سراج الحق

تاند – د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د هغه مشکوک ترهګر حافظ سعید په نظربندۍ سخته غوسه څرګنده کړې چې ویل کیږي په ۲۰۰۸ کال یې د هند په ممبۍ کې د ترهګریزو حملو پلان جوړ کړی وو.

جماعت اسلامي ویلي چې د لشکرطیبه او جماعت الدعوه مشر حافظ سعید یو کلک او ژمن پاکستانی دی، او له دې امله یې بندي کول ناسم کار دی.

ویل کیږي چې د ښاغلي سعید یو شمېر وسله وال د افغانستان په ختیځ کې د افغانستان د حکومت او خلکو پر ضد په وسله والو ډاکو او قتلونو کې لاس لري.

قاضي حسین احمد چې د آی اېس آی د مشر حمیدګل او د نظار شورا د مشر احمدشاه مسعود او نورو وسله والو تر منځ یې د رابط رول لوباوه

که څه هم چې جماعت اسلامي په ښکاره ځان د اسلامي ارزښتونو مدافع ګڼي خو ویل کیږي چې دغه ډله چې پخوا یې قاضي حسین احمد مشري کوله د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) سره نژدې اړیکې لري او استخباراتي پروژې یې تطبیقوي.

کارپوهان وایي چې جماعت اسلامي او په ځانګړې توګه قاضی حسین احمد په افغانستان کې د ثور له کودتا څخه وروسته د جنګېدونکیو حکومت ضد افغان ډلو او د پاکستان د نظامي استخباراتو تر منځ د رابط په توګه عمل کاوه او ویل کیږي چې دغه پروژه یې په بري سره سرته ورسوله.

د ۱۹۹۰ مو کلونو په نیمایي کې په افغانستان کې د مذهبي ارزښتونو په نامه بله پروژه چې د طالبانو د تحریک تر سیوري لاندې پیل شوه د جماعت اسلامي پرځای د مولانا سمیع الحق او مولانا فضل الرحمان ګوندونو ترلاسه کړه چې اوس یې دویمه مرحله تطبیقوي.

د جمعیت اصلاح ډلې یو مشر ملا عبدالصبور

په عین حال کې د اسلامي ګوند مشر ګلبیدن حکمتیار د پاکستان د جیو تلوېزیون خبریال سلیم ساپي سره په یوه مرکه کې ادعا کړې چې جماعت اسلامي اوس په افغانستان کې د جمعیت اصلاح په نامه یوه ډله چلوي.

که څه هم چې جمعیت اصلاح په ښکاره یو شمېرخیریه کارونه ترسره کوي او د قران کریم او تفسیر دورې تنظیموي خو په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان په تکفیرولو سره دې ډلې وښودله چې د افغانستان د ملي ارزښتونو پر ضد سنګر کلکوي.

One thought on “د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د حافظ سعید په نظربندۍ سخت احتجاج وکړ”
  1. ددغو خلکو او سازمانونوپه اوریدلو دا دعا کوئ چې له شره یی خلاص واوسو : الهم ان اعوذبک من الخبث والخبایث!!!۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *