پاکستاني ویزاعظم پرون ترکیې تر همالیه د لوړ دوست خطاب وکړ کوم چې یې په عین حال او عین الفاظو چین ته کړی وو.

ترکیه د تعلیم، انرژی او محدود پوځي ډګر کې د پاکستان مرسته کوي، د زرداري په دور کې ترکي کمپنې و پاکستان ته د بریښنا ځیني جرناتوران دمرستي په ډول ارزانه کرایي په بدل کې ورکړی وو چې هغه جنراتوران په لویو بحري کښتیو کې د کراچې ساحل ته درول شوي وو او له هم ه…غه ولاړو کښتیو نه یې چالان کړي او دکراچې د بن قاسم پاور پلانټ ته یې تري مزی را غزولي وو.

د کال په تیریدلو سره د ترکیي پر دغه موبایل رینټل پاور پلانټ باندي د پیپلز پارټي د مخالفینو نیوکي او ناندري را پورته شوي چې په دغه کرایه کښې غبن شوي دې او دهغه وخت وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني پکې په میلیونونه ډالر وهلي دی.

بالاخره دا کیس د پاکستان تر های کورټ (ستري محکمي) ورسید، افتخار چودري د کیس د سماعت نه وروسته د دعوا کوونکو په حق کې پریکړه وکړه او وزیر اعظم ګیلاني یې برطرفه کړ، له دی سره یې ترکي سرمایه کاران هم په شرمونو وشرمول چې وروسته بیا هغه کیس تعقیب نشو او ترکان په دی تر اوسه تري  سخت خپه او توبو توبه شوی دی چې پاکستان په خپل سیاسي کرکیچ او مرداري کې ترکان ولي ککړ کړل او بین المللی بدنامي ور واړوله. ترننه هم دهغه کیسي حقیقت او لامونه ښکاره نشول چې اصلي قیصه څنګه او ترکان څرنګه د ملیونونو ډالرو په کومکي پروژه کې په رشوت ورکولو ککړ شول؟

پاکستان د اقتصادي مرستو د تر لاسه کولو د پاره دهیڅ ملي او بین المللی اخلاقي اصولو ځان پاپنده نه بولي او میکاویلې هسی بدنامه دي، اصلي میکاویلیان د تخت لاهور سیاستوال او واکداران دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *