تاند- د پاکستان د استخباراتو (ISI) نوی رييس بریدجنرال رضوان اختر پرون کابل ته راغی او د افغانستان د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره یې وکتل.

جنرال اختر د شنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتو د نوي ريیس په توګه دنده پیل کړه او د کار د پیلولو په دوهمه ورځ کابل ته راغی.

تر ده لږ مخکې د پاکستان د پوخ لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته راغلی و. په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته کابل ته د پاکستان د مهمو پوځي چارواکو راتګ دا معنا لري چې پاکستان غواړي چې پر ځان د افغانانو اعتبار ترلاسه کړي.

تېره میاشت ولسمشر غني د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ته ویلي و چې له پاکستان سره ډېرې خبرې شوي باید لومړی د پاکستان په پالیسي کې عملي بدلون وویني هاله به اسلام اباد ته لاړ شي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني روانه اوونۍ اسلام اباد ته لاړ شي.

په وروستیو کې داسي اوازې دي چې پاکستان په خپله خاوره کې پر افغان طالبانو فشار زیات کړی، مالي او پوځي مرستې یې ورسره لږې کړي او ممکن هغوی یې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته هڅولي وي.

دا اوازې خپلواکو سرچینو او دغه راز د دوو هیوادونو چارواکو تایید یا رد کړي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *