تاند- د پاکستان حکومت یو ځل بیا هڅه کوي چې له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د پاکستان او پښتونخوا د ملي او اسلامي ګوندونو پښتانه مشران افغانستان ته ولېږي.
د پاکستان اُمت ورځپاڼه وايي چې حکومت له پښتنو مشرانو غوښتي چې د هغه خپګان د ختمولو لپاره افغانستان ته لاړ شي چې د هند په امرتسر کې په «اسیا زړه کنفرانس» کې رامنځته شو.
په اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر د پاکستاني پلاوي مشر سرتاج عزیز مخاطب کړ، ویې ویل ستاسو له سخاوته مننه خو هغه پیسې (۵۰۰ ملیون ډالر) چې مو د افغانستان د ودانولو لپاره ځانګړي کړي، په خپله خاوره کې د تروریستانو پر مخنیوي ولګوئ ځکه که افغانستان ته هر څومره زیاتې بیسې راشي چې تروریزم او جنګ نه وی ختم شوی، ګټه نه لري.
د ولسمشر غني په څرګندونو د پاکستان رسنۍ او ګڼ شمېر پنجابي سیاستوال سخت وپارېدل او د افغانستان ولسمشر ته یې حتي سپکې سپورې وویلې.
د امت ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان حکومت د عوامي نشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو څخه غوښتي چې کابل ته لاړ شي او د افغانستان له ولسمشر سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان حکومت د ډیورنډ د کوزې خوا پښتنو مشرانو ته خاص اهمیت ورکوي.
د کوزې پښتونخوا ملي مشرانو په ځلونو د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې مخالفت کړی او په زغرده وايي چې پاکستان د دې لپاره چې افغانستان په پښو ونه درېږي د تروریستانو ملاتړ کوي.
دغو مشرانو تر دې پخوا هم د دوو هیوادونو د اړیکو په نژدې کولو کې رول لوبولی دی.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې هغوی د حکومت غوښتنه منلې او که نه ده.
د پاکستان حکومت هم تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
اُمت ورځپاڼې د افغان ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې د یو شمېر پاکستاني سیاستوالو له قوله ویلي چې پاکستان ته پکار ده چې د طالبانو عبوري حکومت جوړ کړي او په رسمیت یې وپېژني.
که پاکستان د طالبانو لپاره د عبوري حکومت د جوړولو لپاره خوله وازه کړه، فورا باید افغانستان د بلوچانو لپاره د بلوچستان اسلامي جمهوریت یا هر بل نوم چې د بلوچانو خوښ وي اعلان کړي او برهمداغ او نور بلوچان راولي په کابل کې پوره درناوی ورکړي.
افغان ولسمشر ډيره ښه فیصله وکړه چې د پاکستان مرسته یې پر مخ وروویشته، ځکه دا څه معنی لري چې د ریا لپاره مرسته کوي سرک او پل پرې جوړ کړئ او بیا د همهغې سرک او پل پسې طالب وحشي رالیږې چې وران یې کړي.
پښتانه مشران دې هر کله راشي خو کاشکې چې تاسو پنجابیانو خو هغوی ته په خپل هیواد کې دوه توته ارزش ورکولې، لومړی دې پنجابي رسنۍ بندې کړه چې د افغان ولسمشر پسې د سپو غوندې نه غاپي بیا هغوی راولیږه.
اقفان دولت ته هم پکار ده چې یوه قوي مخوره ډله جوړه کړي او د پاکستان خلاف ثبوتونو سره یې د نړۍ با قدرته هیوادونو ته د شکایت لپاره ولیږي چې ددې تورې بلا نه اقفغانان اوذنړۍ خلاصه کړي او منزوي يې کړي، نه یواځې افغانستان بلکې ټوله نړۍ ددوی د شر نه خلاصه نده. که داسې ونکړي تر ابده دا تور شیطان ګاونډی مونږ ژوند ته نه پریږدي.
دا مش ران یی باید و نه منی
دوی په عبوریو آموخته شویدي . د مجاهدینو لپاره رنګارنګ عبوری او انتقالی جوړ کړل خو هغه بل وخت و. هلته ټوله نړۍ د افغان مرکزي دولت په مخالفت کې ولاړه وه خو نن الحمدالله قضیه بل ډول ده ، اوس ټوله نړۍ له مونږ سره ده او د ټالبانو عبوري نور له موده وتلي خبري دي. د دوی په مقابل کې به ټول افغان ولس سره متحد اوحتی د ټالبانو منځ کې وطن دوسته څهرې هم خپل موقف معلوم کړي.