په 2014 کال کې کله چې افغانستان د سیاسي، اقتصادي او نظامې انتقال سره لاس او ګریوان وو او نړیوالو ځواکونو په یو ځل لس ګونه زره عسکر په داسي حالت کې له افغانستان څخه وویستل چې افغان امنیتي ځواکونه په سمه توګه نه وه تجهیز شوي نو طالبانو او پاکستان دا پریکړه وکړه چې اوس وخت رارسیدلی دی چې دافغانستان حکومت سقوط او نړیوال او په ځانګړې ډول به امریکایان تر فشار لاندي راولي ترڅو دپاکستان ناروا غوښتنې ومنې.
خو په 2014 کال کې د پاکستان د حساب اړوند په افغانستان کې معادلی بدلون وخوړ که څه هم طالبانو په یو دوه ځل دکندوز ولایت په سقوط سره افغانانو کې ویره خپره کړه خو افغان امنیتي ځواکونو په ډیره میړانه سره دافغانستان دسیاسي جغرافیې د ساتلو لپاره قربانۍ ورکړي چې همدي مسلي په افغان امنیتې ځواکونو باندي دافغانانو دباور ترڅنګ دنړیوالو باور هم زیات کړ چې له امله یې نړیوالو یو ځل بیا افغانستان سره خپلې مرستي شروع او امریکایانو دافغانستان څخه دخپلو ځواکونو د مهالویش نیټه هم په ډاګه نه کړه ددي ترڅنګ یې پاکستان هم تر فشار لاندي ونیولو، چې دي مسلې پاکستان اړ کړ ترڅو دافغانستان کې دروانې جګړې لپاره او په ځانګړې ډول د طالبانو لپاره نوی مارکیټ پيدا کړې او ترڅنګ یې دامریکایانو دفشار دوتلو لپاره روسیې او سیمې هېوادونو ته ځان ورنږدي کړې.
چې همدي موخې ته درسیدو لپاره لومړی پاکستان طالبان په روسیه او ایران خرڅ کړل ترڅو هغوۍ ته داسي وښایې چې یوازي طالبان کولې شي چې دامریکا پرضد وجنګیږي او ستاسي دایمې دښمن امریکا دلته په ګونډو کړې خولکه مخکې مې چې ورته اشاره وکړه طالبان په دې بریالې نه شول چې افغان حکومت له ګواښ او سقوط سره مخ کړې بلکې طالبانو په لویه کې دافغان هوایې او ځانګړو ځواکونو په حملو کې پراخ تلفات ولیدل او ان د طالبانو تحریک او امارت په څو برخو وویشل شو او د طالبانو په لیکو کې نافرمانې هم رامنځ ته شوه چې په دي وخت کې پاکستان په B پلان باندي کار شروع کړ او هغه پلان یې دا وو چې دافغانستان په ختیځ کې یې د داعش په نوم وسله واله تروریستي ډله راوویستله که په اصل کې په ختیځ کې د داعش وسله وال وګورو یو شمیر یې پخوانې طالب چارواکې دي او یو زیات شمیر یې دپیښور اورکزي او هغه وحشي خلک دي چې د ډیورنډ کرغیړنې کرښې هغې خوا څخه دپاکستان دفوځ څخه د ترننګ اخستلو وروسته ننګرهار ته راغلې او دلته د داعش په نوم جنګېږي.
پاکستان دې ډلې ته پراخ تبلیغاتې کمپاین شروع کړ ترڅو وکولې شي هغه موخې تر لاسه کړې کومې یې چې دطالبانو په واسطه تر لاسه نه شو کړلې چې دهغې څخه یوه هم دافغان حکومت او نړیوالو داړیکو خرابوالی وو چې له روسیې او ایران سره یې خرابه کړې پاکستان په خپلو تبلیغاتو کې داسي پیغامونو ته ځآی ورکړ ترڅو روسیه او ایران په دي وډار کړي چې داعش دامریکا حکومت د افغان حکومت په مرسته رامنځ ته کړی دی او موخه یې داده چې دایران او روسیې ملې امنیت وګواښي چې دي مسلې روسیې او ایران ته د ا چانس په لاس ورکړ چې په ښکاره او په پټه د طالبانو ملاتړ وکړې خو په اصل کې داعش د پاکستان پروژه ده او پاکستان کوشش کوې له دي لاري د ایران او روسیې اړیکې دافغان حکومت او نړیوالو سره خرابې کړې او په افغانستان کې د پرمختګ او ثبات لپاره چې روسیه او ایران کومه همکاري کوې له هغې لاس په سر شې.
روسیې هم وخت ناوخت په ډیره سپین سترګۍ سره دا مسایل یاد کړل که څه هم افغان حکومت وخت ناوخت دا ورته وویلې چې نه د داعش ملاتړ کوي او نه دبلې تروریستی ډلې ځکه مونږ ښه او بد تروریستان نه لرو لکه پاکستان یې چې لري چې ښه تروریستان دنورو هېوادونو پرضد کاروي او بد یې هغه دې چې دپاکستان ګټې ګواښې خو بیا هم دي هېوادونو په دي اړه باندي باور ونکړ او پاکستان هم دیو شمیر داخلي جاسوسانو پرمټ دافغانستان لوړپوړي چارواکې په دي تورنولو چې ګواکې له داعش څخه ملاتړن کوي.
خو تیر دکابل کنفرانس کې دافغانستان دملې امنیت سلاکار ښاغلي حنیف اتمر په ډیر روښانه او واضح ټکو سره دپاکستان ټولو تبلیغاتو او دروسیې او ایرن اندیښنو ته ځواب ورکړ او ټولې هغه اوازې چې له تیرو څو کلونو راهیسي روانې وي جواب کړي ، اتمر په ښکاره وویل (هر هغه څوک چې وایې دلته د داعش څخه په حکومتې کچه ملاتړ کېږي مهربانې دي وکړې خپل استخباراتي پلاوي دي راولیږي ترڅو په ګډه په دي اړه پلټنې وکړو)
دښاغلې اتمر له دي څرکندونو وروسته که بیا هم روسیه او ایران یا بل ګاونډې په دي اړه شک کوې نو ښکاره ده چې دوۍ یوازي دافغانانو سره دپاکستان په اشاره خپله دښمنې پالې اوبله کومه موخه نلري او ددی ترڅنګ که بیا هم دطالبانو ملاتړ کوې نو ښکاره ده چې دوۍ هم تروریستان دي ځکه طالبان هره روځ لسګونه افغانان راشهیدانوي نو اوس ښه خبره داده چې روسیه او ایران باید له افغان حکومت سره همکاري وکړې ترڅو ټول تروریستان له منځه یوسي نه دپاکستان تروریست پروره هېواد سره.