تاند- د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن د افغانستان او د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف، چې پیکینګ ته تللی، نن /جمعه/ له خپل چینايي ساري (وانګ يي) سره وکتل.
د پاکستان په خاوره کې د تروریستي پناهځایونو په اړه د امریکا د ولسمشر له څرګندونو وروسته روانه اوونۍ بریکس ټولنې، چې چین یې غړی دی، پاکستان مېشتې تروریستي ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښونکې وبللې.
د دې ټولنې اعلامیې په پاکستان کې زیات بحثونه وپارول او ډېرو وویل چې حتي د پاکستان تر ټولو نژدې او ستراتیژیک دوست چین هم د پاکستان له لوري د تروریزم د خطر په وړاندې د اندېښنو په شریکولو کې ځان شریک بولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايی ساري ته وویل چې د افغانستان په تړاو به داسې پالیسي تعقیب کړي چې سیمې ته سوله راوړي.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د خبرو لپاره ایران ته هم لاړ شي.