رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد – د کب، حوت ۸ مه ۱۳۹۸
د بلوچستان ايالتي حکومت که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله نه ده تړلې، خو د سرې مياشتې خيريه ټولنې یا هلال احمر د ناول کورونا ويروس احتمالي خطر ته په پام سره پر پوله د تلونکو او راتلونکو کسانو معاينات پيل کړي دي. په بلوچستان کې له ايران سره ګډه پوله له تېرو څو ورځو راهيسې تړلې، چې له امله يې سلګونه تجاران او زيارت کوونکي په ميرجاوه او تفتان سيمو کې بند پاتي دي. د بلوچستان د زده کړې وزارت په ايالت کې د ويروس د خطر له امله دولتي او شخصي ښوونځي، پوهنځي او ديني مدرسې د مارچ مياشتې تر پنځلسمې پورې د تړلو اعلان کړی دی.
د پاکستان د عامې روغتيا وزارت مسوول ډاکټر ظفرمرزا په کوټه کې د ويروس په اړه د مالوماتو ورکولو په وخت په پاکستان کې د دوو تنو په کورونا ويروس اخته کېده تائيد کړي دي. خو په خبره يې ياد اخته شوي د کراچۍ او قبايلي سيمې اوسېدونکي دي او اوس ترسختې څارنې او درملنې لاندې دي.
په ويروس اخته کسان په دې وروستيو کې له هوايي لارې له ګاونډي ايران څخه پاکستان ته راغلي و.
ډاکټر مرزا زياته کړې، چې د کورونا ويروس د کنټرول لپاره حکومت ټولي اسانتياوې په کار اچولې او د عامه پوهاوي لپاه هم کمپاين دوام لري.
د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني وايي، چې په ايران کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د بلوچستان حکومت د پاکستان او ايران پر ګډه پوله يو لړ اقدامات کړي دي. له پولې سره په نږدې سيمو کې بېړنی حالت اعلان شوی، او سيمې ته له کوټې او پلازمېنې اسلام اباد څخه د متخصص ډاکټرانو ډله، روغتيايي کارکوونکي، درمل او نور د اړتيا وړ توکي استول شوي او په سرحدي سيمه تفتان کې په بېړنۍ توګه د معايناتو مرکز پرانيستل شوی، څو د ويروس په بشپړه توګه مخه ونيول شي.
پاکستان او ايران په بلوچستان کې نهه سوه کيلوميتره ګډه پوله لري، د پولې له تړلو وروسته پر پوله يوشمېر زيارت کوونکي او تجاران بند پاتي دي او نه شي کولای د بنديز له امله سفر وکړي.هر کال له دې لارې زرګونه د پنجاب او د خيبرپښتونخوا د پاړه چنار سيمې زيارت کوونکي ايران او عراق ته ځي.
په روانه فبرورۍ مياشت کې د پاکستان د هوايي چلند ادارې يا سول اېوي اېشن له ګاونډي چين څخه
راتلونکي پروازونو هم ځنډولي وو. له چين څخه راتلونکي پروازونه د کورونا ويروس د احتمالي خطر له امله تر دوو ورځو پورې ځنډول شوي وو.