تاند- د پاکستاني طالبانو له لوري د یوې میاشتې په مخه د اوربند له اعلانېدو وروسته د پاکستان حکومت د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو د درولو امر وکړ.
پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو پرضد د عملیاتو د بندولو امر د دې لپاره ورکړای شوی چې د دواړو خواوو ترمنځ اعتماد رامنځته شي.
پاکستاني رسنیو بې له دې چې د کوم چارواکي نوم واخلي، ویلي چې پاکستاني چارواکي د طالبانو له لوري د یواړخیز اوربند د اعلان هرکلی کوي.
په همدې حال کې د پاکستان سیاسي ګوندونو هم د طالبانو د اوربند د اعلان هرکلی کړی خو د دوی په منځ کې عوامي نشنل ګوند ویلي چې حکومت دې د اوربند په اړه د پارلمان رایه هم وپوښتي.
تر دې مخکې د طالبانو ویندوی په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه تحریک مشرتابه پرېکړه کړې چې د یوې میاشتې لپاره په یو اړخیز ډول اوربند وکړي.