سید حامد ګیلاني

له کلونو راهسې په دې کار وشو چې څنګه نړۍ ته ثابته شي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، ترهګر په خپله خاوره کې روزي او په افغانستان کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پروړاندې جنګوي چې د جهاد نوم ورکوي.

دا کومه پټه خبره نه وه چې پاکستان ترهګر راپورته کړي او د خپلو ګټو لپاره یې کلک ملاتړ کوي او امکانات ورته برابروي چې په افغانستان کې جګړه توده وساتي.

د پاکستان پخواني ولسمشر په خپل کتاب کې په دې اعتراف کړی و، وروسته بیا نورو پاکستانیو چارواکو هم په مستقیم او نامستقیم ډول منلې وه چې طالبان د دوی په غیږ کې دي او هر ډول چې وغواړي د خپلو ګټو لپاره یې کارولی شي، خو کله ـ کله به بیا نور چارواکي د طالبانو له ملاتړ منکریدل.

دا سیاسي لوبه په نړیواله کچه داسې روانه وه چې افغان حکومت به دافغانستان د تاوتریخوالي لامل پاکستان یادوه، خو پاکستان به د ځان د سپیناوي لپاره نور دلایل راوړل چې ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي.

اوس چې نړیوال او په ځانګړي دول امریکا په دې پوه شوه چې په افغانستان کې یې د ناکامۍ لامل پاکستان دی چې له یوې خوا له امریکا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم پیسې اخلي او له بلې خوا په همدې پيسو ترهګر روزي او افغانستان کې یې د امریکايي او افغان ځواکونو پرضد جنګوي.

امریکا ۳۳ میلیارده ډالر پاکستان ته ورکړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې امریکا یواځې تېرایستلي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځای یې ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکړي او ملاتړ یې کوي.

د امریکا اداره چې اوس په دې فکر کوي چې څنګه کیدای شي پاکستان تر فشار لاندې ونیسي چې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي ، په دې برخه کې یې مرستې پرې ځنډولي او کار کوي چې بندیزونه پرې ولګوي.

پاکستان ته د امریکا له ملګرتوب ځان خلاصول سخت او په لوړه بیه تمامیږي، ځکه په سیمه کې پاکستان ټوله تکیه په امریکا کوله او له دې درکه یې زیاتې پيسې په لاس راوړلې او هر هېواد به نیغ ـ نیغ ورته، خواوس داسې ښکاري چې امریکا هند ته مخه کړې او پاکستان باندې یې باور له منځه تللی.

خو په افغانستان کې د پاکستان خواخوږي بیا په دې هر څه خفه دي، چې ولې امریکا په پاکستان فشار راوړی او ولې یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي، هغه ورځ پيرسیدحامد ګیلاني وویل چې د طالبانو مشران افغانستان کې دي او پکار ده چې افغان حکومت ورسره د سولې خبرې پیل کړي.

د پيرصاحب په دې خبرو کې د پاکستان خواخوږي په ډاګه وه چې نړیوالو ته وښيي چې په افغانستان روحاني ډله (پيران) اعتراف کوي چې د طالبانو مشران افغانستان کې دي او اوس پاکستان کې نه اوسیږي.

پر پاکستان لوی ثبوت همدا دی چې د طالبانو مشران پاکستان کې اوسیږي او زیات شمېر مشران یې یا پاکستان کې وژل شوي او یا بندیان دي، خو ګیلانیان د افغان حکومت د کلونو کار اوس په یوه لنډه جمله کې تر سوال لاندې راولي چې طالب مشران په افغانستان کې دي.

که ګیلاني دامالومات له هر ځای کړي وي او یا یې د هر چا په دستور دا خبره کړي وي، خپل تحلیل یې دی، خو افغان ځواکونو او ملي امنیت ته پکار ده چې پیر صاحب څخه پوښتنه وکړي چې طالب مشران چرته دي چې پسې ورشي، یا یې سولې ته راضي کړي او یا یې له منځه یوسي.

اوس افغان ځواکونو په هوایي ځواک سمبال دي او کولای شي په افغانستان کې هرې سیمې ته د عملیاتو لپاره لاړ شي او تر بریالیو عملیاتو وروسته بیرته روغ رمټ راوګرځي.

کابل کې د پاکستان سفارت د دیپلوماتیکو هڅو پر ځای په همدې کار کوي چې څنګه داسې کسان جذب کړي چې د دوی په ګټه څرګندونې وکړي او هغه ثبوت او ادعاګانې دروغ ثابت کړي چې افغان حکومت یې نړیوالو ته د پاکستان د منزوي کیدو لپاره ورکوي.

نو د پاکستان چیغې اوس ټوله نړۍ کې اوریدل کیږي، پاکستان ته اوس د ناسور ټپ پيدا شوی او د دې ټپ د رغیدو لپاره به د هر طبیب مرستې ته اړ وي، خو له بده مرغه چې لومړنۍ طبیب پيرصاحب و چې خپل روحاني خواخوږي یې ورسره شریکه کړه او ټپ باندې یې مرهم ورته ولګو.

6 thoughts on “د پاکستان تازه ټپ او پیرانو مرهم | سید عبدالله پاچا”
  1. دى صاحيبانو او روحانى پارازيتو خو تل د خپلو ګټو لپاره انګريزانو ته هم د پاچا امان لله پر زد جاسوسي کوله او افغان بي سيواده اولس يي په تعويز او چښاک غولول، نو دا کوم دتعجب ځاى نه دۍ چه د وى اوس لکي پاکى ته ښوروى او د هغوى دا ناسر چه پر موږ افغانانو لګولى سترګى پټوى ، ددوى په ماغزو کى انګريزانو جاسوسى پيچکارى کړى ده په د روحانيو کى وجدان نه يواخى چه مړ ده حتى ارثى هم پکشى نشته
    دا سيدان اوروحانيان انګريزانو يواخى د پښتنو له پاره زيږولى، تر څو چه دوى له ريښو سره له منخه نه وى وړل شوى په افغانستان کى سلح او ارامى نه شى پرخاى کيداى
    تل دى وى روحانيان خو تر خاورو لاندى

  2. ( او ټپ باندی ئې مرهم ولګول)
    داسی ښکاری چه دا مرهم نور هم د پاکستان ادې ورغئي او ټپ به ئې نور هم پر ډګه ورسپور کی
    لکه چه د خپرېدو وړ ندی، فقط یوه ترخه شوخی ده

  3. د صلحی لپاره زموږ دین پوره او کامل هدایات لری خو بد بختانه تیرو ۱۴ کلنو کی حکومت انحصاری او دبن د ملت دښمنه معاملی زیږنده حاکم وو او د افغانستان او اسلام دښمنان د دین او جهاد تر نامه لاندی چی تقریبا ټول یا اکثریت حکام اسلامی او ملی ګټو ته ژمن نه وو ، نو د صلحی شوری هم د معاملاتو تر سیوری لاندی جوړه او د صلحی پر ځای ، نفاق تغذیه شو او د بن د معاملی د اهدافو سره سم اکثریت بهر وساتل شول او جګړه ورباندی تحمیل شوه چی د ۱۴کلنو فاسدو حکامو کړه وړه او سوابق ښه اثبات دی د تشدید فساد او ملت وژنی لپاره.
    خو که رښتیا غواړو چی صلح حاکم شی نو لکه رئیس جمهور چی پرون وویل : واسطه والا سنګر پریږدی او رشوت والا غلا کوی.
    نو د سولی شوری هم تصفیه غواړی او غیر متجانس او چرنده عناصر باید تری لیری او لګښت یی شفاف وګرځی ورنه ،لالا ستړی خدای ناراضه، به وی

  4. اوس افغانان هوښیار شوي دي. داسې د انګریزانو غلامان يې نور نشي غلتولی. مونږ نور د پیرانو او ملایانو له جاهیلانه تبلیغاتو څخه پوره معلومات لرو. ځکه خو ورپسې په جماعت کې فرض لمنځ هم نه کوو

  5. درسته ده چی دغه په اصطلاح پیر صیب د پاکستان دخوا دورکړل شویو امتیازونو په مقابل کی خپله وجدانی (
    هغه ځه چی نه یی لری) وظیفه ادا کړه خو هغه مه ملامتوي ځکه هغه دنشی په خال کی وو او دنشی به خال کی دجرم سزا لژه وی. پخوا به ددوی کورني یوازی شراب څښل خو له بده مرغه کله یی چی د جهاد سنګبنه وظیفه هم ور په غاړه شوه نو د شرابو نشه په چرسو په اصطلاح قمچینوی.

  6. I do not think you have enough information about the reasons that caused King Amanullah khan to leave the country.He was young, emotional and had very good intentions to the country and its people, but the unfortunate people were not ready for his quick and multiple changes.The first opposition against the king started by pashtuns.
    Mr. Hamid Gilani and his late father Pir Gilani are decent people they participated in jihad very actively and were helping refugees in Pakistan very extensively.
    The existing government in Kabul and provinces do not have full control on the country, so it is possible some Taliban are living inside the country in remote areas. I heard, some of Taliban families are living inside the Kandahar city.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *