د پاکستان دفاع وزیر

تاند- د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف نن /شنبه/ وویل چې د تروریستي عناصرو د ختمولو او د پایښتي سولې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو زیاتېدا ضروري وبلله.

ده وویل، پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له دغه هیواد سره د ښو اړیکو لپاره به صادقانه هلوځلو ته دوام ورکړي.

ښاغلي اصف، چې د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزیر هم دی، دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.

خواجه اصف وویل، پاکستان د تروریزم د محوه کولو او د پولو په اوږدو کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره یو وار بیا د افغانستان له حکومت سره بشپړې همکارۍ ته تیاري ښيي.

د پاکستان دفاع او د انرژۍ وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې وویل«پاکستان د خپلو پولو وضعیت په دقیق ډول څاري، چمتو دی چې خپلې پولې وساتي او پر خپلو پولو به د دښمن تېری ته په فوري او کلک ډول ځواب ووايي.»

اصف دا هم وویل چې هیواد یې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې بریالی شوی او د سولې او ثبات په راوستلو کې مخکښ رول لوبوي.

One thought on “د پاکستان دفاع وزیر له افغانستان سره د همکاریو غوښتنه وکړه”
  1. آیا صداقت او همکاري دې ته وايي چې د افغانستان دښمن چې خلک شهیدان کوي، ناامنۍ جوړه وي چې همدغو نا امنیو اقتصاد ته لویه ضربه رسولې ده، مکتبونه بندوي، باسواده خلک په یوه او بله بهانه وژني، دغه عناصر په خپله خاوره کې ساتي او حمایه کوي او …!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *