تاند، شنبه، د سنبلې لومړۍ: پر کونړ د پاکستاني لوري د ۷۲۰ توغندیو د راورولو په غبرګون د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ټولو امنیتي او دفاعي بنسټونو ته امر کړی چې د افغانستان د پولو د ساتنې په تړاو دې له معمولي خبرې هم نه تېرېږي بلکې جدي دې یې ونیسي.
د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د محب له قوله راغلي، افغان وسله وال ځواکونه د خاورې د تمامیت په ساتلو مکلف دي او په برخه کې دې هر ډول مسایل جدي ونیسي.
خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار محب پرون پنجشنبه ناوخته د امنیتي مشرانو په ناسته کې امر کړی چې د ډیورنډ په فرضي کرښه دې د پاکستاني ځواکونو تخطۍ مستندې کړای شي تر څو یې په تړاو راتلونکو امنیتي ناستو کې وروستۍ پرېکړه وشي.
ښاغلي محب دغه راز پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې د بین الدول اړیکو اصولو ته دې درناوی وکړي او شخړو ته دې لار نه اواروي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال تاندته وویل چې پاکستاني ځواکونو د دې ولایت پر دريو ولسوالیو باندې په دریو ورځو کې ۷۲۰ توغندي ورولي دي.
د پاکستان د توغندیزو بریدونو په ځواب کې د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، دا توغندیز بریدونه له افغان سولې او ثبات سره د پاکستان د نه ژمنتیا ښکارندویي کوي.