښ وي او دا بل به یې نه وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *